Findbusiness.me

Types of Businesses City Country Add Business
Home > Afghanistan > Jalalabad > Interest > Abdul Wakil High School

Abdul Wakil High School

(22 Rate)
Chowk-e-Mastofiat , Jalalabad , Nangarhar, Afghanistan
(0 Rate)
Chowk-e-Mastofiat , Jalalabad , Nangarhar, Afghanistan

About :

Abdul Wakil High School

Contact:

Chowk-e-Mastofiat , Jalalabad , Nangarhar, Afghanistan

Other Information

Categories:

Interest

Parking:

Parking available ,Street parking ,Valet parking
Inappropriate listing?Request for Deletion
Close request for deletion form

Featured Articles:

2022-02-27

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎!nنن یکشنبې ورځ۱۴۰۰/۱۲/۰۸هـ ش او ۲۵/رجب/۱۴۴۳ هـ ق نېټه د ننګرهار پوهنې ریاست اړوند ښوونځیو ته زما ښوونځی زما نیالګي تر عنوان لاندې د نیالګیو کرلو افتتاح په عبدالوکیل لیسه تر سره شوه:nپه یاده افتتاح د ننګرهار ولایت د پوهنې رئيس *مفتي حبيب حضرت "حقاني" ترڅنګ د ښار پوهنې آمر دلاور مومند،د پوهنې ریاست د نشراتو او اطلاعاتومدیر عبدالله ګل (عابد) د پوهنې ریاست د خدماتو مدیر مسافر (نشاط) د لېسي آمر محمدنعیم (مومند) او د معارف منسوبینو ګډون کړی وو،د پوهنې رئیس په خپلو خبرو کې یادوري وکړه چې د ننګرهار زراعت ریاست له لورې پوهنې ریاست سره د ۳۱۰۰۰ مثمر او غیر مثمرو نیالګیو سهم ورکړی دی،پوهنې رئیس د ولسوالیو پوهنې آمرینو او د ښوونځیو په آمرینو،ښوونکو او زده کوونکو باندې غږ وکړ چې پسرلي په رارسیدو سره په خپلو سیمو کې یو نیالګي د ځان او یو نیالګی د خپل هیواد لپاره وکرئ او ساتنه یې وکړئ ځکه چې نباتات د حیواناتو او انسانانو لپاره د غذایې مواد د تهیه کولو ترڅنګ د اکسجن زمینه هم برابروي او د چاپیریال په تصفیه او ښکلا کې مهم رول لوبوي.دا چه دنیالګیو دکرلو افتتاح زمونږ په لیسه کی وشوه نو له همدې امله د ننګرهار ولایت د پوهنې له قدرمن ریس صاحب او ورسره راغلی پلاوی څخه د زړه له تله مننه کوو

2022-02-26

سهارنۍ غونډه

2022-02-14

سبا عمومي رخصتي دهnسلواغي ۲۶

2022-02-13

د پوهنې ریاست د لزوم دید په اساس محمد نعيم (مومند) د عبدالوکیل عالي لیسې د نوي امر په توګه رسماً معرفي شو. nپه چارو کې ورته بریالیتوب غواړم.

