ماشومانو ته ....... Hepatitis B Vaccine nد تور زيړي واکسين ولې ضروري دي ؟nهيپايايټس بى Hepatitis B د ځيګر يوه ډيره خطرناکه وايروسي ناروغي ده او په تيره بيا په نويو پيدا شويو ماشومانو او کوچنيانو کې بيا دا ناروغي ډيره خطرناکه ده نو له دې لپاره چې خپل ماشومانو له دې خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورې نو بايد خپلو ماشومانو ته د هيپاټاټيس بى واکسين ضرور وکړې ځکه چې دا واکسين د ماشوم په بدن کې د دې مرض خلاف انټي باډي جوړوي او بيا دا انټي باډي نوموړى ماشوم په دې ناروغۍ نه اخته کيږي . nکومې ميندې چې په تور زيړي اخته وي او ماشوم يې پيدا شي نو د هغو ميندو ماشومانو ته د هيپاټايټس بى واکسين نه علاوه د هيپاټايټس بى ايميونو ګلوبولين په نامه يوه پيچکارى هم ډيره زياته ضروري دا او دا کار بايد د ماشوم له پيدا کيدو نه روستو تر ۱۲ ساعتونو پورې ضرور تر سره شي ځکه چې د دې ماشومانو په تور زيړي د اخته کيدو چانس تر نورو ډير زيات وي .nپه درنښت
Dr.Painda M sharafat Shifa Clinic
Contact:
Other Information
Categories:
DoctorFeatured Articles:
ټوخی (سرفه) (Cough)nټــوخــی یوناڅاپي او تکراریدونکی ژغورونکی عکس العمل دی چې په هوايي لارواو سږوکې د اجنبي اجسامو، مایع او نورومخرشو موادو دشتون په صورت کې رامنځته کیږي او پدې ډول هوایی لارې اوسږی پاک ساتي. په همدې ترتیب ټوخی د تنفسي سیستم د ناروغیودشتون لپاره د خطردزنګ حیثیت لري.nنورمال ټوخی کله کله صورت نیسی اما دوامداره او ډیر ټوخی دناروغی په شتون دلالت کوي.nnدټوخي ډولونه: nnټوخی مختلف ډولونه لري چې په لاندې توګه ورڅخه یادونه کیږي:nn دوام له نظره: nددوام له پلوه ټوخی درې ډوله دی: ۱. حاد توخی: هغه ټوخی دی چې له درو هفتو کم دوام وکړي. ۲. تحت حاد ټوخی: هغه دی چې د درو تر اتو هفتو دوام ولري. ۳. مزمن یا اوږدمهال ټوخی: هغه ټوخی دی چې تر اتو هفتو ډیر دوام وکړي.nn خواصو له نظره: n ۱. وچ یا بلغم نه لرونکی ټوخی ۲. بلغم لرونکی ټوخیnnد وخت له نظره: n ۱. دشپې مهال ۲. دورځې مهال ۳. دشپې او د ورځېnnد سبب له نظره:n ۱. میکروبي ټوخي ۲. غیر میکروبي ټوخی nnدټوخي اسباب:n مرضي ټوخی د مختلفوعواملوپواسطه منځته راځي چې په لاندې ډول دي:nn• انتانات اومیکروبونه(Infections):nn په دې ډله کې مختلف باکتریایی او ویروسي انتانات شامل دي لکه زکام، سینه بغل، حادبرانشیت او توبرکلو چې پدې صورت کې ناروغ توخی پیداکوي. دا ډول ټوخی ساري وي او نورو کسانو ته هم خپریږي چی له امله یی میکروبونه هوا ته خارجیږي او روغ کسان هم مبتلا کوي.nn• دهوایی لارو د عکس العمل زیاتوالی(Reactive Airway Disease):nn په دې ډله کې زیاتره دهوایی لارو حساسیتي ناروغۍ شاملې دي لکه Bronchial Asthma، eosinophilic bronchitis، COPD او مزمن برانشیت.nn• دمعدې دتیزابوبرګشت دمرۍ خواته(Gastroesophageal Reflux Disease): nnپه دوامداره ډول دمعدې تیزابو راتلل مرۍ ته هوایی لارې تخریشوي او دمزمن ټوخي سبب کیږي. په دې ناروغانو کې دټوخي ترڅنګ د معدې او مرۍ سوزش یا په بل عبارت د زړه ایشیدل هم ورسره وي.nn• د هوا ککړتیا(Air Pollution): nnسګرټ، تمباکو، دموټرواوفابریکولوګی، په کورونو اوکوټوکې ګرد او دګلانو موسم ټول هغه څه دي چې د سږو دتخریب او ټوخي د پیداکیدو سبب کیږي.nn• اجنبي ذرات: nnد غذا اواوبو اویا نورو ذراتو تیریدل هوایی لارو او سږو ته د شدید او ناڅاپي ټوخي سبب کیږي.nn• ځینې درمل:nnد