Findbusiness.me

Types of Businesses City Country Add Business
Home > Afghanistan > Kandahar > Government Official > کندهار د ښار جوړولو او ځمکو ریاستDirectorate of Urban Development and Lands

کندهار د ښار جوړولو او ځمکو ریاستDirectorate of Urban Development and Lands

(22 Rate)
District 10th near to shahid ahmad wali khan square
(0 Rate)
District 10th near to shahid ahmad wali khan square

About :

د کندهار ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د کړنو او اجرأتو څخه وخت پر وخت ځان خبر کړئ

Contact:

District 10th near to shahid ahmad wali khan square
Inappropriate listing?Request for Deletion
Close request for deletion form

Featured Articles:

2020-10-21

د کندهار ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست اړوند (۴۱) خالي بستونه اعلان ته سپارل سوي دي .nپر شرایطو برابر کسان کولای سي خپل د درخواستۍ فورمې د یاد ریاست او کندهار ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ریاست څخه تر ۱۳۹۹/۸/۱۰ نېټې پوري تر لاسه کړي.nادرس:دوهمه عینومېنه ۲۶ سړک سېټا چوک اداري بلاک کندهار/افغانستان

2020-08-31

د کندهار ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د کار و اهل کار سپارلو په موخه ذکر سوي بستونه اعلان ته ورکړی دي.nپر شرایطو برابر کسان کولای سي چي د ثبت نام فورمې د ښار جوړولو او اداري اصلاحاتو د ریاستونو څخه تر لاسه کړي.

2020-08-27

د کندهار لپاره د پنځو ښارګوټو پلانونه د تطبیق په موخه رسماً ښاروالۍ ته وسپارل سولnnد ښارجوړولو او ځمکو ریاست د کندهار لپاره د پنځو ښارګوټو پلانونه، چي څه موده وړاندي د کندهار والي حیات الله حیات او د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د رئیس ښاغلي انجینر محمد حنیف حنیفي په هلو ځلو د ځمکو او ښارجوړولو وزارت لخوا منظور سوي وو، د تطبیق په موخه نن چهارشنبه د کندهار والي حیات الله حیات او ولایتي شورا غړي نعمت الله شیردلي په حضور کي رسماً کندهار ښاروالۍ ته وسپارل.nnلومړی د دامان ولسوالۍ د صنعتي پارک تفصیلي پلان دی، چي پر ۱۱۱۷ جریبه ځمکي د ۲۸۸ نومرو او ۸ سوداګریزو بلاکونو په لرلو ډیزاین سوی دی.nnدویم پلان په ژېړۍ ولسوالۍ کي د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو سویو منسوبینو کورنیو د ښارګوټي تفصیلي پلان دی، چي پر ۲۱۱۲ جریبه ځمکه د ۲۸۰۰ استوګنیزو نومرو، ۴۲ استوګنیزو او ۹۷ سوداګریزو بلاکونو په لرلو ترتیب او ډیزاین سوی دی.nnدرېیم پلان پر ۴۵۴ جریبه ځمکي باندي د غازي عبدالله خان په نوم په پنجوايي ولسوالۍ کي دی، چي ۹۴۰ استوګنیزي نومرې، ۱۳ استوګنیز او ۸ سوداګریز بلاکونه لري.nnڅلورم پلان د غازي امان الله خان په نوم د معلولینو لپاره په پنجوايي ولسوالۍ کي ښارګوټی دی، پر ۴۰۷ جریبه ځمکه باندي د ۱۰۵۰ استوګنیزو نومرو، ۲۰ استوګنیزو او ۴ سوداګریزو بلاکونو په لرلو ډیزاین سوی دی او په همدې ترتیب پنځم د حمیدي مېنې ښارګوټي تفصیلي پلان دی، چي ۳۶۷ جریبه ځمکه کي ۴۵۵ استوګنیزي نومرې لري.nn پورتني پنځه تفصیلي پلانونه په مجموعي توګه ۴۴۵۸ جریبه ځمکي باندي۵۵۳۳ استوګنیزي نومرې، ۷۵ استوګنیز او ۱۱۷ سوداګریز بلاکونه لري، چي په تخمیني توګه ۹۸۰۰ تنو د کاري فرصتونو پر برابرولو سربېره، د دولت بودجې ته هم په تخمیني توګه ۳۷۴۲ مېلیونه افغانۍ عاید جمع کوي.nn کندهار والي حیات الله حیات کندهارښاروالۍ ته سپارښتنه وکړه، چي د استوګنیزو نومرو او واحدونو په وېش کي د روڼتیا لپاره یوه کړنلاره جوړه کړي او د یوې مشخصي کمېټې له مخي دي ژر لاس په کار سي.

