دیو داسي فوځ سره مینه وکړي چي داتیر شل کال یي نه معاش اخستی او نه اوس کومه تمه لري 💓💓💖💖 قربان 👇👇👇
About :
Contact:
Other Information
Categories:
Public FigureFeatured Articles:
د افغانستان په تاریخ کې درې مهمې تاریخي ورځې :nn۱: د انګریزانو د امپراطورۍ ماتې: 1919 Aug 19n۲: د روسانو د امپراطورۍ ماتې : Feb 15, 1989n۳: د امریکا + ناټو د امپراطورۍ ماتې: 2021 Aug 31nnالحمدالله ... ټول افغان، غیرتي او مجاهد ولس ته د امریکایي اشغال د پای ته د رسیدو او ددې سترې تاریخي ورځې مبارکي وایم، الله ج دې د افغانانو د قربانیو او د شهیدانو د وینو په برکت نور په دی هیواد کې د جګړې بوی ختم او یو سوکاله، ارامه، پرمختللی او اباده افغانستان پر مونږ وویني. امین یا ربnnعبدالله دانشیارnn#افغانستان ، د امپراطوریو مقبره!
الحَمْدُ ِللهnمبارک مو شه هیوادوالوnهمداشیبه شل کلن اشغال ختم شو دهیواد دفاعی ځواک 313 قطعه دخارجیانو ورستي ځالی ته هم ور داخل شول nزرین تـــــــاریـخ👇👇👇n1400/6/5n 1443/1/18n 2021/8/27
دملی بیرغ واله دا👇 واوری نور دخدایﷻ خاطر وکړي هسی بي امنی مه جوړوي
له پنده ډکه کيسه‼️👇nکه وخت لرئ ضرور یې ولولئ!nد حضرت موسی علیه السلام په وخت کي ډيره سخته وچکالي راغله. يوې هوسی حضرت موسی علیه السلام ته مراجعه وکړه چه موږ په دښته کې د اوبو د نشتوالي په سبب د مرګ سره مخ يوو زموږ يوه چاره وکړه. حضرت موسی علیه السلام خدای ﷻ ته عذر زاری وکړي. خود خدای ﷻ لخوا ورته وحي راغله چه اوس يي وخت ندی چه باران و اوريږي. حضرت موسی علیه السلام هوسی ته باالمقابل جواب ورکړ چه اوس يي وخت ندی . هوسی خپله د طور غره ته ولاړه چه خپل شکايت وکړي. خو مخکې له ورتګ څخه يې نورو هوسیو ته وويل که چيري مې خدای ﷻ سوال او حاجت قبول کړ زه به په ډيره خوشحالی د غره څخه را کښته کيږم. کله يې چې په طور غره کې خداي ﷻ ته سوال وړاندې کړ د خداي ج لخوا ورته همغه د رد جواب ورکړل سو. خو هوسی چه د غره لخوا راکښته کيده فکر يي وکړ چه توکل په خداي ج دی تر څو چه له غره کښته کيږم ډير اميد شته چه خدای ﷻ مهربانه شې اوس به په خوشحالی تر نورو هوسیو ورسم تر څو نااميده نسې. هوسی تر غره راکښته شوي نه و چه باران شروع شو. حضرت موسی علیه السلام خدای ﷻ ته ګيله وکړه چه زما سوال دي قبول نکړ ؟؟ خدای ﷻ ورته وويل چه هوسی تر اخروخته زما د مهربانی او شفقت څخه نااميده نه شوه. ځکه مې باران ورباندې شروع کړ.سبحان اللهnنو هیڅ وخت د الله تعالى درحمت څخه مه نا امیده کیږئ
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُnزما له طرفه هم دلوی اختر مبارکي درواخلي👇
د اولاد د روزني په اړه nد حکيم الامت حضرت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله څو اړيني لارښووني:nn (۱) په ميرمنو کي دا عادت دی چي ماشومان د پيريانانو، بلاو او نورو وېرونکو شيانو څخه وېره وي ، دا ډيره غلطه خبره ده له دې څخه د ماشوم زړه کمزوری کېږي....nn(۲) مور ته په کار ده چي اولاد دپلار څخه و وېروي......nn(۳) که هلک وي نو پر سر يې وېښتان غټ مه پرېږدئ...nاو که انجلی وي نو تر څو چي د پردې نه سي زېور مه په اغونده، له دې څخه يو خو د ځان خطره ده او دوهمه خبره دا چي د کوچنيوالي څخه د زيور شوق په زړه کي لرل ښه خبره نه ده...nn (۴) د ماشومانو په لاس غريبانو ته دخورک شيان، کالي، پيسې او نور داسي شيان ور کوئ دغه ډول د خورک او چيښلو شيان و وروڼو او خوندو يانورو ماشومانو ته ور ويشئ چي ستاسو په ماشومانو کي دسخاوت عادت پيداسي....nn(۵) د زيات خورک کونکو بد او ناوړتوب د ماشومانو په مخ کي بيانوئ، خو نوم يې مه اخلئ چي فلانی زيات خورک کوي بلکه دغه ډول چي کوم څوک زيات خورک کوي خلګ ورته حبشي وايي، غويی پېژنئ.....n(۶) کههلک وي نودسپينو کالو شوق په زړه کي ور پيدا کړئ او درنګه کالو کرکه په زړه کي ور واچوئ چي داسي کالي انجوني اغوندي، ته خو ماشاء الله نارينه يي......nn(۷) که انجلی وي نو ډيري پيشني او قيمتي کالو عادت يي مه جوړوئ.......nn(۸) د ماشومانو ټول ضد مه پورهکوئ.. له دې څخه د هغوی طبيعت خراپېږي......nn(۹) د په زوره آواز سره خبري کولو څخه يې منع کړئ په ځانګړي توګه که انجلی وي نو په زوره خبرو باندي ښه خشکه ورته وکړئ، کنه نو چي غټه سي عادت يي ګرځي.........nn(۱۰) د کومو ماشومانو چي عادت خراب وي يا د لوست او ليکلو څخه تښتي..... يا د تکلف خوراکونو او کالو عادي وي، ښکنځل کوي د هغوی د صحبت او دهغوی سره دبازی کولو څخه يې را وګرځوئ....nn (۱۱) لهدې خبرو څخه يې په نفرت کي کړئ، غصه، دروغ ويل، د يو چا سره حسد کول، حرص کول، غلا کول، چغلي کول ، بې فايدې ډيري خبري کول، بي له کومي خبري خندل يا زيات خندل، دوکه ورکول، دښې او ناوړه خبرو سوچ نه کول، نو که له دغو څخه يوه خبره وسي نو يې ژر منع کړئ او تنبيه يې کړئ...nn(۱۲) که يې يو شی مات کړی، يا يې يو څوک و وهلی، نو بچي ته مناسبه سزا ور کړئ ، چي بيا داسي ونکړي داسي خبرو باندي د ماشوم سره نرمي کول ماشوم برباده ول دي...
رازې چي خپل اولادونه په دیني اوعصري علم سمبال کړو👇