په کمپلکس ميډيکل اکيډمۍ کې د زړه برقي ګراف (ECG) ځانګړي ټولګي درسي چارې جريان لري. nياد ټولګى د افغان ميډيکل کمپلکس او څېړنيز مرکز د داخله څانګې ټريني متخصص دوکتور عبدالوکيل عماد له لورې څه موده وړاندې پيل شوى وو، چې درسي چارې يې په عادي شکل روانې دي. nد يادونې وړ ده، چې په کمپلکس ميډيکل اکيډمۍ کې د التراساونډ ځانګړى ټولګى هم نوى د پيل کېدو په درشل کې دى او ټاکل شوې چې د ياد ټولګي درسي چارې د راتلونکي يکشنبې په ورځ پيل شي.
کمپلکس ميډيکل اکيډمي -Complex Medical Academy
About :
Contact:
Other Information
Categories:
SchoolFeatured Articles:
د کمپلکس ميډيکل اکيډمي د التراساونډ سهارنۍ دورې زده کړيالانو څخه منځنۍ ازموينه واخيستل شوهnد التراساونډ ياد ټولګى دکمپلکس ميډيکل اکيډمۍ له لورې د ننگرهار پوهنتون استاد پوهنيار دوکتور سيدعزيزالله هاشمي تر استادۍ لاندې دوه مياشتې وړاندې پيل شوى وو، چې نن يکشنبه (١٤٠٠/١٠/١٢ نېټه) په داسې حال کې چې د اکيډمۍ مرستيال صفت الله خالد هم شتون درلود، د هغوى د ارزونې په موخه ترې دوه مياشتنۍ ازموينه واخيستل شوه. nپه کمپلکس ميډيکل اکيډمۍ کې اوسمهال د التراساونډ دوه ځانګړي ټولګي جريان لري او ټاکل شوې چې د راتلونکې چهارشنبه (د جدي مياشتې په ١٦نېټه) درېيمه دوره هم پيل کړي، هغه ډاکتر صاحبان چې غواړي برخه پکې واخلي، کولى شي د اکيډمۍ ادارې سره اړيکه ونيسي.
د افغان ميډيکل کمپلکس او څېړنيز مرکز د اطفالو متخصص دوکتور لعل بيک سهاک د ډيهايدريشن تر سرليک لاندې کنفرانس وړاندې کړnنن سه شنبه (١٤٠٠/١٠/٧ نېټه) د کمپلکس ميډيکل اکيډمۍ په نوښت د افغان ميډيکل کمپلکس او څېړنيز مرکز د ماشومانو څانګې مشر مختصص دوکتور لعل بيک سهاک يو شمېر ډاکترانو او د طبي زده کړو محصلينو ته په ماشومانو کې د مايعاتو کمښت او ورکړه (Dehydration and Fluid Therapy) تر سرليک لاندې ځانګړى کنفرانس ورکړ. nپه پيل کې د افغان ميډيکل کمپلکس سرطبيب دوکتور شرافت زمان امرخېل لنډې خبرې وکړې، د کنفرانس پر اهميت او د روغتون د خدماتو په اړه يې ګډونوالو ته معلومات ورکړل. nورپسې دوکتور لعل بيک سهاک د ديهايدريشن پېژندنه، نښو، درملنې او ماشومانو ته د مايعاتو د ورکړې په اړه مفصلې خبرې وکړې او د ګډونوالو پوښتنو ته يې قناعت بخښونکي ځوابونه ورکړل. nد کنفرانس په پاى کې د کمپلکس ميډيکل اکيډمۍ مرستيال صفت الله خالد ګډونوالو ته د اکيډمۍ د روانو او راتلونکو ځانګړو ټولګيو په اړه لنډ معلومات ورکړل او هغوى ته يې تصديق پاڼې ووېشلې. nد يادونې وړ ده، چې کمپلکس ميډيکل اکيډمي اوسمهال د زړه برقي ګراف (ECG) او تلويزيوني معلوماتو (Ultrasound) ځانګړي ټولګي لري، چې ECG يې تازه پيل شوى او التراساونډ به په نږدې راتلونکي کې به پيل شي.
