دغاښ دسپيني برخي يا مينا خرابيدل يا چينجي وهل څنګه شروع کيږي او څنګه کولي شو مخه يي ونيسو؟ nnدغاښ خرابيدل په څو مرحلو کي صورت نيسي چي ديو واړه سوري په پيدا کيدو سره شروع کيږي تر زيات تخريب پوري چي په لمړيو کي دتور داغ دپيدا کيدوسره کولي شو په اساني سره يي مخه ونيسوnدغاښ سطحه يو سخته معدني برخه ده کله چي دباکترياوو اسيد ورباندي حمله کوي ددي کلکي سطحي درنګ دتغير سبب ګرځي چي دا لمړني نښه دخرابيدو دهnnدغاښ مينا nدانسان په بدن کي يوه سخترينه ماده ده چي کريستال لرونکي موادو چي دهايدروکسي اپاتيټ په نامه ياديږي جوړه شوي nدمينا طبيعي رنګ له روښانه زيړ څخه تر سپين خاکستري ته مايله پوري فرق کوي nمينا زوندي سلولونه نلري چي په ابتدا کي دخرابيدو په صورت کي انسان دهغه درد حس کړي چي داسيدو په واسطه په ارامي سره تخريب زياتيږي ترڅو عصب يا پولپ ته نږدي شي .nدخولي باکترياوي:nستريپتوکوکس ميوټانيس يو له عمده باکترياوو څخه شميرل کيږي چي دغاښ دخرابيدو يا چينجي وهلي سبب ګرځي او دا باکترياوي اکثره په خوله کي موجودي وي چي دقندي موادو اونشايستي په موجوديت کي دغاښ په سطحه دپلاک په شکل تجمع کوي او په تدريج سره نوموړي مواد داسيد لکتيت په شکل تبديلوي چي دغاښ سطحه خرابوي .nnدغاښ دسطحي دخرابيدو مراحل:nnپه ابتدا کي خرابوالي قابل دبرګشت يا ګرځيدو وي چي سوري په اساني سره دداکتر په واسطه له منځه ځي او دوباره ترميميږي په لمړويو کي اسيد کوم چي دغاښ په سطحه نښلي په سپين رنګ وي چي حتا دبرش کولو سره هم له منځه ځي په دوهمه او دريمه مرحله کي بيا رنګ له سپين څخه قهويي ته تغير کوي او وروسته توريږي او توروالي داخل ته انتقاليږي چي دنه تداوي په صورت کي سوري نور هم غټيږي او غاښ درد شروع کوي چي بيا يي تداوي هم څه مشکيله کيږي.nnدمينا دتخريب څخه مخنيوي:nnد مسواک کريم او برش استعمال کولي شي چي باکترياوي دغاښ دسطحوڅخه لري او دتخريب مخنيوي وکړي همدارنګه دهغو کريمو استعمال چي په ترکيب کي فلورايد ولري دغاښ دتخريب څخه مخنيوي کوي همدارنګه دتار استعمال د موت واش استعمال هم کولي شي چي دپورتني حالت درامنځته کيدو څخه مخنيوي وکړي .
About :
Contact:
Other Information
Categories:
Medical & HealthFeatured Articles:
مینه وکړئ مینه راکړې مینه واخليnمینه نوم د ژوندانه دي لیونیه!
"حکم کشیدن دندان در ماه رمضان "nکشیدن و پر کردن دندان و تزریق آمپول بی حسی سبب باطل شدن روزه نمی گردد.البته به شرط که بصورت عمدی چیزی (آب ویا خون ) وارد حلق نشود .nفتاوی الشیخ ابن باز (15/258).nnاگر این شروط رعایت شوند مانعی برای کار های دندان پزشکی وجود ندارد در غیر این صورت نباید در هنگام روزه بودن به دندان پزشکی رفته و کسی نمی تواند به این بهانه روزه نگیرد باید بر شب انجام شود.
د غاښونو په اړه څو د لوستلو خبرېn۱: غاښونه په خوله کې د دروازې مثال لري که دروازه خرابه وي غل په اسانی سره کورته داخلیږي.n۲: غاښونه دیوه قیمتي غمي مثال لري که چیرته ده غمی مات اویا هم خپل رنګ د لاسه ورکړي نو په شخصیت بده اغیزه کوي.n۳: پاکه خوله او پاک غاښونه د ښه صحت ضمانت کوي.n۴: په ښایسته غاښونو باندې شخصیت لوړیږي.n۵: غاښونه داسې یو قیمتي څیز دی چې ساتنه یې د یوې خزانې په شان په کار ده.n۶: ته دغاښونو ساتنه کوه غاښونه ستا ساتنه کوي.n۷ : د کنډیري په ژولو سره مو غاښونه کلکیږيn۸: دلویانو لپاره دبرس استعمال ښه دی خو مسواک دبرس څخه ډیر ښه دی ځکه چې دغه یو سنت عمل دی اود اوریو ورزش هم ورسره کیږيn۹: دیخوڅیزونو څخه وروسته سمدستي ګرم څیز مه استعمالوه او د ګرم څیز وروسته یخ مه استعمالوه ځکه چې دغه عمل غاښوته زیان رسويn۱۰ : دحمل پروخت یوه مور باید خپلو غاښوته زیاته توجه وکړيn۱۱: دغاښونو ترمنځ فاصله کې له لرګي وخلو ډډه وکړی د غاښونو تار څخه استفاده وکړیn۱۲: دسګریټ نصوارو داستعمال څخه ډډه وکړی ځکه چې غاښوته زیان رسوي.n۱۳: ماشومانو ته چوشک مه ورکوی دغاښو په منځ کې فاصله پیداکوي.n۱۴: دغاښونو برس موله ماشونو او خاورو لرې وساتی.n۱۵: دغاښونو د کتې لپاره په کال کې دوه ځلې هتمن ډاکټر ته مراجعه وکړی.n۱۶: د مڼې ګازرې او ناک خوړولو سره غاښونه پاکیږيn۱۷: په خپلو خوراکو کې د سبزۍ استعمال غاښونوته فیده رسوي.n۱۸: دزیاتې غوښې دخوړلوسره مو غاښونه متاثره کیږي.
