Findbusiness.me

Types of Businesses City Country Add Business
Home > Afghanistan > Kabul > Doctor > Dr. Said Usman Sadat

Dr. Said Usman Sadat

(22 Rate)
karti nwo
+93783459557
(0 Rate)
karti nwo
+93783459557

About :

ګرانو دوستانو د هر ډول معلوماتو خصوصاً طبي معلوماتو لپاره زمونږ صفحه لایک کړئ

Description:

Medical Info

Contact:

karti nwo
+93783459557

Other Information

Inappropriate listing?Request for Deletion
Close request for deletion form

Featured Articles:

2022-02-07

#کالدانه_(لشمانيا)n دپوستکي يوه مکروبي ناروغي ده چې د يو ډول خړ رنګې غوماشې(مياشې) په واسطه په دې ناروغی له اخته کس څخه روغ انسان ته لېږدي.nد کالدانې غوماشې په ولاړو اوبو، چټليو،ورانو ځايونو، د ونو په بېخونو او د موږکانو په سوريو کې ډېرې پيداکيږي.nدا غوماشې دورځې له خوا نه ښکاري، په تياره کې د باندې راوځې او په فعاليت پيل کوي.nځينې خلک په دې باور دي چې که کالدانه د ښځينه غوماشې دچيچلوله امله مينځته راغلې وي، همدا ټپ هګۍ اچوي او د وخت په تېرېدو ډېرېږي.nخو ډاکټران دا نظر ردوي او د کالدانې دټپ دپراخېدولامل دنظافت نه مراعاتول او يا دلشمانيا دغوماشې لخواد پوستکي څوځايه چيچل بولي.nد کالدانې غوماشه د بدن لوڅې برخې چيچيي لکه: لاسونه، پښې او مخ. nکالدانه د يو ډول خړ رنګې غوماشې په واسطه له اخته کس څخه روغ انسان ته لېږدي.nځينې خلک پرکالدانې نيل توتيا يادبوټانورنګ وهي خوډاکتران وايي چې دا راز درملنې کالدانه مکروبي او ټپ يې غټوي.nداډول کسان بايدژرترژره ډاکترته ورشي،ځکه داناروغي په پيل کې په اسانۍ ددرملنې وړ ده چې نه يې داغ پاتې کيږي اونه هم ناروغ ستونزې ويني

2022-02-07

#ګرمکيnپه بدن ددانودپيداکېدوپه صورت کې ناروغ ته ښايي چې دپوستکي متخصص ته ولاړشي.nګرمکۍ د پوستکې هغه ناروغي ده، چې يوازې د ګرمۍ په موسم کې دانسان په بدن راپيدا کيږي.nلمر ته ډېرګرځېدل ، ترلمباوروسته له لمدو جاموسره يالوڅ لمرته کېناستل خلک ددې ناروغۍ لامل بولي.nيوشمېر خلک د ګرمکيواو د پوستکی پر مخ د نورو دانو ترمنځ توپير نه شي سره کولای، ګرمکۍ په کم وخت کې د بدن په زياتو برخو راپيدا کيږي.nګرمکۍ خارښت او سوی هم لري. n ګرمکۍ دپوستکي ناروغي ده چې په ګرمۍ کې دانسان په بدن راخېږي.nروغتيايي کارپوهان په بدن دهرډول دانودپيداکېدوپه حالت کې دپوستکي متخصص ته دناروغ تلل اړين اوپخپل سر دارو زيانمن بولي.nدپاکوجامواغوستل، په لوڅوډډو او لمدو جاموکې لمرته نه کېناستل اودلمباپرمهال له پاکواوبوګټه اخيستل دګرمکيوپه مخنيوي کې ګټور تماميږي.