په کمپلکس ميډيکل اکيډمۍ کې د زړه برقي ګراف شپږمه دوره پيل شوهnنن شنبه (١٤٠٠/١٠/٤ نېټه) په کمپلکس ميډيکل اکيډمۍ کې د افغان ميډيکل کمپلکس او څېړنيز مرکز د داخله ناروغيو متخصص دوکتور عبدالوکيل عماد له لورې د زړه برقي ګراف يا ECG شپږمه دوره پيل شوه. nياده دوره به پنځلس (١٥) ورځې دوام کوي، چې زده کوونکو ته به د ECG اساسات، نارمل ECG او په ECG کې د زړه د ناروغيو د تشخيص سربېره د زړه اناتومي او اړوند نور موضوعات تدريس شي. nد يادونې وړ ده چې د ECG ياد ټولګي ته اوس هم داخله کېږي، هغه کسان چې غواړي برخه پکې واخلي، د کمپلکس ميډيکل اکيډمۍ ادارې سره دې اړيکې ونيسي.
کمپلکس ميډيکل اکيډمي په پام کې لري، چې راتلونکې سه شنبه د جدي مياشتې په (٧) نېټه، په ماشومانو کې د مايعاتو د کمښت او مايعاتو د ورکړې (Dehydration and Fluid Therapy) په اړه ځانګړى کنفرانس داير کړي. nياد کنفرانس د افغان ميډيکل کمپلکس او څېړنيز مرکز د ماشومانو څانګې مشر متخصص دوکتور لعل بيک سهاک وړاندې کوي، هغه ډاکتر صاحبان او د طبي زده کړو محصلين چې په ياد کنفرانس کې د ګډون هيله لري، د نومليکنې لپاره دې کمپلکس ميډيکل اکيډمۍ ادارې سره اړيکې ونيسي.nنوټ: خپل نوم او د پلار نوم مو په انګليسي تورو زموږ وټساپ شمېرې ته راواستوئ: n+93785253054
کمپلکس ميډيکل اکيډمۍ د التراساونډ لومړى دورې ماسپښيني ټولګي زده کوونکو څخه د ارزونې په موخه دويمه مياشتنۍ ازموينه واخيسته. nياد ټولګى چې تدريسي چارې يې د ننگرهار طب پوهنځي د راډيولوژي څانګې استاد پوهنيار دوکتور سيدعزيزالله هاشمي پر مخ وړي، دوه مياشتې وړاندې پيل شوى وو، چې شاوخوا (١٧) تنه ډاکتران پکې برخه لري. nکمپلکس ميډيکل اکيډمي غواړي د التراساونډ نوى ټولګى د جدي مياشتې په پنځلسمه نېټه پيل کړي، ډاکتران او د طب پوهنځي د وروستيو کلونو محصلين کولى شي، د نومليکنې لپاره د اکيډمۍ ادارې سره اړيکې ونيسي.
د زړه برقي ګراف نوى ځانګړى ټولګې پيل کېږي، بېړه وکړئ او له دې موقع ګټه واخلئ.
