Findbusiness.me

Types of Businesses City Country Add Business
Home > Afghanistan > Jalalabad > Education > Islamic Researchs اسلامي څېړنې

Islamic Researchs اسلامي څېړنې

(22 Rate)
Nangarhar
(0 Rate)
Nangarhar

About :

This page is about Islamic studies Please invite your friends to join our community. دا صفحه د اسلامي تدریساتو لپاره ځانګړې شوی لطفا خپل ملګري مو صفحې ته دعوت کړئ.

Contact:

Nangarhar

Other Information

Categories:

Education
Inappropriate listing?Request for Deletion
Close request for deletion form

Featured Articles:

2022-02-14

موضوع: دمبایل داستعمال شرعي اداب nوړاندې کوونکی: فضیلت الشیخ ضیاء الله حکیمي nترتیب کوونکي:جامعه دارالعلم والتقوای رسنیزه څانګه nوخت: ۶ منټه

2022-02-11

جمعه المبارک د جامعه دارالعلم والتقوی سلطان مسجد خطابت:nخطیب: ( شیخ صیب محمد ضیاءالله حکیمي )nموضوع: په ټولنه کې دځوانانو اهمیت اومسؤلیت . n تقوی جامعه شیخnجامعه دارالعلم والتقویn Fetrat Mahmoodnجمال الدین عابدnجامعه دارالعلم والتقوىnدارالعلوم رحمانیه رودات

2022-02-07

د تیری ورځې د جامعه دارالعلم والتقوی د دستار فضیلت د ورځې انځورونه.

2022-02-04

دجامعه دارالعلم والتقوی رسنیزي څانګې خبرتیا!nnد جامعه دارالعلم والتقوى سالانه فراغت غونډه را روانه یکشنبه تر سره کیږی چې د سیمې او هیواد تکړه مؤحد او مجیئد علما کرام پکې ګډون کوي تاسو ټولو ته د راتلو دعوت دی.nnستاسې راتګ زمونږ لېمهnnد ثواب په نیت دا خبرتیا په ګروپونو او مخپاڼو شیر کړئ.