Angiotensin-converting enzyme inhibitor پنوم درمل چې د لوړفشار، دزړه دبې کفایتۍ او شکرپه ناروغانوکې کارول کیږي، په 10-25% پیښو کې د وچ ټوخي سبب کیږي چې ددوا په قطع کولو سره ټوخی هم له منځه ځي.nn• رواني ستونزې:nnرواني مشکلات هم د ټوخي سبب کیږي اما دا حالت هغه مهال سم دی کله چې نورټول اسباب رد شي.nn• دحسي اعصابو ستونزې:nnدهوایی لارو اوسږو دحسي عصبي الیافو ستونزې هم د اوږدمهالي یا مزمن ټوخی سبب کیږي.nn• دټوخی نور عوامل او اسباب:nnدسږو یوشمیر نورې ناروغۍ لکه Bronchectasis، Cystic fibrosis، Interstitial lung disease، دسږو سرطان او Sarcoidosis دمزمن یا اوږدمهالي ټوخي سبب کیږي.nددې ترڅنګ د زړه ناروغۍ لکه د زړه عدم کفایه او د سږو حاد او مزمن امبولیزم
خبردار اوسئ! خوب کې خریدل ممکن د جدي روغتیایي ستونزو لامل شيnnپه خوب کې خریدل یوه ناروغي ګڼل کیږي چې زیاتره کسان پرې اخته وي، دا د پوزې بندوالي او په خوله د ساه اخیستلو ترڅنګ یو شمېر نور لاملونه لري چې د انسان خپل خوب سربېره د نورو وګړو خوب ته هم زیان رسوي.nکه چیرې تاسې په خوب کې په مسلسل ډول خریږئ، نو دا کومه عمومي ستونزه یا د خندا خبره نه ده، بلکې ته یو له هغو ملیونونو کسانو څخه یې چې د خریدلو له کبله د زړه یا نورو ناروغیو سره مخ شوي دي.nد جرمني د خوب روغتیایي او څیړنیزې ټولنې په خوب کې د خریدلو په اړه خبردار ورکړی چې دا یوازې د شپې خوب لپاره پيچلونکې نه ده، بلکې دا ممکن نورې جدي روغتیایي ستونزې هم رامنځته کړي.nدغې ټولنې څرګنده کړې چې خریدل هغه مهال د خطر زنګ ورکوي کله چې د خوب پرمهال تنفس قطع کیږي، یا په بله معنا ساه بندیږي، ځکه چې دغه مهال د زړه ټکان بې نظمه کیږي، دماغي سکتې یا فالج او د ناڅاپي زړه ودریدو لامل کیږي.nد شپې خریدل ګڼ شمېر لاملونه لري، لکه چاغوالی، شراب څښل، د تالو پړسوب، په ښځو کې د میاشتني ناروغۍ ځنډيدل، د تالو عضلات ارامېدل او کوچني تومورونه دي، دغه راز د پوزې بندوالی یې موقتي لامل کیدلای شي.nپه هر حال وګړو ته په کار دي، مخکې له دې چې دغه ستونزه مو روغتیا ته جدي ستونزه پېښه کړي ډاکټر سره ژر تر ژره مشوره وکړئ، د ناروغي تشخیص وشي او په سمه توګه یې درملنه وشي، تر څو په خپله هم ښه خوب وکړئ او نور هم ارام خوب ته پریږدئ.
کاپی :nاسپرم چیست؟nگمیت مذکر، spermatozoa (اسپرم):nاسپرم عبارت از یک حجره هپلوید(دارای بیست و سه عدد کروموزوم) جنسی مردانه همچنان یک حجره فعال و متحرک است که در حدود 50 الی70 مایکرو متر طول دارد که این حجرات با مایع منوی یا منی در هنگام انزال از آله تناسلی مذکر خارج میشود.nاین حجرات در بدن مرد ها در خصیه ها ساخته میشود سپس ذخیره شده و در وقت ضرورت عندالموقع با مایع منی از بدن خارج می گردند.nاز نظر وظیفوی وظیفه اساسی یک اسپرم القاح نمودن گمیت مونث و بقا نسل است که برای اجرای این وظیفه باید شرایط ذیل را داشته باشد:n1. تعداد اسپرم در هر سی سی 20 الی 100 ملیون بوده که بنا بر آن در یک انزال طبیعی باید در حدود 200 الی 300 ملیون اسپرم از بدن خارج گردد. اما قابل ذکر است که به خاطر بار دار ساختن جنس مقابل تنها یک عدد اسپرم ضرورت است.n2. هشتاد فیصد اسپرم ها باید شکل و منظره طبیعی داشته باشند یعنی سه قطعه اساسی آن که شامل سر ، گردن و دم است باید نارمل و غیر طبیعی نباشند.n3. از لحاظ حرکت نیز اسپرم ها باید دارای سرعت کافی بوده و اکثریت آن حرکت پیش رونده باید داشته باشند.