Findbusiness.me

Types of Businesses City Country Add Business
Home > Afghanistan > Kandahar > Politician > Maryam Durani

Maryam Durani

(22 Rate)
(0 Rate)

About :

Ms. Maryam from AFGHANISTAN She receives an international women of courage award on 2012 and the one of 100 most influential people in the world at 100 time list on 2012.

Other Information

Categories:

Politician

Parking:

Parking available ,Street parking ,Valet parking
Inappropriate listing?Request for Deletion
Close request for deletion form

Featured Articles:

2021-02-02

let's give the future generation a bundle of opportunities and hopes as gifts with bringing peace.nnclip: khyber khan

2021-01-10

د خدیجه الکبرا فرهنګي ټولني او د کندهار سیدال روغتون ترمنځ د روغتيا په برخه کي تفاهملیک امضاء سو.nدغه تفاهمليک د بې سرپرسته او غریبو هېوادوالو سره د مرستي په هدف ترسره سو.nد خدیجه الکبر فرهنګي او ټولنيزي ټولني د مشرې آغلې مريم درانۍ او د کندهار سیدال روغتون د رئیس ډاکټر داود همت ترمنځ چي له مخي به یي، بې سرپرسته او غریب هېوادوال په ۴۰ سلنه تخفیف سره روغتيايي خدماتو ته لاس رسی ولري دغه تفاهملیک لاسليک سو.nد ياد تفاهملیک د قوانینو پر اساس د کندهار سیدال روغتون ټول روغتيايي خدمات د خدیجه الکبرا فرهنګي ټولني لخوا څخه بې سرپرسه او بې وزله هېوادوالو لپاره په ۴۰ سلنه تخفیف ترسره کېږي.

2020-12-09

Merman Radio from Kandahar received the 2020 RSF Press Freedom Award.

2020-07-28

Kandahar:nKhadija Kubra Organization and 5 other organizations of Kandahar gathered a significant number of mindful young men and women from across the province to work on a resolution, which will represent their voice in the peace talks. #AfghanYouth4Peacen——————nکندهار:n‏د خدیجة الکبرا موسسې او د کندهار پنځه نورو سازمانونو د کندهار ولایت په کچه د پام وړ ځوان راټول کړي ترڅو په یوه پریکړه لیک کار وکړي، کوم چې به د سولې خبرو کې د دوی غږ نمایندګي وکړي.n——————n‏کندهار:n‏سازمان خدیجة الکبرا و 5 سازمان دیگر در کندهار تعداد قابل توجهی از جوانان متفکر را از سراسر ولایت کندهار جمع کردند تا روی یک قطعنامه مشترک کار کنند، که نماینده گی از صدای جوانان آنها در مذاکرات صلح کند.

2020-05-21

د خدیجة الکبرا فرهنګي او ټولنیزي ټولني لخوا څخه د کندهار ښار بیوزله اوسيدونکو ته روژمات ور کول سو.nپه کندهار ولایت کي د خدیجةالکبرا فرهنګي او ټولنيزي ټولني لخوا د مرستو په دوام سره، نن پنجشنبه مازيګر د کندهار ښار ۳۰۰ سوه تنه،غریبو او بې وسه ښاريانو ته پوخ سوی روژمات ورکړئ.nد خدیجة الکبرا فرهنګي او ټولنیزي ټولني مشرې آغلې مريم درانۍ وايي، چي دغه روژمات یې د کندهار ښار د بې وسه او بې کسه هېوادوالو لپاره چي ۳۰۰ تنه ؤ، ور کول سؤ، دا مرستو شپږمه دوره ده چي نوري مرستي هم دوام لري.nهمدارنګه د کندهار ښار بې وسه او بیوزله اوسيدونکي ددې اقدام څخه خوشحاله دي او وايي، چي د روژماتي د تيرولو لپاره په يوې ګوله ډوډۍ پسې لالهانده دي.nهېره دي نه وي، چي د خدیجة الکبرا فرهنګي او ټولنیزي ټولني لخوا د روژې مياشتي په مناسبت دا شپږمه دوره ده، چي د بیوزله هېوادوالو سره د خوارکي او غيري خوارکي توکو مرسته کوي.