#غاښونه_ولې_خرابېږي؟nnروغتیاپوهان وایي، خوله او غاښونه د انسان د روغتیا هنداره بلل کېږي. که چېرې د غاښونو پاکوالي ته پاملرنه و نهشي، د غاښونو توروالی ياCaries په لومړي وخت کې درملنه نهشي، سربېره پر دې چې غاښونه له منځه ځي، خوله بد بوی پیدا کوي، میکروبونه ستوني او معدې ته داخلېږي او انسان په بېلابېلو ناروغیو اخته کوي.nد غاښونو د خرابي ګڼ عوامل شته، خو یو شمېر کسان ورته فکر نه کوي او یا دغه عوامل په نظر نه ورځي. هغه عوامل چې د غاښونو د خرابوالي لامل ګرځي، ځينې يې دا دي؛nn#نشهیي_توکيnنسوار، چرس، سګرېټ او نور نشهیي توکي د غاښونو روغتیا ته جدي زیان اړوي. د نشهیي توکيو لوګی د غاښونو تر منځ په فاصله کې خوندي پاتې کېږي چې له دې سره د ګڼو نورو ناروغیو سبب هم ګرځي.nn#د_نوکانو_زبېښلnډېری ماشومان او لویان عادت لري چې نوکان په غاښونو پرې کوي، یا یې پرې زبېښي او موښي. دغه عادت د غاښونو مینا یا سپینوالي ته جدي خطر اړوي او همدا ډول په نوکانو کې راټول شوي میکروبونه مو د وجود نورې روغتیا ته هم جدي خطر لري.nn#د_انرژي_څښلnډېری ځوانان فکر کوي، بازارونو ته د تازه بېلابېلو ډولونو راغلو انرژیو او یخو مشروباتو په څښلو سره به چاغ شي، وجود به یې ورسره ښه شي او همدا ډول قوي به شي، خو نه یوازې چې دغه څښاک د دوی روغتیا ته ګټه نه لري، بلکې د غاښونو روغتیا ته هم جدي زیان اړوي. دغه څښاک غاښونه توروي، ورستوي یې او همدا ډول مو معدې ته هم جدي ګواښ پېښولای شي.nnتر ډوډۍ خوړلو وروسته په غاښونو کې د خلکي وهلnځينې کسان عادت وي چې څنګه ډوډۍ وخوري، د غاښونو د پاکوالي لپاره له ډکي استفاده کوي. ډاکټران وایي، دا عادت مو د غاښونو روغتیا ته زیان اړوي او ورۍ مو ورسره زخمي کېږي.nn#د_سختو_شیانو_ماتولnپه غاښونو د سختو بادامو، چهارمغزو او یا ځینو نورو خوراکي توکيو ماتول مو د غاښونو روغتیا ته زیان اړوي. د غاښونو د برېښ عوامل همدغه شيان دي.nn#په_ناسم_ډول_بُرس_وهلnد سروې له مخې د نړۍ ۷۵ سلنه کسان د غاښونو بُرس په غلط ډول کاروي. دوی بُرس په افقي ډول د غاښونو شا او مخ ته موښي، پداسې حال کې چې بُرس باید په عمودي ډول وموښل شي او تر دوو یا دریو دقیقو په ورځ کې دوه ځله استعمال شي.
عامل اساسی لقی دندان ##nn1 ضربه یا تروما به دندان n2 التهابات دوامدار بیره n3 ابسه های دندانیnدر صورت رعایت این موضوعات ونکات دیگری از قبیل جلوگیری از تخریبات بیشتر دندان. حفظ الصحه جوف دهن استفاده از نخ دندان بصورت اهسته .در صورت که بیرهای خونده داشته باشید تداوی گردد پرکاری وقایوی یا سیلانتراپی نزد اطفال . عدم استفاده از دخانیات و جلوگیری ازصدمات که همه روزه با ان دچار هستیم مانند شکستاندن بعضی اشیای سخت و مغزیات ومراجعه نزد داکتر هر شش nماه بعد
ډیر ژر انشالله....nبزودی انشالله....
دا هماغه دغاښ عصب دې چې شپه او ورځ درباندې یوه کوي...nDr.šâłêhî...
اهميت حفاظت دندان های شیری nحفاظت و نگهداری دندان های شیری به دلایل ذیل بسیار مهم و ارزنده میباشد. n-دندان های شیری مسیر خروج دندان های دایمی را مشخص میکنند.n-در صورتیکه دندانهای شیری قبل از زمان مشخص بی افتند خروج دندان های دایمی به مشکل مواجه میگرددn-در صورتیکه دندانهای شیری حفاظت نشود امکان بروز مشکلات در فک وجود دارد. n-در صورتیکه دندانهای شیری زودتر از زمان مورد نظر تخریب شوند ،زیبایی لبخند برهم میخورد. n-امکان بروز مشکلات هضمی در نزد کودکانیکه دندان ها ی ایشان زود تخریب میگردد به شکل گسترده وجود دارد.nد.صالحی