2022-02-04

حنفی مسلک او مذهب نشأت، تدوین او خوریدل او په نورو مذهبونو باندي یی غوره والي nلمړی- په فقه کې دامام ابوحنیفه رحمه الله عليه مقام او منزلت!nامام شافعي رحمة الله عليه ويلی دي:nکه څوک غواړي چې په فقه پوه شي د امام ابوحنیفه رحمه الله عليه او دهغه دشاګردانو سره دې ملګري شي nځکه ټول خلک په فقه کې امام ابوحنیفه رحمه الله عليه عیال ( تر پالني لاندي ) دي ...... nڅوک چې دامام ابوحنیفه رحمه الله عليه کتابونه نه ګوري نه په فقه پوهيدای شي اونه کمال ته رسېدای شي( عقود الجمان ۱۸۷مخ).nامام ابوحنیفه رحمه الله عليه او وينا ئې امام شافعي رحمه الله عليه ته دمنلو وړ وې.nدوهم- د حنفي مذهب نشأت او تدوین!nګورو چې نن سبا د هندوستان، پاکستان، بنګلادېش، ترکيې، افغانستان او مرکزې اسيا اکثره مسلمانان د حنفې مسلک څخه چې د فقهې مصادرو او مراجعو څخه غنې دی پيروې کوي، په داسي حال کې چې امام ابوحنيفه رحمة الله عليه پخپله د فقهې په باره کې کوم کتاب نه دی ليکلی، او تګ لاره يې دا وه چې په هره مسأله کې به يې د خپلو ملګرو سره مناقشه کوله، او يوې نتيجې ته به رسيدل، nد حنفې مذهب څخه مراد په فرعې شرعې عملي مسايلو کې د امام ابوحنيفه او د هغه د مجتهدو ملګرو رأيې دي، امام ابوحنيفه -رحمه الله تعالى رحمة واسعة- نوم يې النعمان بن ثابت بن زوطې دی په ( ۸۰ هجري= 699م ) کې په کوفه کې پـيدا شوی او په ( ۱۵۰ هجري ) کې يې له دنيا څخه رحلت کړی دی، نوموړی اتلس کلن وه چې د حماد بن أبي سليمان څخه يې چې د کوفې مشهور عالم وه فقه او حديث زده کړه پيل کړه، حماد د ابراهيم النخعې شاګرد وه، او ابراهيم د علقمه بن قيس بن عبدالله بن مالک النخعې چې د کوفي مشهور عالم وه شاګرد پاتي شوی، او علقمة د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه شاګرد وه، په دې اساس د حنفې فقهې بنياد او اساس د عبدالله بن مسعود رضي الله تعالی عنه فقه وه، د امام ابوحنيفه اصول قران کريم، او د رسول الله صلي الله عليه وسلم احاديث او د هغه د صحابو آثار وه، او دا به يې ويل چې صحيح حديث زما مذهب دی، همدارنګه به يي په قياس او استحسان عمل کاوه.nدا واضح حقيقت دی چې حنفې مذهب د حنفې مسلک د مشرانو لکه امام ابوحنيفه، امام ابويوسف او امام محمد بن الحسن الشيباني ـ رحمهم الله ـ د څيـړنې او تګ لاري څخه عبارت دی، او د هغوی د کوششونو او تګ لارو په نتيجه کې منځته راغلی، يوازې او يوازې د امام ابوحنيفه کوشش او تګ لاره نه ده.nالموفق بن أحمد المکې الخوارزمې د مناقب الامام أبي حنيفة مصنف د امام ابوحنيفه د مشرانو ملګرو د ذکر کولو وروسته وايې: ( امام ابوحنيفه د خپلو ملګرو تر منځ شوری خپل مذهب ګرځولی ؤو، خپله رأيه يې د نورو په رأيو وړاندې نه ګڼله، او دا د الله، د هغه د رسول، د مؤمنانو د حقوقو په اداء کولو او د اجتهاد په کولو کې د هغه د اخلاص او پاملرنې ښکاره بيلګه وه، امام به يوه يوه مسأله د خپلو ملګرو تر منځ رامنځته کوله، او په هره مسأله کې به يې د هغوی رايو ته غوږ کيښوده، او بيا به يې خپل نظر وړاندې او په هغه به يې رڼا اچوله ، يوه مياشت او د هغه نه زيات وخت به يې ورسره مناظره کوله، تر څو به چې