د روان وضعیت په اړه د جمهور رییس پیغام!
About :
Contact:
Other Information
Categories:
PoliticianWebsite:
www.Afghantribune.comFeatured Articles:
پاکستان د افغانستان د سفیر ښاغلي نجیب الله علي خېل لور آغلې سلسله علي خېل په اسلام اباد کې د خپل اختطاف د ناوړه پېښې جریان بیانوي.nn#SanctionPakistan
ملي بیرغ: n زموږ هویت، عزت او حیثیت!
هره پیغله حوره حوره هر زلمی غلمان غلمان دیnملا شک راته پیدا شو دا جنت دی که لغمان دیnnله څو میاشتو راهیسې د لغمان کیسه سرچپه ده. اوس یې حورې حورې پیغلې په سرو غرمو کې د سړک پر غاړه شکېدلو خیمو کې اوسېږي. تېز لمر، شګلنو بادونو، لوږې او تندې او بې سرپناهۍ یې د ښکلو مخونو ښکلا تروړلې ده. وچې شونډې، چاودې مخونه او لاسونه یې د بدرنګې او وحشي جګړې داستان بیانوي. nnد لغمان د غلمان غلمان ځوانانو څېرې د جګړې لوګیو تورې کړي دي، هغه پخوانۍ مستي او سرشاري یې نه ده پاتې. کور، پوله پټی، ښوونځي، مسجد او د ارواه خوشالوونکو مجلسونو دېرې یې څه ورانې او څه هم د دښمن په مورچلونو او سنګرونو بدلې شوي دي.nnسمسور لغمان اوس د جګړې په لوی مرکز بدل شوی دی، چې د وطن د نااهلو څڼورو بچیانو سره یو ځای بهرنیان په ځانګړي ډول پنجابیان یې ورانولو کې مهم نقش ترسره کوي. د مرکز مهترلام سربېره په علینګار، علینشګ او دولت شاه کې جګړې لغمانیان تر وروستي حده وځپل او لا هم معلومه نه ده، چې دغه وحشت به تر کله دوام کوي. nnپه لغمان کې هر کور د بدمرغې وحشي جګړې څرګند روایت دی. د هر کور دېوالونه په لوګیو تور او په مرمېو سوري شوي دي. په ځینو کورونو کې حتی دسترخوانونه غوړېدلي پاتې او خلک د خپلو سرونو د ساتلو په موخه تښتېدلي دي. هغه بازارونه اوس سوزېدلي دي، چې د خلکو له ګڼې ګوڼې به ډک و. اوس د دوکانونو سوزیدلي او په لوګیو تور دېوالونه یې پاتې دي او د یوه لوی وحشت او ناورین کیسه بیانوي.nnلغماني ماشومان د ژوند له خوښیو محروم شوي دي، هر سهار یې د جګړې په پیل او ماښام یې جګړې په شدت پیلېږي. د هر ماشوم ذهن ډزو او د باروتو تریخ بوی زیانمن کړی دی. دوی فکر کوي، چې ژوند جګړه ډزې، ورانی او بې کوره کېدل دي، ځکه نو د ژوند له اصلي مانا ناخبره پاتې دي. nnد لغمان ډېری مست ځوانان اوس د هدیرې مېلمانه دي. له څلور زور زیات ښځې، نجونې، ماشومان او نارینه له خپلو سیمو تښتېدلي دي او د اوړي په دې سره ګرمې کې په خیمو کې داسې ژوند کوي، چې حتی د څښاک پاکې اوبه او د خوراک لپاره مناسب خواړه نه لري. په لغمان د دومره وحشت سره سره د بشري مرستو څرک نه لګېږي. ځیني وخت سړی فکر کوي، چې لغمان ښایي د دې جغرافیې برخه نه وي او لغمانیان له بهره راغلي وي. nnپرته له شکه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په پوره مېړانه او لوړه روحیه د پردي او اجیر دښمن پر وړاندې جنګېږي او هره ورځ ترې لسګونه کسان وژني. دا جګړه به وګتل شي، دښمن به وځپل شي، خو د سمسور لغمان طبیعي ښکلا، شنو باغونو او فصلونو ته اوښتی زیان به تر ډېره پورې جبران نه شي.nnلغمان له شدید بشري ناورین سره مخامخ دی، د جګړې تر څنګ بې ځایه شوي خلک به له ګرمۍ، تندې او لوړې مړه شي. په حکومت، نړیوالو بشري مرستندویه بنسټونو، موسسو او ادارو غږ کوو، چې د لغمانیانو لاس نیوی وکړي او د یوه بشري ناورین د رامنځته کېدو مخه ونیسي.
ښځه په هر سړي کونډیږي nسړی هغه دې چې پرې خاوره کونډه شینهnnجنتونه دې ځای شه عثمان لالا، ډېر حساس وخت کې دې ډېر منحوس دښمن ته یوازې پرېښودو!
د اترا ادارې د مشرتابه او ولسي جرګې جنجال!n نور حال په ویدیو کې وګورئ!
امروز روز جهانی پدر است!nnخرسندم از اینکه پدرجانم(آغایم) در کنارم است و هنوز هم به همه فراز و نشیب های زندگی نیز شانه میدهد تا باشد ما از هر نوع تکالیف فزیکی و ذهنی زندگی آسوده بمانیم.nnپدر عزیزم همیشه در زندگیم این را بمن تاکید کرده که پسر نازنینم، درس هایت را ادامه داده و هدف خود را دنبال کن، سایر کارها و امورات زندگی را من سر و سامان میبخشم.nnپدرم به مدت ۴۰ سال در بخش نظامی و سیاسی کشور ایفا وظیفه نموده. ایشان یک نمونه خوبی از مهربانی، بشر دوستی، اخلاق نیکو، احترام و رفاقت میباشند، وی یکی از بهترین پدرهای دنیا هست که به وجود شان فخر و احساس غرور میکنم.nnآغا جانم برای من هر روز، روزت میباشد هر روز به من عزیزتر میشوی!