Findbusiness.me

Types of Businesses City Country Add Business
Home > Afghanistan > Mazar-e Sharif > TV Channel > Abdali World Channel

Abdali World Channel

(22 Rate)
Ballkh
+93776230562
(0 Rate)
Ballkh
+93776230562

Contact:

Ballkh ,Abdali123
+93776230562

Other Information

Categories:

TV Channel
Inappropriate listing?Request for Deletion
Close request for deletion form

Featured Articles:

2021-12-03

کله چې قاچاقبر ورته اسمان ځمکې ته راښکته کړې، او په چل هنر یې روان کړې، یو څو روپو لپاره. آخر نتیجه یې سختې تنګي لوګی يا مرګ: دغه ځوان د ترکیې په لاره وفات شوي nد وارسوو معلومات یې نه کیږی د مسلمانی او انسانی همدردی له مخي پوست شیرکړي ترڅو یې د کورنی وارسان پیداشۍی

2021-08-28

د هیواد د اقتصادی پرمختګ لپاره څه کول په کار دی؟nnفضل الرحمن شریفnnعلمی اقتصادی لیکنهnلیکوال: فضل الرحمن (شریف)nد هیوادونو د اقتصادی پرمختګ لپاره تر ټولو غوره معیار د مؤلدی یا تولیدوونکی سرمایګذاری له موجودیت څخه عبارت دی. سرمایګذاری Investment په دوه ډوله ده غیر مؤلده سرمایګذاری او مؤلده سرمایګذاری. په هغه تولیدی واحدونو کی پانګونه کول چی یوازی مصرفی توکی تولیدوی هغه ته غیرمولده پانګونه یا هم په مصرفی توکو کی پانګونه وایی خو په هغه تولیدی واحدونو کی پانګونه چی په هغه کی داسی توکی او وسایل تولیدیږی چی په مرسته یی نور توکی تولیدیږی او یا هم د نورو توکو په تولید کی ورڅخه استفاده کیږی لکه د ماشین الاتو او وسایلو تولیدوونکی فابریکی دغه ډول تولیدی واحدونو ته زیربنایی صنعتی تاسیسات هم ویلای شو.nپه پرمختللو هیوادونو کی اکثره پانګونه تولیدوونکی(مؤلده) بڼه لری خو په وروسته پاتی او پرمختیایی هیوادونو کی پانګونه اکثراً غیر مؤلده وی. هغه سوال چی دلته رامنځ ته کیږی دادی چی وروسته پاتی او پرمختیایی هیوادونه څنګه خپل اقتصاد ته پرمختګ ورکولای شی؟. د دغه سوال ځواب د افغانستان په شان پرمختیایی هیواد ته په پام سره ځوابوو:nnد افغانستان د اقتصادی پرمختګ لپاره څه کول ضرور دی؟nnپورته اقتصادی پیلزی ته په کتو سره افغانستان هغه وخت اقتصادی پرمختګ کولای شی چی مؤلدی سرمایګذاریګانی ولری. داچی د مولدو پانګونو یا سرمایګذاریو د رامنځ ته کولو لپاره مخکی له مخکی کوم شرایطو عملی کول لازم دی دا موضوع په لاندی ډول واضیح کوو:nn۱.سیاسی او امنیتی ثبات:nnد هیواد موجوده وضعیت ته په کتو سره د مولدی پانګونی لپاره تر ټولو مهم شرط له سیاسی ثبات څخه عبارت دی. د دي لپاره چی په هیواد کی کورنی او بهرنی پانګه اچوونکی د پانګوونی لپاره زړه ښه کړی باید د هغوی لپاره تر ټولو لومړی امنیتی خلا له منځه یوړل شی. که تیرو دوه کلونو ته وکتل شی د افغانستان څخه تر اوسه پوری هم سرمایه د فرار (تیښتی) په حالت کی ده د دي لامل دادی چی د افغانستان سیاسی او امنیتی وضعیت بی ثباته دی په دغسی یو حالت کی بهرنی پانګوال خو لا په ځای پریږده، کورنی پانګوال هم خپلی پانګی له هیواد څخه بهر اوباسی. د هیواد امنیتی او سیاسی ثبات یوازی د نړیوالو لو قدرت لورونکو هیوادونو د نیکی ارادی له لاری صورت نیولای شی ځکه د سیمی اوسنی بی ثباته سیاسی وضعیت د نړیوالو قدرتونو له لاسه دی که هغوی