په هغه مسأله کې يوي رأی استقرار پـيدا کړ، بيا به امام ابويوسف دا رايه په اصولو مضبوطه کړه، دا تګ لاره غوره، صحيح او حق ته نژدي ده، او زړه ورباندې مطمئن کيږي .... دا لاره د هغې لاري څخه چې مذهب دي په يو شخص کې منحصر وي، او صرف دا شخص دي مذهب جوړ کړي او په هره مسأله کې دې د هغه رأی ته رجوع کيږي غوره دی (حسن التقاض في سيرة الامام أبي يوسف للکوثري ۱۳-۱۵ مخونه)nد دې حقيقت پخلی استاد علي الخفيف هم کوي او وايې ( د حنفې مذهب اطلاق په ټولو هغه احکامو باندې کيږي چې د امام ابوحنيفه او د هغه د ملګرو څخه پـيژندل شوي، خو دا مذهب امام ابوحنيفه ته ځکه منسوب شوی چې هغه يې مشر او استاد وه، اګر که هغوی ټول مجتهدين او په اجتهاد کې برابر ؤو)(محاضرات في أسباب اختلاف الفقهاء لعلي الخفيف: ۲۶۹ مخ) او دا يوازي د همدي مذهب ځانګړی خصوصيت دی.nد دې نه دا معلوميـږي چې حنفې فقه د يو شخص ايجاد نه دی، بلکې د دې مذهب د مشرانو د کوششونو نتيجه ده چې هغوی د دې فقهې مذهب د فقهې مصادرو اساس کيښوده او د دې مذهب نورو علماو دې کوششونو ته ادامه ورکړه او د خپلو مشرانو د فقهې کتابونو متون يې مطالعه کړل، د هغه خدمت يې د متونو د جمع کولو او شرح کولو په ډول سرته ورساوه او نن ورځ ورڅخه د دې مذهب د فقهې اړخ يو ستره ذخيره جوړه شوه .nپه دې کې هيڅ شک نشته چې د شرعې علومو هر زده کوونکې ته دا په کار دي چې هغه سره د ټولو فقهې مذهبونو او بالخصوص مشهورو څلورګونو فقهې مذهبونو په هکله څه نا څه معلومات ويش، چې څنګه دا مذهبونه دي امامانو ته منسوب شوې ؟ چا د دې مذهب خدمت کړی ؟ په کوم ډول يې خدمت سرته رسولی ؟nپه ځانګړې توګه هغه خلک چې حنفې مذهب ته منسوب دي پر هغوی دا لازم دي چې لږ تر لږه د خپل فقهې مذهب څخه ځان خبر کړي ، چې ولې دا مذهب امام ابوحنيفه ته منسوب دی ، چا د دې مذهب فقهې خدمت کړی او په څه ډول يې کړی . د دې ليکني اهداف په لاندي ډول دي :n۱ – د حنفې فقهې ابتدايې حالت پيژندل .n۲ – د حنفې فقهې د تدوين د کيفيت څرنګوالی .n۳ – په حنفې فقه کې د مصادرو د تأليف ترتيب او تسلسل پيژندنه . n۴ – د حنفې فقهې معتمد متون معرفې کول . nد حنفې مذهب مهمې ځانګړتياوې عبارت دي له :n۱ – د هغه په عصر کې په احاديثو کې وضع زياته وه نو په دې خاطر د خبر واحد د قبلېدلو په باره کې يې د زيات تشدد نه کار اخيسته . ‎n۲ – د قياس او استحسان نه به يې په زياته پيمانه کار اخسته .n۳ – فقهې حيلې باندې به يې عمل کاوه، د دې حيلو څخه مراد هغه مذمومې حيلې نه دي کوم چې واجب ساقطوي او يا حرام فعل ته اجازت ورکوي، بلکې مراد تري په مباحه طريقه د سختۍ نه اسانۍ ته او د تنګۍ نه پراخۍ ته وتل وه nخپله امام ابوحنيفه هم د نورو دوو امامانو ( امام مالک او امام احمد بن حنبل ) په شان په فقه کې داسې کوم کتاب نه دی ليکلې چې د هغه رأيې پکې بيان شوې وي ، او د څلورو مذهبونو د امامانو څخه يوازې او يوازې امام شافعې هغه امام دی چې پخپله يې د فقهې په فروعاتو کې کتابونه ليکلې دي لکه : الأم ، أحکام القران ، الرسالة ، فرض الله عزوجل ، اختلاف العراقيين ، ...nدا چې امام پخپله د خپل مذهب د فقهې په اړه کوم ليکل نه دي کړي نو د انسان ذهن ته دا سوال رامخته کيږي چې دا مذهب څنګه راپـيدا شو ؟ جواب به يې دا وي چې دا مذهب د هغه د شاګردانو په ذريعه منځته راغی چې تعداد يې تقريبا شپـږ سوو ته رسيده او د هغوی له جملې څخه يې مشهور شاګردان د علمې درجو په ترتيب سره څلور ؤو ، چې عبارت دي له : n۱ – امام ابويوسف يعقوب بن ابراهيم چې په ۱۱۳ هـ = ۷۳۱ م کې پـيدا او په ۱۸۲ هـ = ۷۹۸م کې وفات شوی ، امام ابويوسف وايې ( ما اولس کاله د امام ابوحنيفه سره تير کړل )(۳ : ج ۸ ص ۵۳۷ ) نوموړی د بنو العباس د دري خليفه ګانو قاضي پاتي شوی ، او د هغه خليفه سره به يې د قضاء وظيفه اخسته چې هغه به د حنفې مذهب پيرو وه ، امام ابويوسف د امام ابوحنيفه د مذهب په نشرولو کې ستر مقام لري .n۲ – امام محمد بن الحسنبن بن فرقد الشيباني چې په ۱۳۱ هـ کال د عراق په واسط ښار کې پـېدا او په۱۸۹ هـ = ۸۰۵ کال په واسط کې وفات شوی ، څلور کاله د امام شاګرد پاتي شوی او کله چې امام د دنيا نه رحلت وکړ عمر يې اتلس کاله وه ، محمد بن الحسن الشيباني وايې : ( څوارلس کلن وم چې زه مې مور امام ته يوړم ) د امام ابوحنيفه د وفات نه وروسته بيا د امام ابويوسف شاګرد پاتي شو( سير أعلام النبلاء للذهبي : ج ۹ ص ۱۳۴ ) nد امام ابوحنيفه د اقوالو د تدوين او د هغه د مذهب په نشرکې د محمد بن الحسن الشيباني فعاله ونډه وه ، او د حنفې فقهې ټولني ته چې په کوفه کې واقع او په رأس کې يې امام ابوحنيفه قرار درلود فعال غړی وه ، د ده کتابونه د حنفې فقهې د ملا تيـر تشکيـلوي ، او ذکر به يي وروسته راشي .n۳ – زفر بن الهذيل بن قيس بن سليم بن قيس چې په ۱۱۰ هـ = ۷۲۸ م غالبا د عراق په کوفه کې پـيدا شوی ، د شلو کلنو څخه زيات د امام سره پاتې شوی ، او په ۴۸ کلنۍ کې د شعبان په ۳۰ ورځ په ۱۵۸ هجري کال = ۷۷۵م کې وفات شوی (الأعلام للزرکلې : ج ۳ ص ۴۵ )n۴ – الحسن بن زياد اللؤلؤي أبوعلي الکوفي ، په ۲۰۴ هـ کال = ۸۱۹ م وفات شوی ( الأعلام للزرکلې : ج ۲ ص ۱۹۱ ) nدا د امام ابوحنيفه بارز شاګردان ؤو ، چې د دې څلورو څخه په اوله درجه کې ابويوسف ، بيا محمد بن الحسن او زفر او الحسن دواړه په دريمه درجه کې قرار لري .nد امام دي څلورو شاګردانو د امام ابوحنيفه د مسلک خدمت وکړ ، د خپل استاد فتواګانې او مسايل يې راجمع او د هغه څخه يې روايت وکړ ، د دې فتواګانو او مسألو راجمع کيـدلو او د امام ابوحنيفه څخه يې روايت کولو امام ابوحنيفه مشهور او د يو مذهب مشر يي جوړ کړ ، که نه ډېـر ستر ستر علماء شته خو شاګردانو يې د فتواګانو او مسألو په راجمع کولو او د هغه څخه د روايت کولو خدمت نه دی کړی نو مشهور شوی هم نه دي ، امام شافعې وايي : الليث بن سعد د امام مالک نه زيات فقيه وه ، خو د ليث شاګردانو د خپل استاد د فقهې خدمت ونه کړ .nخو د امام ابوحنيفه شاګردانو د امام د مذهب خدمت وکړ ، د هغه فقه يې د هغه د فتواګانو او رايو په رڼا کې راجمع کړه ، او په دي کار کې امام محمد بن الحسن الشيباني ستره برخه واخسته ، او د امام ابوحنيفه مذهب يې تدوين او په کتابونو کې چې د ( ظاهر الرواية ) په نوم يادېـږي راجمع کړ ، او دي ته ځکه د ظاهر الرواية کتابونه وايې چې امام محمد بن الحسن الشيباني د امام