د جراحي ټريني متخصص دوکتور ابراهيم علم د بواسيرو ناروغۍ د خطري فکتورونو پېژندنه او د هغې تداوي تر سرليک لاندې کنفرانس وړاندې کړ.nنن سه شنبه (١٤٠٠/٩/٢٣ نېټه) د کمپلکس ميډيکل اکيډمۍ په نوښت يو شمېر ډاکترانو او د طبي زده کړو محصلينو ته د افغان ميډيکل کمپلکس او څېړنيز مرکز د جراحي څانګې ټريني متخصص دوکتور ابراهيم علم له لورې د بواسيرو ناروغۍ د خطري فکتورونو پېژندنه او د هغې تداوي (Hemorrhoid Risk Factors and Its Treatment ) تر سرليک لاندې کنفرانس وړاندې شو. nد کنفرانس په پيل کې د افغان ميډيکل کمپلکس او څېړنيز مرکز سرطبيب دوکتور شرافت زمان امرخېل پرانيستې وينا وکړه، محصلينو ته يې د يادو کنفرانسونو پر ارزښت او په کمپلکس کې د ستاژ د اسانتياوو په اړه معلومات ورکړل. nوروسته دوکتور ابراهيم علم خپل ترتيب کړى کنفرانس پيل کړ، نوموړي د انل کانال په جراحي اناتومي، د بواسيرو پر پېژندنه، پېښو، ايتيولوژي، ډلبندۍ، تشخيص، تفريقي تشخيص، پېچلتيا، تداوۍ او اړوندو نورو موضوعاتو مفصلې خبرې وکړې، چې په پاى کې يې د ګډونوالو پوښتنو ته قناعت بخښوونکي ځوابونه هم وويل. nد کنفرانس په وروستۍ برخه کې د کمپلکس ميډيکل اکيډمۍ مرستيال صفت الله خالد د اکيډمۍ پر پلانونو، روانو او پيلېدونکو برنامو رڼا واچوله او ګډونوالو ته يې تصديق پاڼې ووېشلې. nد يادونې وړ ده، چې کمپلکس ميډيکل اکيډمي په پام کې لري، د راروانې جدې مياشتې په لومړۍ نېټه د زړه برقي ګراف او بيا د همدې مياشت په (١٥) نېټه د التراساونډ ځانګړي ټولګي پيل کړي، چې اوسمهال ورته داخله روانه ده.nDr. Ibrahim Alam, a Trainee Specialist in Surgery, presented a conference on the Hemorrhoids Risk Factors and its treatment.nToday on 17 Dec 2021 Dr. Ibrahim Alam, Trainee Specialist, Department of Surgery, Afghan Medical Complex and Research Center, at the initiative of Complex Medical Academy presented a conference on the Hemorrhoids Risk Factors and its treatment.nAt the beginning of the conference, Dr. Sharafat Zaman Amarkhel, medical director of the Afghan Medical Complex and Research Center, gave an introductory speech, informing the students about the value of these conferences and the facilities of internship at the complex.nDr. Ibrahim Alam then started his conference. He spoke in detail on the surgical anatomy of the anal canal, identification of hemorrhoids, incidence, etiology, classification, diagnosis, differential diagnosis, complexity and other related topics. nParticipants also provided satisfactory answers to questions.nAt the end of the conference, Sefatullah Khalid, Deputy Head of Complex Medical Academy, outlined the plans, ongoing and starting programs of the academy and distributed certificates to the participants.nIt is to be noted that the Complex Medical Academy is planning to start in the coming month ECG and Ultrasound Programs.
کمپلکس ميډيکل اکيډمي په پام کې لري، چې د راروانې (جدي) مياشتې په (١٥) نېټه د التراساونډ درېيمه دوره پيل کړي. nد ياد ټولګي د نظري تدريس چارې د ننگرهار پوهنتون طب پوهنځي د راډيولوژي څانګې استاد پوهنيار دوکتور سيدعزيزالله هاشمي او د عملي تدريس چارې د افغان ميډيکل کمپلکس او څېړنيز مرکز متخصصين پر مخ وړي. هغه ښځينه او نارينه ډاکتر صاحبان چې غواړي، په ياد ټولګي کې برخه واخلي، د نومليکنې او نورو معلوماتو لپاره دې د کمپلکس ميډيکل اکيډمۍ ادارې سره اړيکې ونيسي. nپته: افغان ميډيکل کمپلکس او څېړنيز مرکز، عربانو ګولايي، درېيمه ناحيه، جلال اباد ښارnThe Complex Medical Academy plans to start the third batch of ultrasound on the 15th of next month (Jaddi).nDr. Syed Azizullah Hashimi, Professor of Radiology, Faculty of Medical, Nangarhar University, and Specicalists of Afghan Medical Complex and Research Center conducted the practical teaching of this class. nMale and female doctors who wish to attend the class should contact the Complex Medical Academy for registration and other information.nAddress: Afghan Medical Complex and Research Center, Golayee araban Jalalabad City