2021-12-05

کتابتون ډیر ژر

2021-11-27

#ځینې_ټولنیز_نزاکتونه:n۱. کله چې یو چا ته زنګ وهئ، لۀ دوه یا درې ځله زیات زنګ مه ورته وهئ. کۀ زنګ یې پورته نه کړ، پوه شئ چې اړین کار لري ځکه ځواب نه درکوي.nn۲. لۀ هغۀ چا چې پیسې مو ترې پور کړي وي، مخکې لۀ دې چې بېرته د خپلو پیسو غوښتنه وکړي، پور یې پخپله ورکړئ. دا ستاسو ښۀ کردار ښيي.nn۳. کۀ ملګري مو پۀ کوم ریسټورانټ کې مېلمستیا درته کړې وي، هڅه وکړئ پۀ مېنیو(Menu) کې د ډېر قېمتي خوړو اډر مه ورکوئ. nn۴. لۀ نورو ناوړه او غیر مناسبې پوښتنې مه کوئ لکه: تا لا تر اوسه واده نه دی کړی/ لا تر اوسه مجرد یې؟ماشومان نه لرې؟؟ ولې تر اوسه خپل کور نه لرې؟ ولې تر اوسه موټر نه لرې؟ او همداسې نور...nn۵. تل د هغۀ کس لپاره چې شاته وي درپسې دروازه خلاصوئ، هغه کۀ انجلۍ وي کۀ هلک، کۀ بېوزله وي کۀ شتمن. تاسې پۀ دې ښۀ کار کم نه راځئ.nn۶. کۀ لۀ کوم ملګري سره پۀ ټېکسي موټر کې ناست یاست او د موټر د کرایې پیسې هغه پرې کړي، هڅه وکړئ بل ځل یې تاسې پرې کړئ. لۀ ټینګ ټینګ ننګونو/سَتونو تېر شئ.nn۷. د نورو آندونو/نظرونو ته درناوی ولرئ، کۀ نظر یې مطلق غلط هم اوسي.nn۸. د نورو پۀ خبرو کې مه ور ولېږئ، پرېږدئ چې خبرې یې خلاصې شي بیا ورسره وغږېږئ. nn۹. کۀ څوک مرسته درسره کوي، مننه ترې وکړئ.nn۱۰. د نورو ستاینه کۀ د ډېرو خلکو پۀ منځ کې کوئ خو پر کارونو یې نیوکه هېڅکله د نورو پۀ مخ کې مه کوئ.nn۱۱. کۀ څوک پۀ خپل موبایل کې تاسو ته کوم انځور درښیي، انځور وګورئ خو ښي او کیڼ لورې ته مه پکې ځئ ځکه ښایي هلته داسې کوم انځور اوسي چې هغه نه غواړي تاسې یې ووینئ.nn۱۲. کۀ همکار مو درته ووایي چې ځم روغتون ته، دا مه ورڅخه پوښتئ چې ولې، یوازې ورته ووایاست چې "هیله لرم چې ښۀ اوسې". خلک پۀ دې پوښتنو چې "څوک ناروغ دی او د څۀ لپاره روغتون ته ځې" د ناراحتۍ پۀ احساس کې مه اچوئ.nn۱۳. لکه څنګه چې د خپل رئیس سره ښۀ چلند کوئ همداسې د نورو کارکوونکو سره هم ښۀ چلند وکړئ، خلک ستاسې د نورو کارکوونکو سره لۀ ښۀ چلند ډېر اغېزمن کېږي.nn۱۳. کله چې څوک مستقیم تاسو ته غږېږي، موبایل کې ځان مه مصروف کوئ بلکې غوږ ورته ونیسئ.nn۱۴. تر هغه وخته چې مشوره درڅخه نه وي غوښتل شوې، چاته مشوره مه ورکوئ.nn۱۵. کله چې یو څوک لۀ ډېر وخت وروسته وینئ، تر څو پورې یې چې د خپل معاش پۀ اړه پخپله نه وي درته ویلي، تاسې دا پوښتنه مه ترې کوئ چې معاش دې څومره دی؟.nn۱۶. کۀ پۀ لاره یا کوڅه کې د چا سره مخ کېږئ او خبرې کوئ نو عینکې مو لۀ سترګو لېري کړئ. دا هغۀ کس ته د درناوي نښه ده. او بل دا چې د سترګو اړیکه یا (eye contact) ساتل هغومره اړین دي لکه ستاسې خبرې.nn۱۷. د بېوزله او غریبو خلکو پۀ مخکې د خپلې شتمنۍ او د یتیمانو پۀ مخکې د خپلو بچیانو پۀ اړه خبرې مه کوئ.nn۱۸. د یو ښۀ پیغام لۀ لوستلو وروسته لۀ خلکو څخه د ښۀ پیغام لپاره مننه وکړئ

2021-08-14

ټولو زده کوونکو ته دي مبارک وي دلابریاوو په هیله مو

2021-08-03

د زده کوونکو #فراغتnټولو ته دي مبارک وي دلابریاوو په هیله موnCongratulations 👏🎈🎈👏🎈

2021-07-22

د کلنۍ او څلورنیم میاشتنیو آزموينې په تړاو د پوهنې وزارت خبرتياnnڅرنګه چې ګران هيوادوال او زده کوونکي خبر دي، د کرونا وايروس د دريمې څپې له امله د غبرګولي په ۱۰ مه نيټه د عامي روغتيا وزارت د هيواد په ۱۶ ولايتونو (غزني، هلمند،کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتيا، پروان، وردک، پنجشير،بلخ، لغمان، بدخشان،کاپيسا، کندز، نيمروز او د کابل ښار او ولايت) کې د دوو اونيو لپاره د ښوونيزو مرکزونو حضوري فعاليتونه وځنډول او له دوو اونيو وروسته، د قرنطين موده په ټولو ولايتونو کې وغځول شوه.nnاوس د يوې ګډې طرحې له مخې په پام کې ده چې د تعليمي او تحصيلي مرکزونو حضوري فعاليتونه په تدريجي ډول بيرته پيل شي.nnپه همدې موخه د ټولو ولايتونو د پوهنې رياستونو ته لاندې سپارښتنې کيږي:nn۱- دا چې په تودو سيمو کې د ۱۳۹۹ تعليمي کال کلنۍ آزموينې بشپړ شوي نه دي، نو د پاتې مضمونونو آزموينه دې د زمري په ۶ مه نيټه د عامې وزارت د سپارښتنو او د ټولنيز واټن په پام نيولو سره، واخيستل شي.nn۲- سړې او ډيرې سړې سيمې دې د زمري مياشتې له ۲ مې نيټې څخه تر ۵ نيټې پورې د څلورنیم میاشتنیو آزموينې اخيستلو لپاره اړين تدابير ونيسي او د زمري مياشتې له ۶ مې نيټې څخه د مياشتې تر پايه، چهار نيمه آزموينې د عامې روغتيا وزارت سپارښتنو په پام کې نيولو سره واخلي.nn۳- د ښوونځيو ادارې مکلفې دي چې روغتيايي سپارښتنې لکه: د ماسک اغوستل، د ګڼې ګوڼې مخنيوى، د ټولنير واټن مراعتول او د آزموينو اخيستل په خلاصه فضا کې.nn۴- د حضوري تعليم په تړاو به د عامې وزارت سره په همغږۍ کې وضعيت ته په کتو سره پريکړه وشي.nnد ولايتونو د پوهنې رياستونه مکلف دي، چې د پورتنيو ټکو په پام کې نيولو سره، د دولتي او خصوصي مکتبونو او مدرسو د آزموينې واخلي او اړين ګامونه پورته کړي.

Review

Similar Places:

زرغون ننګرهار خصوصي ښوونځي صفحې ته ښه راغلاست�
we sale desktop computers, printers, toners, cctv cameras, all computer...
You will know and understand about our beautiful people and...
سالمه روزنه صالح اولاد