ابوحنيفه د ثـقاتو شاګردانو څخه روايت کړې دي ، دا روايتونه د امام څخه يا په تواتر سره ثابت شوي او يا هم مشهور دي ، او ورسره يې د امام ابويوسف او خپلې رأيې هم ضميمه کړي ، د ظاهر الرواية کتابونه شپـږ دي، او هغه عبارت دي له : n۱ - المبسوط چې په ( الأصل ) سره يادېـږيn۲ – الزيادات n۳– الجامع الکبير في الفروع ، چې دا کتاب ډېـرو خلکو شرح کړی ، چې د هغې له جملي څخه د ابوالليث نصر بن محمد السمرقندي او فخرالاسلام البزدوي او ابوزيد عبدالله الدبوسي شرحي ، او بعضو نظم ته هم اړولی ، چې د هغې له جملې څخه د احمد بن عثمان بن ابراهيم او د ابوالحسن علي بن خليل الدمشقي نظم ، چې د وروستي نظم ۵۵۵۰ بيتونه لري .n۴ – الجامع الصغير n۵ - السير الکبيرn۶ - السير الصغير (الأعلام للزرکلي : ج ۶ ص ۸۰ )nمحمد بن الحسن په دي کتابونو کې د امام رأيې راجمع او په دي ترتيب د حنفې فقه تدوين وشو ، لکه څنګه چې ابن أبي زيد القيرواني د امام مالک رأيې اول په څلورو مدونو او بيا يې په لوی کتاب (النوادر و الزيادات) کې راجمع ، او أبوبکر الخلال د امام أحمد بن حنبل مسايل په ( الجامع في مذهب الامام أحمد ) کې راجمع کړي .nد دې تر څنګ امام ابوجعفر احمد بن محمد بن سلامة بن سلمة الأزدي الطحاوي چې په ۳۲۱ هـ کې وفات شوی په حنفې فقه کې يو مختصر کتاب چې د ( مختصر الطحاوي ) په نوم يادېـږي تصنيف کړ ، او په هغه کې يې د ظاهر الرواية له کتابونو څخه د امام ابويوسف او امام محمد بن الحسن رأيې راجمع کړي( الأعلام للزرکلي : ج ۱ ص ۲۰۶ )nبيا د حنفې مذهب نورو علماو د ظاهر الرواية کتابونو خدمت وکړ ، چا دا کتابونه شرح کړل او چا مختصر کړل.nبيا امام ابوالفضل محمد بن محمد بن احمد المروزي السلمي البلخي چې په الحاکم الشهيد مشهوراو په الري کې په ۳۳۴ هـ کې وفات شوی د ( ظاهر الروايه ) کتابونه په يو کتاب کې راجمع او د (الکافې ) په نوم يې ياد کړ(کشف الظنون لحاجي خليفه : ج ۲ ص ۱۳۷۸ )nامام محمد بن أحمد بن أبي سهل السرخسي چې په ۴۹۰هـ کال کې وفات شوی د الکافې کتاب شرح او د ( المبسوط ) په نوم يې ياد کړ ، او دا کتاب يې بي له دي چې الکافي کتاب مخې ته واچوي د خپل ذهن څخه په يادو په داسي حال کې چې د ماوراء النهر د فرغاني په اوزجند علاقه کې بندي وه وليکه ( کشف الظنون :ج ۲ ص ۱۵۸۰)nدغه راز أبوالحسين احمد بن محمد بن أحمد بن جعفر بن حمدان چې په القدوري مشهور دی او په ۳۶۲ هـ کې پـيدا او د پنجشنبې په ورځ د رجب په پنځمه ۴۲۸ هـ په بغداد کې وفات شوی په حنفې فقه کې يو کتاب تصنيف کړ او د ( مختصر القدورې ) په نوم يې ياد کړ (الجواهر المضية في طبقات الحنفية لعبدالقادر : ج ۱ ص ۲۴۷ ) لکه په مالکې مذهب کې چې د ابوسعيد عبدالسلام سحنون بن سعيد بن حبيب التنوخي المالکي مدوني ته د ( الکتاب ) اصطلاح استعماليـږي ، په حنفې فقه کې چې د ( الکتاب ) اصطلاح استعماليـږي نو مراد تري د قدوري متن وي ، په حنفې مسلک کې څلور معتمد متنونه دي چې د ټولو نه اول معتمد متن همدا د قدوري متن دی ، د دې متن ډېـر شروح موجود دي ( کشف الظنون: ج ۲ ص ۱۶۳۱ )nبيا محمد بن أحمد بن أبي أحمد أبوبکر علاء الدين السمرقندي چې په ۵۴۰ هـ کې وفات شوی يو کتاب د (تحفة الفقهاء ) په نوم تصنيف کړ ( تاج التراجم لابن قطلوبغا : ص ۲۵۲ ) په دي کتاب کې نوموړي هغه مسائل چې د قدوري څخه پاتې او هغه په خپل متن کې نه وه ذکر کړي ذکر کړل ، دا کتاب د قدوري متمم او پوره کوونکې شميرل کيږي .nد ده نه وروسته بيا علاء الدين أبوبکر بن مسعود بن أحمد الکاساني چې په ۵۸۷ هجري کې وفات شوی د تحفة الفقهاء کتاب شرح او په ( بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع ) سره يې ياد کړ ، د دې کتاب ترتيب رښتيا هم ښه جوړښت درلود ، مثلا کله چې د روژي بحث کوي نو اول يې تعريف ، بيا يې ارکان ، بيا يې شروط ، بيا يې مفسدات بيانوي ، کله يې چې دا کتاب ترتيب کړ ، او خپل استاد سمرقندي ته يې واوراوه ، نو د همدي ښه جوړښت او ترتيب له کبله سمرقندي خپله لور فاطمة ورته په نکاح کړه (کشف الظنون : ج ۱ ص ۳۷۱)nد دې نه وروسته علي بن أبي بکر بن عبدالجليل برهان الدين المرغيناني چې په ۵۳۰ هـ کال په مرغينان کې دنيا ته راغلی او په ۵۹۳ هـ کال کې وفات شوی يو متن د ( بداية المبتدي ) په نوم وليکه ، نوموړي په دي متن کې د امام محمد بن الحسن الشيباني الجامع الصغير او د قدوري متن راجمع کړ ، بيا يې خپل متن ( بداية المبتدي ) شرح کړ او ( الهداية شرح بداية المبتديء ) په نوم يې ونوماوه ( الأعلام : ج ۴ ص ۲۶۶ ) کوم چې د احنافو په وړاندې په هداية مشهور دی ، د هدايې شروح ډېـر زيات دي ، مشهور يې : فتح القدير د محمد بن عبدالواحد بن عبدالحميد بن مسعود السيواسي کمال الدين چې په ابن الهمام مشهور دی شرح ده ، نوموړی په ۶۸۱ هـ کې وفات شوی ، العناية د محمد أکمل الدين بن بن محمد بن محمود بن احمد البابرتي شرح ده چې نوموړی په ۷۸۶ هـ کې وفات شوی ، الکفاية د محمود بن عبيدالله بن محمود خوارزمي شرح ده چې نوموړی په ۷۶۷ هـ کې وفات شوی ، البناية د عينې شرح ده چې نوموړی په ۸۵۵ هـ کې وفات شوی ، ... او امام جمال الدين أبومحمد عبدالله بن يوسف بن محمد الزيلعې چې په ۷۶۲ هـ کال کې وفات شوی د هدايې د کتاب احاديث تخريج کړل او يو کتاب يې ورڅخه جوړ او په ( نصب الرايه في احاديث الهداية ) يې په نوم يې مسمی کړ( الأعلام : ج ۴ ص ۴۷ )nبيا عبيدالله بن مسعود صدر الشريعة الأکبر المحبوبي د هدايې کتاب اختصار کړ او د ( الوقاية في مسائل الهداية ) په نوم يې مسمی کړ ، چې دا د حنفې مذهب دوهم معتمد متن دی ، بيا دا متن عبيدالله بن مسعود بن أحمد صدرالشريعة الأصغر چې په ۷۴۷هـ کې وفات شوی نور هم مختصر کړ او د ( النقاية مختصر الوقاية في مسائل الهداية ) په نوم يې مسمي کړ( الفوايد البهية للکنوي : ص ۱۰۹ ) او بيا نورو علماو ( النقاية ) شرح کړ .nد دې وروسته عبدالله بن محمود بن مودود الموصلې مجدالدين أبوالفضل چې په ۵۹۹ هـ = ۱۲۰۳ م د عراق په موصل کې پـيدا شوی او په بغداد کې په ۶۸۳ هـ = ۱۲۸۴ م کې وفات شوی د ( المختار ) په نوم يو متن تأليف کړ( تاج التراجم : ص ۷۷ ) چې د دې متن په تأليف کې يې د تحفة الفقهاء ، قدوري او مختصر الطحاوي څخه استفاده کړې ، دا متن په حنفې مذهب کې دريم معتمد متن دی ، بيا يې دا متن پخپله شرح او د ( الاختيار في تعليل المختار) په نوم يې مسمی کړ .nبيا عبدالله بن أحمد