2022-01-10

#د_وينې_د_لوړ_فشار_8_خطرناکې_نښې_نښانېnد وینې فشار د عمر په تېرېدو سره فرق کوي.n د فشار نورمال اندازه 130/90mmhg په نړۍ کې ډېری کسان د وينې له لوړ فشار څخه کړيږي. او هغوی چې د وينې لوړ فشار لريبايد په منظمه توګه خپل د فشار اندازه چیک کړي. ډېری کسانو خپل ژوند د وينې د لوړ فشار له امله له لاسه ورکړی دی. نن درته د وينې دلوړ فشار اته خطرناکه نښې نښانې در معرفي کوو.n👈لومړی: د سر شديد دردnد سر درد په ځينو خلکو کې د سينوسونو د بندښت، نيم سري او يو شمير نورو صحي ستونزو له امله رامنځته کېږي، چې د درد ضددواګانو د استعمال په پايله کې له منځه ځي.nخو هغه سر دردي چی د وينې د لوړ فشار د لوړيدو په پايله کې رامنځته شوي وي، د درد ضد دواګانو د استعمالولو سره له منځه نه ځي.n👈دوهم: ګنګسیت او ستړياnهغوی چې د فشار اندازه يې له نورمال حالته لوړه شي خپلې ورځنۍ چارې په سمه توګه پرمخ نشي وړلی.بلکې د ځان درد،ګنګسیت او دستړيا احساس کوي او ممکن قلبي سکته هم رامنځته کړي.n👈درېيم: د ليد/نظر اړوند ستونزېnد وينې د فشار د لوړيدو له کبله د سترګو په نسجونو کې د وينې ټکي/دانې رامنځته کېږي چې په پايله کې صفا ليدل نشي کولای. همداراز شايد افټيک نومی عصب اختلال رامنځته او د دايمي ړوند والي سبب شي.n👈څلورم: د سينې دردnد سينې درد اکثره د هضمي سیستم ستونزو په پايله کې رامنځته کېږي. خو د وينې د لوړ فشار او د زړه د حملې په نتيجه کې د سينېشديد درد رامنځته کېږي. د دې سربيره ډېری کسان کيدای شي چېد غاړې درد او د چپ لاس د درد څخه هم شکايت وکړي.n👈پنځم: په سختۍ سره تنفس کولnزړه او سږي په مشترک ډول د اکسيجن د انتقال دنده ترسره کوي. چې د همدې له کبله د لوړ فشار درلودونکي د ستونزمن تنفس کولو لهستونزې سره مخ کېږي.n👈شپږم: د زړه د ټکانونو غير منظم کيدلnد زړه ټکان د ورزش کولو پروخت له نورمال حالت څخه زياتيږي.خو دغه زیاتیدل د لنډ مهال لپاره وي او د استراحت کولو په پايله کې نورمالکېږي. خو د فشار د لوړوالي په نتيجه کې انسان د زړه ټکان د زياتيدو سبب ګرځي چې همدا ټکان د فشار د منظم کيدو په پايله کېنورمال کېږي.n👈اووم: په ادرارو کې وينهnد فشار لرونکو کسانو د ادرار رنګ تغير کوي. په ادرارو کې وينه د پښتورګو د نورو ناروغيو کې هم رامنځته کېږي. لکه د پښتورګو انتان، دپښتورګو ډبرې، د پروسټاټ غټوالي…n👈اتم: د پزې څخه د وينې بهيدلnله پزې څخه د وينې بهيدل د نورو موسمي الرژيکو ناروغيو په نتيجه کې هم رامنځته کېږي، خو په زياتره خلکو کې د وينې د لوړ فشار څخه هم رامنځته کېږي.