2020-05-20

د خدیجة الکبرا فرهنګي او ټولنیزي ټولني لخوا څخه د روژې مياشتې په لړ کي د خوارکي توکو مرسته وکړه.nپه کندهار ولایت کي د خدیجةالکبرا فرهنګي او ټولنيزي ټولني لخوا د مرستو د پنځمې دورې په لړ کي نن چهارشنبه د ۱۰۰ تنه بیوزله، ناچارو ښځينه او يتيمو انجونو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. nد خدیجة الکبرا فرهنګي او ټولنیزي ټولني لخوا د يادو بیوزله،ناچارو ښځينه او يتيمو انجونو سره اوړه، وریجې، غوړي، ميکروني او بیلابیلو نورو خوارکي توکو مرسته وسول.nد خدیجة الکبرا فرهنګي او ټولنیزي ټولني مشرې آغلې مريم درانۍ وايي، نن چهارشنبې ورځ چي دا پنځمې دورې مرسته د ښځينه او غریبو خويندو او یتيمو انجونو سره، په اوس ورستيو وختونو کي د کرونا ویروس خپريدل او د روژې د سپيڅلې مياشت په موخه وسوې.nهمدارنګه آغلې درانۍ زياته وي، چي دغه ډول زموږ مرستې نور هم دوام کوي، تر څو د کرونا ويروس په وړاندي مبارزه سوي او د بیوزله، غریبو هېوادوالو سره مو مرسته هم کړې وي، همدارنګه پر ملي تجارانو او دولت مو هم ږغ دئ، چي د بې وزله او بې کسه هېوادوال سره همکاري وکړي.nبلخوا دغه بې وسه او غریبې کورنۍ وايي چي د خپل غربت او بې وسۍ څخه هر ورځ په ښار کي د مرستې لاس لپه کوي.دوئ، د خدیجة الکبرا فرهنګي او ټولنیزي ټولني لخوا د روژې مياشتي او د اختر په راسيدو سره د مرستو مننه کوي، همداسي پر ملي تجارانو او دولت هم د مرستي ږغ کوي.

2020-05-12

په کندهار کي د خدیجه الکبرا فرهنګي او ټولنيزې ټولني لخوا پر عامو ښاريانو د کرونا ناروغۍ د مخنيوې په خاطر ۲۰۰۰ زر دانې ماسکونه وويشل.nد خدیجه الکبرا فرهنګي او ټولنيزې ټولني مسولين وايي، چي دغه ماسکونه یې په خپل لاس جوړ او په پلان کي لري،چي د کندهار ښار ولسواليو ته دغه لړۍ ورسوي.nددغې ټولني مشره آغلې مريم درانۍ وايي چي په کندهار کي خلګ د کرونا ناروغۍ جدې نه نسې او وقايوې تدابیره هم نه مراعته وي. اغلې درانۍ زياته وي، په کندهار کي د ښاريانو اقتصادي حالت ښه نه دی او نسې کولای چي د ځان ساتنې لپاره هره ورځ يو ماسک رانیسې، د دا ماسکونو جوړښت د خلکو اقتصاد ته په کتو سره په وار-وار پريوللو سره د استعمال وړ دي.nبلخوا بیا کندهار ښاريان ددغه ماسکونو په ترلاسه کولو سره خوښ دي او وايي، چي د مجبورۍ او اقتصادې مشکلاتو له امله نسې کولای چي خپل د ژوند چارې په منظم ډول په کور کي پر مخ يوسې.nد يادوني وړ ده، چي د خدیجه الکبرا فرهنګي او ټولنيزې ټولني لخوا د کرونا ناروغۍ په خپريدو سره د خوارکي توکو او ماسکونو مرستې د بې وزله هېوادوالو سره د ۴ دورو په بڼه ترسره کړې، چي دا لړۍ ادمه لري.

