K.P.L./T.20/ 2021nکابل پريمير ليګ شل اوريز جام به راتلونکي هفته کي د افغانستان د اتو مختلفو اکاډميو او کلبونو ترمنځ شروع شي چى تراوسه پنځه کلبونه کنفرم شوي دى چي داځل به يو ټيم د شبير نوري په مشرى د لوي ننګرهار نه د سيد اغا عرب اليون کلب هم برخه واخلي او پاتى دري کلبونه به هم زر کنفرم شي او بيا به تاسو سره د لوبو مهالويش او د لوبډلو سکواډونه شريک کړو
About :
Description:
د کرکټ تازه معلومات او تبصرې زموږ په پاڼه ليدلي شي
Contact:
Other Information
Categories:
SportsFeatured Articles:
ذ پاکستان سوپر د پاتې لوبو مهال وېش!nn څرنګه چې تاسو ته مالومه ده پاکستان سوپر ليګ د کرونا لۀ امله ځنډېدلی وو خو نوموړی ليګ به دې روانې جون مياشتې پۀ نهمه نېټه یو ځل بیا پيل شي او دې همدې مياشتې تر ۲۴ نېټې به دوام وکړي.nnټول ټیمونه او ټیم افيشل متحده عربي اماراتو ته تللي او اکثرو یې د کرنټین موده هم پای ته رسولي او خپل نارمل تمرينات يې پيل کړي.
د ولسمشر څخه مننه چې زما ګران ورور عبدالرشید ایوبي یې ددوی د خدمتونو او لاس ته راوړنو له امله د ۹۷یمې ګڼې فرمان له مخې د میوند فاتح ستر غازي محمد ایوب خان په عالي دولتي مډال ونازولو.nورور ته مبارکي، او د لا زیاتو بریاو هیله کوم.
د اختر دريمه
د افغانستان د لست آې (یوې ورځنیو لوبو) لوبډلې، کپتانان او د کپتانانو مرستیالان اعلان شول. دا لوبې بله میاشت پيلیږي او یوازې په کابل کې به کیږي. په جزیاتو یې نه غږېږم، خو عمومي څو خبرې کوم:nاول- دا ښه خبره ده چې د لوبډلمشرانو او مرستیالانو په ډله کې درې نوي ځوانان لیدل کیږي. موږ که د آینده لپاره د ښه لوبډلمشر/مرستیال تمه لرو، کار یې له همدې ځای څخه پيلیږي. دوی باید تر دې ځای محدود پاتې نشي او هر یو یې باید د افغانستان د هر فارمټ لپاره یو بالقوه لوبډلمشر او مرستیال وي. nدویم- د لست آی لوبې د افغانستان د یوې ورځنیو لوبو تر ټولو ستره بڼه ده او دا لوبې او د لوبغاړو کارکردګي هم رسمي ثبت او ریکارډ کیږي. باید، د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي په کې ولوبیږي او ولوبول شي.nدرېیم- وايي د دغو لوبو لپاره د یو-یو ټست یو مهم شرط دی، دا ډېره ښه خبره ده. زموږ د لست آی هر لوبغاړی باید په نړیوال معیار برابر او مسلکی لوبغاړی وي. که لست آی ته په خپل استعداد ورغلل او ځلېدل، بیا به یې ملي لوبډلې ته د ورتلو مخه څوک نشي نیولی.nڅلورم- کرکټ بورډ باید د دغو لوبو لپاره حد اقل یو شین او واښه لروونکی پچ ولري- دا ډول پچ کې معمولآ بال ښه باونس او سوینګ کیږي. د افغان لوبډلې یو مشکل همدا دی چې کور دننه په دا ډول پچونو کې نه لوبیږي چې بیا نړیوالو لوبو کې په دا ډول پچونو کې لوبېدل ورته ډېر سخت وي. تېر نړیوال جام یې ښه مثال دی.nپنځم: که دا ډول پچ ولرو، طبعي ده چې فسټ بالینګ به په کې ښه وي او زموږ منډه جوړوونکي به په اسانۍ سره بېټېنګ نشي کولی. دا دوې ګټې لري:۱- فسټبالینګ مو ښه کیږي او غوړیږي، ۲-منډه جوړوونکي مو له ګراسي او باونسي پچونو سره لا ښه اشنا او بلد کیږي.nشپږم-باید د لست آی د هرې لوبډلې بېټېنګ ارډر منظم او معلوم وي. اوپنران څوک دي، د سر او د منځ منډه جوړوونکي څوک دي، آټېنګ توپ اچوونکي څوک دي او داسې نور. د دې کار یوه لویه ګټه دا ده چې افغانستان به د ملي لوبډلې د هر پوزشن لپاره لږ تر لږه پنځه لوبغاړي ولري چې ملي لوبډلې ته به یې غوره کول ډېر ساده ا و اسان وي.nاوم- دې سیالیو کې به ځوانان د ملي لوبډلې له لوبغاړو ډېر شیان زده کوي. nنورې خبرې بیا په خپل وخت په خیر، خدای دې په کې خیر واچوي!nn#افغانستانn#کرکټ n#آیندهnجعفر هاند
د راتلونکى مى مياشتى په 28 تاريخ د افغانستان ستري ليسټ اې سيالى په کابل کى شروع کيږې او کفتانان يى هم انتحاب شوې n دا انتخاب څنګه ارزوٸ ؟
افغانستان غوره لیګ لوبه