2022-01-09

#د_عقل_او_شعور_ترمنځ_توپیر!nد اروا پوهنې یو عالم غوښتل چې د عقل او شعورnترمنځ توپیر پیدا ڪړي، نوموړی د همدي هدف لپاره د یو ڪوچنۍ سپی او یو ماشوم په روزلو پیل وڪړ، نوموړی دواړه (ماشوم/سپی) د ڪور د دروازې په خلاصولو وروزله، چې څنګه کولی شي چې دروازه خلاصه ڪړي.nnیوه ورځ دا عالم د ورڪړل شوو زده ڪړو د ارزیابي په موخه دروازه یې وتړله، لمړی یې سپي ته یې امر وڪړ چې لاړ شي او دروازه خلاص کړي، سپی د دروازې په ځنځیر ډير هڅه وڪړه چې دورازه خلاصه ڪړي اما په دې ڪار ڪې پاتې راغې او خاموش همالته ودریده، کله چې سپی په خپل ڪار ڪې ناکامه شو، نو عالم هغه ماشوم ته یی امر وڪړ،nnچې لاړ شي او دروازه خلاصه ڪړي، ماشوم لاړ او دروازې ته ودریده، گورې چې د دروازې ځنځیر ته قولف ولویدلی دی، یعني د خلاصیدو امکان یي نشته، مگر دا د ماشوم د سپی په خلاف چپ/خاموش ونه دریده، بلکې لاس په ڪار شو او په دې لټه کې شو ترڅو د دروازې له ځنځیر څخه بغیر ڪومه بله لار پیدا ڪړي، چې دروازه خلاصه ڪړي.nnنوموړی عالم په دې پوئ شو چې شعور د تعلیم تر ټولو عادي قدرت ته ویل ڪیږي؛ چې په فطري او یاهم په ڪسبي شکل په حیواناتو ڪې شتون لري.nnمثلاً: یو څوک د هیلۍ/ بتکې هګۍ د یوي چرگې تر سینې لاندي ایږدي (البته د نسل زیاتوالي په موخه) له څه مودې څخه وروسته له هگۍ څخه چرگوړې بهر راوځې، او د خپل فطرت په اساس دوي ځانونه اوبو کې لاهو ڪوي، او غواړې چې اوبو ڪې لامبو ووهي، مگر چرگه چې د اصلي قضیې څخه خبر نه ده چې شخص ددې تر سینې لاندي د هیلیو هگۍ ایښې ول، او نوموړي چرگوړي د هیلیو بچیان/ بتکې دي، چې ددوي فطرت په اوبو ڪې لامبو وهل دي! ورته زارۍ اوچغې وهي چې اوبو ته مه نږدې ڪیږئ چې ډوبیږئ.nnحیوانات تل د خپل فطرت په اساس هر ڪار ڪوي، او د شعور په اساس ځینې ڪړنې زده ڪوي. یعنې په حیواناتو ڪې شعور د عقل تر ټولو لمړنی او ابتدایي حالت دی چې پرمختګ نشي ڪولی، مګر د حیواناتو په شعور ڪې ڪومه څه چې په فطرتي ډول شتون لري؛ تیری نشي ڪولی.nnیومثال: میږې چې دوه پیړۍ پخوا هماغه ډول کورنه جوړل او اوس هم هماغه ډول کورونه جوړوي، یعني ددوي شعور د پرمختګ نشي ڪولی.nبل مثال: د شاتو مچۍ پیړۍ پیړۍ پخواهم د شاتو د تولید هماغه یو ډول نظام درلوده ڪوم چې نن لري. یعني دويnد شعور ڪچه پرمختگ نه دی ڪړی.nبل مثال: د وریښمو چنجی هم په پخوانۍ نظام چلیږي او دوی هم پرمختگ نه دی ڪړی، په همدي ترتیب ټول حیوانات په یو منظم او پخوانۍ نظام سره سم چلیږي او دوي هیڅ پرمختگ نشي ڪولی، ځکه ددوي د شعور کچه تیری نه منی!nnمگر د پورته موضوعاتو برعکس انسان د متزاید عقل لرونکی دی، چې د انسانیت له پیدایښت سره سم، پرمختگ یې کړی، د ژوند مختلف منابع یې چمتو ڪړي، مختلف کشفیات او اختراع ګانې یې کړي.nnیعني دانسان عقل د شعور په خلاف لیمټ/حدود نلري، بلکې تل پرمختگ یې ڪړی، او په حیواناتو ڪې شعور پرمختگ نشي ڪولی.nnپه همدې ترتیب عقل د انسان او حیواناتو ترمنځ د توپیر یوه وسیله ده، هرکله چې عقل خپله وظیفه په سمه توگه سرته ورسوي، نو انسان د سعادت، پرمختګ، هوساینه او نورو ته لاسرسې پیداڪوي.nnاو برعکس ڪه چیرې عقل په مثبت ډول خپلې دندې ته ادامه ورنکړي، د انسان ارزښت د حیوان څخه هم راټیټیږي، ځکه چې حیوان د خپل فطري شعور ڪچه له لاسه نه ورکوي مګر بیعقل انسانان د شعور له دایرې څخه هم خارجیږي.nد لوستلو مو مننه.nډاکټر سیدعثمان (سادات)

2021-12-24

#د_GERD_یا_مرۍ_ته_د_معدوي_محتویاتو_د_بیرته_راګرځیدو_میکانیزمونهn1:دمرۍ د ښکتنۍ معصرې د وظیفې خرابیدل n2:دمرۍ په پاکیدو کې ستونزهn3:په ځنډ سره د معدې خالې کیدلn4:دمعدې د پورتنۍ برخې چوره کیدلn5:د ګیډې د داخلې فشار لوړیدل (لاندې حالتونو کې لوړیږي)n1_حاملګېn2_مرکزي چاغوالیn3:د پریتوان جوف کې د مایعاتو راټولیدل n6:ځنې درمل لکهn1:Calcium channal blockersn2:Nitraten3:Sildenafiln7:ځنې غذاګانې او مشروبات لکه چاکلیټ،کافې،مساله داره غذا،الکول ، سګریټ او نصوار .n#له_لوستلو_مو_مننه❤nډاکټر سیدعثمان سادات

Review

Similar Places:

استاد و متخصص امراض غدوات داخلي )جاغور، شکر، بى اولادى...
ایک نعبد و ایاک نستعین
دوست ها لیست فریندها یم تکمیل شده صفحه جدیدم درخدمت...
آدرس : کوته سنگی سرک چهارم سیلو مقابل صالون عروسی...
برای اولین بار عملیات پروستات بدون شق توسط دستګاه...
آدرس کیلنیک ما: سرک اول کارته چهار جوار مکتب مستوره...
This page is created to serve you know more about...
Midecal information
معالج امراض جوف دهن و دندان
we try the best to provide making you to access...
دغاښونو په اړه لنډ معلومات درسره شیر کوم ۔
Medical & General information