د خوست عامې روغتیا ریاست د کنفرانسونو په خونه کې د ولایتي همغږی یا (PHCC) غونډه ترسره شوه !nنن یکشنبه د روانې تلې میاشتې په ۲۵ نیټه د عامې روغتیا ریاست رهبری او کارمندانو سربیره د (PHO) غړو، یو شمیر دولتي ادارو او په خوست کې د روغتیا په برخه کې د همکارو موسساتو مسؤلینو او استازو ګډون درلود، ناسته د قران مجید د مبارکو ایاتونو پر تلاوت پیل شوه، د عامې روغتیا ریاست رهبری خوښي څرګنده کړه چې تر دامهاله د خوست ولایت په ټولو روغتیایي مراکزو او کلینیکونو کې د ناروغانو درملنه په نورمال ډول ترسره کیږي، او پدې برخه کې هیڅ ډول ځنډ او خنډ نه دی رامینځ ته شوی، همداشان د ذکر شوي روغتیایي مرکزونو په یوشمیر ستونزو هم بحثونه او نظریات تبادله شول چې د حل په موخه یې لازم تدابیر ونیول شول، عامې روغتیا ریاست رهبری خپل روغتیایي پرسونل وستایلو چې د تحولاتو په بهیر کې د ملکي روغتون په ګډون ټولو صحي مراکزو د ولس پر وړاندې ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کړیدي، ددې ترڅنګ په راتلونکو پلانونو هم خبرې وشوې تر څو د خوست میشتو لپاره وړ او مناسب روغتیایي خدمتونه ترسره شوي وی.nnپه درنښت
Directorate of Public Health Khost د خوست عامې روغتیا ریاست
About :
Contact:
Opening Hours :
Other Information
Categories:
Government OrganizationWebsite:
https://moph.gov.afFeatured Articles:
د خوست عامې روغتیا ریاست لخوا د کرونا واکسینو د تطبیق کمپاین په مرکز کې پیل شوى، چې د مرکز په دریو واحدونو ( لکڼ ، شمل او متون ) کې به یاد فعالیت ترسره شي. nد مرکز اړوند ټولو وروڼو او خویندو څخه هیله کيږي چې د کرونا واکسینو په تطبیق کې عامې روغتیا ریاست سره کمک او همکاري وکړي ترڅو د کرونا وژونکې ناروغۍ څخه ځان او نور خوستمیشتې وروڼه او خویندي وساتو.nد عامې روغتیا لخوا ټاکل شوي ټیمونه به ټولو اړوند کلیو ته ورځي، چې کور په کور به د کرونا واکسین تطبیق کړي، په نوموړي ټیمونو کې نارینه او ښځینه واکسیناتوران موجود دي چې د ټولو اړینو لارښوونو په په نظر کې نیولو سره به خوستميشتو خویندو او وروڼو ته واکسین تطبیق کړي.nnستاسو روغتيا ﺯمونږ لومړيتوب دى
19/07/1400nنن ورځ د خوست عامې روغتيا رياست په جوکاټ کې د کرونا واکسينو د طبيق په خاطر د UNICEF په مالي مرسته دوه ورځنئ تريننګ داير شو.nnدغه واکسيناتوان به د ګرځنده ټيمونو په شکل خلکو ته واکسين تطبيق کوي تر څو مو خوستميشي ولسونو ته پر وخت واکسين تطبيق او د دې بدمرغه ناروغئ نه په امان کې ساتلي وي.
١٤٠٠/٧/١١ يکشنبهn د خوست عامې روغتيا رياست اونيزه اداري جلسه ترسره شوه!nغونډه د قرآن کريم په مبارکو اياتونو پيل شوه. په پيل کې د عامې روغتيا رياست رهبري له خوا ټولو کارمندانو ته ښه راغلاست ترڅنګ د ټولو مننه وکړه چې تل يې خپلو خلکو ته په هر ډول شرايطو کې ځانګرى پام او دوى ته هر ډول روغتيايي خدمات برابر کړي او تل يې خوستميشتو ته د روغتيايي اسناتياوو برابرولو څخه دريغ ندى کړى،nnټول پرسونل ژمنه وکړه چې خوستميشتو به د روغتيا په برخه کې تل خپلو هڅو ته ادامه ورکوي تر څو دوى ته باکيفيته روغتيايي چاپيريال رامنځته شي وروسته د حاضرينو له خوا په يو شمير ستونزو او حل لارو يې هر اړخيز بحث تر څنک يو لړ مهمې پريکړې وشوې.nnعامې روغتيا رياست ژمن دې چې خوستميشتو باکيفيته او پر وخت روغتيايي خدمات وړاندې کړيnپه درنښت
٧/٧/١٤٠٠nد ا. ا. ا خوست عامې روغتيا رياست رهبرې د OHPM روغتيايي همکاري مؤسسې او د ملکي تخصصي روغتون له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه ترڅو د روغتیا برخې ټولو ستونزو ته د حل په موخه په ګډه لارې چارې ولټول شي، په اړوند يې نظرونه تبادله شول.nد رياست رهبري له خوا د روغتيا برخې ټول پرسونل څخه مننه وشوه چې تل يې د خپلو خلکو لپاره نه ستړې کيدونکي خدمات کړي دي د روغتیا رهبري ژمنه وکړه چې د دوى ستونزو او مشکلاتو ته به پر وخت رسيدګي کيږي، او د هواري په موخه يې دوى ته ډاډ ورکړل شو چې انشاﺀ الله ژر به د دوى ستونزې او مشکلات حل او معاشات په نورمال ډول اجرا شي، پدې برخه کې جدي هڅې روانې دي ټولې هغه ستونزې به ډیر ژر هوارې شي کومې چې په ورستیو شپو ورځو کې رامنځته شوى دى. موږ ژمن یو چې د خوستمیشو ولسونو لپاره د روغتیا په برخه کې ډاډمن چاپیریال رامنځ ته کړو. nnدرنښتnخوست عامې روغتیا ریاست
خوست والي په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو د پروګرامونو مسول سره وکتل.nnخوست والي ښاغلي مولوي محمد نبي عمري په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو د پروګرامونو مسول او د خوست بې پولې روغتون سرپرست مارټین سره ولیدل.nnپه پېل کې د بې پولې ډاکټرانو پروګرامونو مسول مارټین په خوست کې د خپلو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ، چې دوی به خپله د خدماتو ساحه لا پراخه او خوستیو ولسونو ته به د روغتیا په برخه کې ښه خدمات وړاندې کړي.nnخوست والي ښاغلي مولوي محمد نبي عمري د بې پولې ډاکټرانو د ترسره کړیو خدماتو مننه وکړه، نوموړي زیاته کړه، چې ولایتي اداره روغتیا برخې ته ځانګړي توجه لري، له دوی یې وغوښتل، چې خپل پروګرامونه دې د ولایتي ادارې سره په تفاهم د ولسونو ضرورت ته په کتو تطبیق کړي.nnښاغلي عمري دوی ته د امنیت او نورو برخو کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.nnپدې ناسته کې د عامې روغتیا ریاست مسولینو هم ګډون درلود، دوی په ګډ کار او ښې همغږۍ ټینګار وکړو.
د ا. ا. ا خوست عامې روغتيا رياست د صحت برخې همکارو مؤسيساتو په همکارئ خوست کې د تبليغ کلنئ اجتماع ته د خپل روغتيايي ټيم په مرسته 24 ساعته درې ورځني روغتيايي خدمات په ښه ډول روان دي.nnستاسو روغ صحت زمونږ لومړيتوب دى