نن د HDDO موسسی د کنړ په ولایت کی د عامی رو غتیا دریس, د شهداومعلولینو دریس او د کاراوټولنیزو چارو دریس په موجودیت کی اړمنو معلولینو ته ویلچیرونه, عصاګانی, روانکونه او نور کمکی وسایل وسپارل شول. نوموړی معلولین د HDDO د مسلکی پرسونل په واسطه تجویز شوی ولnد کنړ ولایت د ولایتی مسولینو څخه نړی مننه چی د HDDO د موسسی د کارونو څخه هراړخیز ملاتړ کوی.nد نړبوال روغتیای سازمان څخه هم نړی مننه چی په کنړکی د فزیکی بیارغونی د پروژی څخه مالی ملاتړکوی
Health, Disability and Development Organization. HDDO
About :
Contact:
Opening Hours :
Other Information
Categories:
Non-Governmental Organization (NGO)Featured Articles:
دHDDO موسسی مبایل ټیم نن د دهنه غوری ولسوالی ته سفر وکړو چی د معلولیت د اکاهی تر څنګ یی معلولینوته د اړتیا وړ د بیا رغونی خدمات وړاندی کړل
دنړیوال روغتیای سازمان په مالی مرسته د HDDO موسسی د فزیکی بیارغونی مرکز په کنړکی فعال کړه چی د مرکز په کچه د خدماتو د وراندی کولو ترڅنګ سیار ټیم هم لری چی نن د HDDO د فزیکی بیارغونی سیار ټیم د سرکاڼو ولسوالی ته سفر وکړه او ۱۴ معلولینو ته یی خدمات وړاندی کړل. HDDO به خپل فعالیتونه د اړوندو دولتی او غیر دولتی ارګانونو او د معلولینو د اتحادیه سره په پوره همغږی او هماهنګی خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی
د HDDO د فعالیتونو څخه د بغلان د اقتصاد ریس او ورسره مل هیت د نظارت راپور
پرون د بغلان ولایت داقتصاد د ریاست د محترم ریس په مشری او د عامی روغتیا ریاست, د ولایت نماینده او د اطلاعاتو او فرهنک د ریاست د نماینده په ګډون د HDDO د فعالیتونو څخه یی د بغلان په ولایت کی نظارت وکړه او د فعالیتونو د لاخه والی او د همغږی د پیاوړتیا لپآره یی لازمی رهنمای وکړی
د نړیوال روغتیای سازمان (WHO) په مالی مرسته د HDDO د فزیکی بیارغونی سیار ټیم د تیرو دری ورزو په جریان کی د 100 نه زیاتو معلولینو او د جنګونو څخه معلولو شوو وګړو ته خدمات د فرنک او خوست په ولسوالیو کی وړاندی کړل او ډول ډول کومکی وسایل چی له هغی د جملی څخه 5 و یلچیرونه, 50 جوړه ډول ډول عصاګانی, 8 د ګرزیدو فریمونه, 9 د تشناب چوکی او داسی نور وسایل شامل دی.د بغلان په ولایت کی د معلولینو شمیر ډیر زیاد دی او د فزیکی بیا رغونی خدماتو ته سخته اړتیا لری
د HDDO موسسه د معلولیت او د ماینونو د قربانیانو د خدمت په برخه کی د ماین پاکی د انسجام او همغږی له اداری څخه د وړتیا یا Accredation سند ترلاسه کړه