2020-04-11

د خدیجة الکبرا فرهنګي او ټولنیزي ټولني د مرستو په جريان سره دوهمې دورې ۱۰۰ تنه بیوزله او غریبو ښځينه سره مرسته وکړه.nپه کندهار ولایت کي د خدیجةالکبرا فرهنګي او ټولنيزي ټولني لخوا د مرستو په جريان سره د دوهمې دورې د ۱۰۰ تنه بیوزله، ناچارو ښځينه او يتيمو انجونو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.nد خدیجة الکبرا فرهنګي او ټولنیزي ټولني لخوا د يادو بیوزله،ناچارو ښځينه او يتيمو انجونو سره اوړه، وریجې، غوړي، ميکروني ماسکونو او بیلابیلو نورو توکو مرسته وسول.nد خدیجة الکبرا فرهنګي او ټولنیزي ټولني مشرې آغلې مريم درانۍ وايي، چي دا دوهم دوره د ښځينه او غریبو خويندو او یتيمو انجونو سره وسوې، چي په اوس ورستيو وختونو کي د کرونا ویروس په چټکۍ سره خپرېږي نو لازمه ده چي د خپلو بې وسه او بې کسه هېوادوال سره مرسته وکړ.nهمدارنګه آغلې درانۍ زياته وي، چي زموږ مرستې نور هم دوام کوي، تر څو د کرونا ويروس په وړاندي د مبارزې په خاطر مو د هېوادوالو سره مرسته کړې وي، او زموږ دغسي مرستې دوام لري، چي په راتلوونکي اونۍ کي بله توزیع هم لرو چي غریبو او بې وزله هېوادوالو سره به د خوارکي او بیلابیلو توکو مرسته کيږي، او پر ملي تجارانو او دولت هم ږغ دئ، چي د بې وزله او بې کسه هېوادوال سره کومکونه وکړي.nبلخوا دغه بې وسه او غریبې کورنۍ وايي چي د خپل غربت او بې وسۍ څخه هر ورځ په ښار کي د مرستې لاس لپه کوي.دوئ، د خدیجة الکبرا فرهنګي او ټولنیزي ټولني لخوا د مرستو مننه کوي او د دولت څخه د مرستو دوام غواړي.

2020-04-09

راسئ، چي د خپل وس او توان په اندازه، يو له بل سره مرسته وکړو! nد خدیجة الکبرا فرهنګي او ټولنیزي ټولني لخوا ۱۰۰ تنه بیوزله او غریبو کسانو سره د خوارکي توکو مرسته وکړه.nپه کندهار ولایت کي د خدیجةالکبرا فرهنګي او ټولنيزي ټولني لخوا د ۱۰۰ تنه بیوزله او ناچارو خلګو سره د خوراکي توکو او د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۲۰۰۰ زره، دانې ماسکونه مرسته وکړه.nد خدیجة الکبرا فرهنګي او ټولنیزي ټولني لخوا د يادو بیوزله او ناچارو خلګو سره اوړه، وریجې، غوړي، ميکروني ماسکونو او بیلابیلو نورو توکو مرسته وسول.nد خدیجة الکبرا فرهنګي او ټولنیزي ټولني مشرې آغلې مريم درانۍ وايي، چي دغه مرستې د کرونا ویروس سره د اقتصادې ستونزو د زياتيدو او د بیوزله خلګو د کارونو د نه موجودیت په اساس سوي، تر څو په داسي بحرانې حالت کي د خپلو بیوزله هېوادوالو لاسنيوی وکړو.nنوموړې څرګندوي، چي د ماسکونو توزیع هم سوي، چي ددې سره خلګو ته عامه پوهاوی وسي، تر څو د کرونا ويروس څخه خپل ځان ساتنه وکړي.nهمدارنګه آغلې درانۍ زياته وي، راسئ، چي د خپل وس او توان په اندازه، يو له بل سره مرسته وکړو! تر شعار لاندي پر ټولو تجارانو او شتمنو خلګو ږغ کړی چي د بیوزله او غریبو هېوادوالو لاسنيوی وکړي او داسي مرستې به نور هم ادامه ولري او موږ په راتلوونکې اونۍ کي هم دې ته ورته توزیع لرو.nدغه بیوزله او ناچار خلګ ددې مرستو څخه خوښې ښیې او د داسي نورو مرستو داوم غواړي.nبلخوا د خدیجة الکبرا فرهنګي او ټولنیزي ټولنه د ۲۰۰ نورو بیوزله او غریبو کورنيو سره مرسته هم اعلان کړې، چي د يوې اونۍ په ترڅ کي ورسره ترسره کېږي او په راتلوونکي کي ددې ټولني لخوا دغه توزیعې ادامه لري.

Review

Similar Places:

News,news reports,headlines,commercial ads,urgent reports.
د کندهار ولايتي شورا مخكني وكيله. Formal Kandahar Provincial council Member....