له يوه پاکستاني ډاکټر سره د ګلبدين حکمتيار د لور، عابدې حکمتيار واده ته افغانانو بیلابیل غبرګونونه ښودلي دي.nدوی ويلي، چې حکمتيار او يو شمېر نورو «جنګسالارانو»، د جهاد په نامه ښوونځيو ته د تلونکو افغانانو په مخونو تېزاب شيندل؛ خو په خپلو اولادونو يې بهرنيو هېوادونو کې ازادانه زده کړې کولې.nدوی ليکلي، چې اوسني واکمنان هم پردي اولادونه ځانمرګو بريدونو ته چمتو کوي؛ خو خپل اولادونو يې په بهرنيو هېوادونو کې زده کړې او ازاد ژوند کوي.nعابدې حکمتيار د خپل کالج له ملګري سره واده کړی، چې بلنلیک يې په ټولنيزو رسنيو خپور شوی دی.n#AfghanistanCrisis
About :
Contact:
Opening Hours :
Other Information
Website:
http://cricafghan.weebly.comParking:
Parking available ,Street parking ,Valet parkingFeatured Articles:
د اسټرالیا د کرکټ پخوانی ملي لوبغاړی شین وارن د زړه د حملې له امله ومړ. نوموړي ۵۲ کاله عمر درلود چې نن د تایلنډ په کوساموي ښار کې یې ساه ورکړه.n#cricket
پکتيا کې د جمعې په لمانځه کې چاودنې ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.nنن ماسپښين د پکتیا د ډنډې پټان ولسوالۍ د خروټو کلي په جامع جومات کې ماین چاودنې درې کسان وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.nد پکتیا د امنیه قومندانۍ د امنیت امر مولوي کرامت وایي، یاده چاودنه د ډنډې پټان ولسوالۍ د خروټو کلي په جامع جومات کې د جمعې له لمانځه ورسته د خلکو د راوتلو پر مهال را منځ ته شوې، چې له امله یې ۳ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.nانځور ارشيف
پېښور: چاودنه کې 30 تنه مړه، د 50 نه زيات ژوبلnد خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې په رسالدار علاقه کې چادونه شوې، او د چاودنې د ځای نه لېډي روغتون ته 30 مړي او د 50 نه زيات ژوبل کسان وړل شوي دي.nپه چاودنه کې د مړو ژوبلو خبر د روغتون وياند محمد عاصم تاييد کړو.nد ځايي ميډيا ترمخه چاودنه د جومات سره جوخته د جمعې د نمانځه په مهال شوې ده.nد پېښې په اړه نور مالومات درسره شريکوو.n#peshawar
طالبانو په کونړ ولايت کې يو ځوان د ورور د واده پر مهال، موټر کې د موسيقي د غږولو له امله شهيد کړی دی.nځايي سرچينې وايي، چې طالبانو نن په شيګل ولسوالۍ کې د واده د ورا په موټر له دې امله ډزې کړي، چې موسیقي پکې چالانه وه.nعيني شاهدان وايي، چې په ډزو کې د واده د هلک ورور شهيد شوی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.n#AfghanistanCrisis #Afghanistan
دافغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې پخواني چټک توپوهونکي کریم صادق ته د روزونکي قرارداد ورکړ.nکرکټ بورډ نن سې شنبه ویلي چې نوموړی به له دې وروسته د روزنې په برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.nد کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې کریم صادق په ۳۶ شل اوریزو نړیوالو لوبو او ۲۴ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ګډون کړی او په ټوله کې یې د افغانستان لپاره ۱۰۱۳ منډې ترلاسه کړې دي.nعکس:کرکټ بورډ
محب با نشر تصویرش با داکتر غنی در امارات:nآوازه های بازگشت رییس جمهور غنی به افغانستان بی اساس است.