بن محمود ابوالبرکات النسفې چې په نسف ( د جيحون او سمرقند تر مينځ ) پـيدا شوی او په ۷۱۰ هـ =۱۳۱۰ م وفات شوی يو کتاب د ( الوافي ) په نوم تأليف کړ( کشف الظنون : ج ۲ ص ۱۹۹۷) چې په دې کتاب کې مصنف د محمد بن الحسن الشيباني الجامع الصغير ، الجامع الکبير ، الزيادات او د مختصر القدوري څخه استفاده وکړه ، او د هغه مسايل يې په دي کتاب الوافي کې راجمع کړل ، بيا خپله نسفې دا کتاب اختصار کړ او د ( کنز الدقائق ) په نوم يې ونوماوه ، او دا په حنفې فقه کې څلورم معتمد متن دی ، د کنز الدقائق ډېـر زيات شروح موجود دي ، لکه د فخرالدين أبو محمد عثمان بن علي الزيلعې شرح چې د ( تبين الحقائق شرح کنز الدقائق ) په نوم سره يادېـږي ، همدارنګه د زين الدين بن ابراهيم بن نجيم المصري شرح چې د ( البحر الرائق في شرح کنز الدقائق ) سره يادېـږي ، همدارنګه د محمد امين بن عمر بن عبدالعزېـز عابدين الدمشقي شرح چې د ( شرح کنز الدقائق ) په نوم يادېـږي ، همدارنګه د عمر بن ابراهيم بن نجيم سراج الدين شرح چې د ( النهر الفائق شرح کنز الدقائق) سره يادېـږي ، د يادولو وړ دي .nد دې نه وروسته ابراهيم بن محمد بن ابراهيم بن خليل برهان الدين أبوالوفاء الحلبي چې په حلب کې په اته ويشتم د رجب ۷۵۳ هـ پـيدا شوی او ۸۴۱ هـ کال د شوال په شپاړسم په حلب کې وفات شوی د (ملتقی الأبحر ) په نوم يې کتاب تأليف کړ( الأعلام : ج ۱ ص ۶۶ ) نوموړي په خپل دي تأليف کې مختصر القدوري ، الوقاية ، المختار ، الکنز راجمع کړل ، او بيا دا کتاب عبدالرحمن بن محمد بن سليمان چې په داماد افندي مشهور دی او په ۱۰۷۸هـ کې وفات شوی شرح او د ( مجمع الأنهر في شرح ملتقی الأبحر) په نوم يې ياد کړ .nبيا محمد بن عبدالله بن أحمد الخطيب العمري شمس الدين التمرتاشي چې د فلسطين د غزې اوسيدونکی او په ۹۳۹ هـ کې پـيدا او په ۱۰۰۴ هـ کې وفات شوی يو کتاب تأليف کړ چې د ( تنوير الأبصار و جامع البحار ) په نوم يې ياد کړ( کشف الظنون : ج ۱ ص ۵۰۱ ) بيا محمد بن علي بن محمد الحصني المعروف بعلاءالدين الحصکفي چې په ۱۰۸۸ هـ کال وفات شوی دا کتاب شرح کړ او د ( الدر المختار شرح تنوير الأبصار و جامع البحار ) په نوم يې ياد کړ ، په دي شرح دوه حاشيې وليکل شوي چې يوه حاشيه د محمد أمين بن عمر بن عبدالعزېـز عابدين ده چې د ( حاشية رد المحتار علی الدر المختار شرح تنوير الأبصار و جامع البحار) په نوم يادېـږي ، او بله د احمد بن محمد بن اسماعيل الطهطاوي (الطحطاوي) چې د مصر مفتي ت ۱۲۳۱ حاشيه ده چې د ( حاشية الطحطاوي علی الدر المختار شرح تنوير الأبصار) په نوم سره يادېـږي .nاوس دا خبره واضحه شوه چې د حنفې فقهې اساس چا او په څه ډول يې کيښوده ، او بيا يې نورو علماو خدمت په څه ډول سرته ورساوه ، او د دې خدمتونو تسلسل په څه ډول وه .nد حنفې فقهې د اصطلاحاتو قاعدي :nهر فقهې مذهب د خپل مذهب د ښه پيژندنې لپاره خاص اصطلاحات کاروې ، په حنفې فقه کې هم د حنفې فقهې د ښه پيژندنې لپاره خاص اصطلاحت کارولې ، د مثال په توګه کله چې داسې عبارت مخې ته راشي ( المعتمد ما في المتون الثلاثة ) نو د دې څخه مراد د المختار نه ما سوی معتمد دري کتابونه (مختصر القدوري ، الوقاية