2020-08-25

تخته پُل ولسوالۍ په عبدالله زو کلي کي د(B.H.C) کلینیک ودانۍ جوړه او ګټي اخیستني ته وسپارل سولnnد تیري یکشنبې په ورځ د کندهار د تخته پُل ولسوالۍ په عبدالله زو کلي د(B.H.C) کلینیک ودانۍ جوړه او ګټي اخیستني ته وسپارل سول چي د سپارلو په مراسیمو کي د ښار جوړولو او ځمکو رئیس انجینر محمد حنیف(حنیفي)،د سکتوري خدماتو رئیس مطیع الله شیرزاد،د عامي روغتیا معاوین فیضي، تخته پُل ولسوالۍ ولسوال حاجي شاه ولي خان(اڅکزی)او دیادي ولسوالۍ یو شمير قومي مشرانو حضور درلود nnپه مراسیمو کي د ښار جوړولو او ځمکو رئیس ښاغلي انجینر محمد حنیف(حنیفي)وویل د یاد کلینیک د ودانۍ د یوه کال په موده کي د ۱۳۹۷/۹/۱۴ باندي شروع او پر ۹/۹/۱۳۹۸ باندي د (8967551,9) افغانیو په ارزښت جوړه سول چي مالي تمویلوونکی ،طرحه کوونکی یې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پروژې تطبیق کوونکی جمیل کډوال ساختماني شرکت او د پروژې مالک د عامي روغتیا وزارت دی .nnښاغلي(حنیفي)زیاته کړه چي یاد تعمیر په یوه منزل کي جوړ سویدی د احاطې دیوال په شمول لس کوچني او غټ اطاقونه لري چي عبارت د معاینه خانه،دواخانه،د مریضانو لپاره انتظار ګاه،اداري اطاق،سوئ تغذیه اطاق،ولادت خونه،د بطرۍ خونه ګدام ،واکسین اطاق،د راجستر اطاق ،یو د محافیظینو اطاق ،اشپز خانه داغه راز (۴) بیل تشنابونه چي د تعمیر دباندي موقعیت لري او د (۳)جریبه په اندازه مځکه کي جوړ سویدی د یادوني وړ ده چي په یاد تعمیر کي د لمریزي بریښنا سهولت هم سته .nnپاته دي نه وي چي د یاد ودانۍ پر جوړیدو د تخته پُل ولسوال او اسېدونکو هم خوښي وښودل د هغوئ په خبره چي مخکي په ولسوالۍ کي یو صحي کلینیک موجود وو او د یاد کلینیک پر جوړیدو به په ولسوالۍ کي د صحت په برخه کي ډېر سهولت راغلی وي او د مسئولینو څخه یې مننه وکړه چي تخته پُلn ولسوالۍ ته په رغنیزو کارونو کي توجه کويnnکندهار ښار جوړولو او ځمکو ریاستnسه شنبه:۱۳۹۹/۶/۴

2020-08-10

د کندهار ولایت د استیناف څارنوالۍ د نوي تعمیر ساختماني چاري ادامه لري . nnیاد تعمیر چي د کندهار ښار د ۱۱ ناحیې اړوند د عینو ښارګوټي په اداري کمپلیکس کي جوړیږي چي مالي تمویلونکی او د پروژې طرحه کوونکی یې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او تطبیق کوونکی یې ایکسیلینټ پاراګون ساختماني شرکت دی داغه راز د ذکر سوي پروژې نظارت او مراقبت د کندهار د ښار جوړولو او ځمکو ریاست لخوا تر سره کیږي . nnد یادوني وړ ده چي دغه تعمیر د (۷۶۸۶۷۸۴۷.۴۰) افغانۍ په مالي لګښت د ۱۸ میاشتو په موده کي په دریو منزلنو کي جوړېږي، چي ۶۹ اطاقونه، درې لوی صالونونه، ۲۵ تشنابونه، دوې اشپزخانې، درې د ساتونکو اطاقونه، یوه د اوبو ذخیزه، یوه عمیق څاه او امنیتي ټاورونه لري چي د یاد تعمیر ساختماني چاري ۱۵٪ تر سره سویدي او پر ۷/۷ /۱۴۰۰ نېټه به ګټي اخیستني ته وسپارل سي . nnکندهار ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاستnدوشنبه:۱۳۹۹/۵/۲۰

2020-07-31

د لوی اختر د مبارکۍ پیغام!

2020-07-29

د ښار جوړولو او ځمکو ریاست اړوند د قباله جاتو تعمیر به ډېر ژر ګټه اخیستني ته وسپارل سي nnیاد تعمیر د کندهار د ښار جوړولو او ځمکو ریاست اړوند د قباله جاتو لپاره ځانګری جوړ سویدی چي د کندهار ښار د ۵ ناحيې په اداري ساحه کښي موقعیت لري د یاد تعمیر ساختماني چاري تر ۹۵٪ پوري تکمیل سویدي او په نیژدې راتلونکي کي به ګټي اخیستني ته وسپارل سي .nnد یادوني وړ ده چي یاد تعمیر د ‌ذېرخانې په شمول په څلورو منزلونو کي جوړ سویدی چي د اړتیا وړ ټول امکانات ورته په نظر کي نیول سویدي او د جوړېدو چاري یې پر ۱۹/۱/۱۳۹۹ نېټه د د بنايي ساختماني تصدي ریاست لخوا پيل سوي او تر سره کیږي او ددې تر څنګ د یاد تعمیر د پروژې په تطبیق کولو کي یو شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره سوېده .nnکندهار د ښار جوړولو او ځمکو ریاستnچهارشنبه:۱۳۹۹/۰۵/۰۸

2020-07-28

د بیرغ د ملي ورځي په مناسبت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت پیغام!

Review

Similar Places:

Take advantages from this page in order to learn English...
dry fig raisin apricot munaka export to india and dubai
Ms. Maryam from AFGHANISTAN She receives an international women of...
داکتر عبد الرحمن رحماني وردګ : کندهار ښار دخاد کوڅې...
Kandahar NFC Complex
دغه یو اسلامی فیج دی
اسلامي نشرات
In 2005 Shamshad Furniture LTD (SSF) was launched. today, after...
WHAT HAPPENS HERE CAN CHANGE YOUR WORLD!
Dill agha school