وغواړی نو په کمه موده کی په سیمه او هیواد کی سیاسی ثبات رامنځ ته کیدای شی خو دا چی نړیوال د په بی ثباته وضعیت کی خپل منافع ګوری په همدی سبب نه غواړی په سیمه کی ثبات رامنځ ته شی.nn۲. د انرژی موجودیت:nnله امنیت وروسته د دی لپاره چی زیربنایی تاسیسات جوړ شی باید تر هرڅه مخکی برقی انرژی موجوده وي برقی انرژی د نورو زیربنایی تاسیساتو او تولیدی منابعو د رامنځ ته کولو لپاره د روح حیثیت لري که په هیواد کی برقی انرژی موجوده وی نو تولیدی فابریکی به هم ژوندی او تولیدی فعالیتونه به ترسره کوی خو که انرژی نه وی موجوده دغه تولیدی فعالیتونه نه شی ترسره کیدای. افغانستان د برقی انرژی کافی منابع لري خو له بده مرغه چی هغه هم د سیمی د سیاسی او امنیتی ناقراره حالت ښکار شوی دی.nn۳. ذخائر او لنډ مهاله قرضونه:nnله کمو ذخایرو او قرضونو څخه په کم وخت کی اعظمی استفاده یو اقتصادی اصل دی د نړی په اقتصادی تاریخ کی ډیر کم لیدل کیږی چی یو هیواد د په مرستو سره اقتصادی پرمختګ تجربه کړی وی که چیری شوی هم وی نو د ډیر کم وخت لپاره وی او ډیر زر بیرته له رکود سره مخ کیږی. د دي لپاره چی د مولدی پانګونی لپاره د انرژی کافی منابع جوړ او فعال شی د اقتصادی پرنسیپونو مطابق د مرستو په ځای باید له خپلو داخلی ذخائرو څخه په کم وخت کی اعظمی استفاده صورت ونیسی. له اعظمی استفادی څخه هدف دادی چی اقتصادی پرنسیپونه دی ته اجازه نه ورکوی چی یو مملکت د خامو موادو صادرات ولری خو یوازی په کم وخت کی کم مقدارته په لوړ قیمت سره د دی لپاره اجازه ورکوی ترڅو د زیربنایی تاسیساتو لپاره ورباندی لاره هواره شی. له بلی خوا دولت باید لنډ مهاله قرضونه واخلی او په موثره توګه د زیربنایی تاسیساتو له جملی څخه د برقی انرژی په رامنځ ته کول کی له هغه څخه اعظمی استفاده وکړی.nn۴. زیربنایی تاسیسات:nnهیڅ هیواد هم د زیربنایی تاسیساتو د جوړونی پرته اقتصادی روڼق نه شی تجربه کولای. اقتصادی زیربنایی تاسیسات لکه د ترانسپورتی او مواصلاتی لارو جوړول، د پلونو او بندونو جوړول، د انرژی د منابعو رامنځ ته کول، د تعلیمی ، تحصیلی او صحی مراکزو جوړول او داسی نور کوم چی دغه تاسیسات د نورو تولیدی منابعو د رامنځ ته کیدو لپاره زمینه مساعدوی. د زیربنایی پروژو په عملی کولو سره د استخدام کچه هم لوړیږی او د بیکاری فیصدی کموالی کوی په هره اندازه چی د یو هیواد په اقتصاد کی د بیکاری کچه ټیټه وی په هماغه اندازه یی د اقتصادی ودی نرخ لوړ وی.nn۵. غیر مولده پانګونه په مولده پانګونه بدلول:nnاقتصادی تاریخ ته په کتو سره کله چی وروسته پاتی او پرمختایی هیواد په پرمختللو هیوادونو باندی بدلیږی نو لومړی د هغوی سرمایګذاری د اولیه موادو او مصرفی موادو د تولید په برخه کی تر سره کیږی او د وخت په تیریدو سره خپله د مصرفی موادو پانګونه په تولیدوونکی یا مولده پانګونه سره بدلوی کله چی د هیواد د پانګونی لویه برخه مولده وی نو هیواد د اقتصادی پرمختګ په لوری حرکت کوی.nله پورته تفصیلی لیکنی څخه په لنډ ډول ویلای شو چی که د افغانستان دولت د دغه شرایطو په رامنځ ته کولو او پورته اقتصادی اصولونو په پلی کولو وتوانیږی نو په یقین سره ویلای شو چی د اقتصادی پرمختګ په لوری به حرکت وکړی.

Review

Similar Places:

Update and News