في مسائل الهداية ، او کنز الدقائق ) دي ، او که دا عبارت وه (المعتمد ما في المتون ) نو بيا ورسره د المختار متن هم شامل دی .nکله چې درې امامان ( ابوحنيفه ، و ابويوسف و محمد ) د يوي مسألي په حکم کې متفق وي نو بيا به ويل کيږي چې ( فهو المذهب ) او د اختلاف په صورت کې د ضرورت نه پرته د امام قول مقدم دی ، خو که د امام قول موجود نه وه نو بيا د امام ابويوسف قول بيا د محمد بن الحسن الشيباني قول به په ترتيب سره مقدم ګڼل کيږي ، د ده نه وروسته د زفر او د الحسن بن زياد د قولونو درجه يوه ده .nخو په اجمالي توګه د امام ابوحنيفه قول په عباداتو کې ، د امام ابويوسف قول په قضاء کې ، او د محمد بن الحسن الشيباني قول د ذوي الأرحامو په ميراث کې مقدم شمارل کيږي ، او که غواړي چې په يوه مسأله کې د حنفې مذهب دلايل وګوري نو د ( اعلاء السنن ) کتاب ته چې د ظفر احمد عثماني تأليف دی او په ۱۳۹۴هـ کال وفات شوی ، ته رجوع کوه ، او که د حنفې مسلک نه دفاع کول دي اراده وي نو بيا د جصاص ( احکام القرآن ) ته رجوع کوه ، او که تعليل او استدلال ته دي شوق کيږي نو بيا د (بدائع الصنائع ) کتاب ته مراجعه وکړه .nپه دې کې شک نه شته چې حنفې فقه د مصادرو او مراجعو له مخې غنې فقه ده ، په مختلفو وختونو کې مختلفو علماو د دې فقهې په غنيتوب کې برخه اخستې ، د هغه هيوادونو څخه د حنفې فقهې پيروان په کې ډېر دی يو هم افغانستان دی ، د دې ملک ځينې علماء او د علم طلباء داسې فکر کوې چې د فقهې په برخه کې د دې مسلک عمده او معتمد کتاب هداية چې بداية المبتديء شرحه ده دی ، خو په دې څېړنه کې دا راته جوته شوه چې هداية د حنفې فقهې د مشهورو او قيمتې کتابونو څخه يو کتاب دی ، خو د حنفې فقهې د معتمدو متنونو څخه نه دی . nمونږ دې څېـړنې او پلټنې کې دي نتيجې ته ورسيدو چې امام ابوحنيفه د فقهې په باره کې کوم لېکلې کتاب نه لري ، اساس او بنياد يې د هغه شاګرد محمد بن الحسن الشيباني د ظاهر الرواية د کتابونو په ذريعه کېښود ، فقه تدوين شوه ، او په مختلفو عصرونو کې يې مختلف ډول خدمتونه وشول ، چا د ظاهر الرواية کتابونه راجمع ، چا شرح او چا خلاصه کړل ، او دې نتيجې ته هم ورسيدو چې د حنفې فقهې معتمد متون څلور دي ، چې په ترتيب سره عبارت دي له : مختصر القدوري ، الوقاية في مسائل الهداية ، المختار او کنز الدقائق دي .nدکتور فخرالدين قانتnnFetrat Mahmood

Review

Similar Places:

Dream it, Do it, Achieve it.
We provide you with information and the opportunity of discussion...
This page is made for all afgans boys and they...
Join us and feel the difference
Scholarships for Afghan youths is an online platform which helps...
Info Database Mangment system
د مسلکي زده کړو لپاره زموږ سره يو ځاى شئ.
د غوچک ښوونیز مرکز پېج ته ښه راغلاست
We work together to have bright future!
We work for quality, not for quantity!
د هیواد د بچیانو د روښانه راتلوونکی لپاره تل خدمت...
English as a Foreign Language will help you to Learn...
د هر اړخیزو معلوماتو لپاره له مونږ سره یو ځای...
Incorporating Educational Diversity