د ناوې ولسوالۍ په عينک کي ملي دسترخوان افتتاح سوو.n۱۳۹۹-۱۰-۲۰nnد ناوې ولسوال تورجان هلمندوال وايي چي نن يې د ولسمشر محمد اشرف غني د هدايت سره سم ملي دسترخوان افتتاح کړ.nnښاغلی هلمندوال وايي چي دوی پلان لري چي د ناوې ولسوالۍ د ولسي تړون و ټولو شوراګانو ته په ياد دسترخوان کي حق ورکړي.nnد ناوې ولسوالۍ رسنيز دفتر
د ناوې ولسوالۍ مطبوعاتي پاڼه Nawa District's Media Page
About :
Contact:
Other Information
Categories:
Government OfficialWebsite:
https://idlg.gov.af/Featured Articles:
د ډاډګيرني او همدردۍ پيغام.nnد ناوې ولسوالۍ يو پياوړی عسکر او د وطن د مور خورا باتور زلمی ماين وخوړ. nشهيد اغامير ودان او يو بل شهيد عسکر چي پرون په ناوه ولسوالۍ کي د دښمن د ښخ سوي ماين چاودني له کوره پر ګوره کړه.nانا لله وانا اليه راجعونnnد دې وطن د نواميسو او جغرافيايي قلمرو ساتنه زموږ وجيبه ده که د يوه اغامير سر مځکي ته ځي، د سلو نور سرونه سنګر ساتي، د دې وطن نامرد دښمن ته پيغام ورکوو چي تاسي په دې ډول خپلو شومو موخو ته نه سئ رسيدای. nشهيد اغامير ودان ته لوړ جنتونه او کورنۍ او دوستانو ته يې تسليت مراتب وړاندي کوم.nnد ناوې ولسوال تورجان هلمندوال
د ناوې ولسوال د نظامي مسؤلینو په ګډون د تازه عملياتو د خبر ورکړ.n۱۳۹۹_۱۰_۳nnپرون چهارشنبه د ناوې ولسوال تورجان هلمندوال د هلمند د امنيه قوماندان، د قول اردو درستيزوال، د ملي امنیت مرستیال، د امنيه قوماندانۍ د جينايي آمر او نورو نظامي مسؤلینو په ګډون په ناوه کي د تازه تصفيوي عمليات خبر ورکړ.nnنوموړي وويل چي دا عمليات د تبيلې څخه پيل او آن تر سرخدزه پوري به دوام ولري.nnښاغلی هلمندوال وايي چي دښمن ته يې مځکني او هوايي ځواکونو په مټ درانه تلفات اړولي دي.nnولسوال وويل چي په نږدې راتلونکي کي به د ناوې ولسوالۍ ټولي سيمي د حکومت تر حاکمیت لاندي راسي او ټول هغه مجرمين - چي د دې ناامنۍ څخه يې په استفاده ولس زورونه کړې وي- قانون پر تطبیق سي.nnد ناوې ولسوالۍ رسنيز دفتر
ولسوال تورجان هلمندوال د هلمند والي جنرال الهام سره د امنيت د پراخوالي په اړه مجلس وکړ.nn۱۳۹۹- ليندۍ-۱۹nد ناوې ولسوال تورجان هلمندوال د امنيتي ساحې د پراخوالي په تړاو د تازه ليدنو په دوام د هلمند والي جنرال عبدالنبي الهام سره کتلي دي.nnپه دې ناسته کي د ناوې د ولسوال سره قومي مشران هم ملګري ول، دوی ټولو د ناوې ولسوالۍ پر روان بُهراني وضعيت بحث کاوه.nnولسوال ښاغلي هلمندوال تر ناستي وروسته وويل چي د هلمند له محترم والي جنرال عبدالنبي الهام څخه يې د خاصو عملياتو د پلانولو او ژر پيل ژمنه اخيستې او اميد لري چي په نږدې موده کي به پيل سي.n nولسوال تورجان هلمندوال وايي چي د ناوې ولسوالۍ د امنيتي وضعيت د کنټرول په موخه د ولايتي لوړ رتبه چارواکو سره يې د ليدنو او مجلسونو هدف فقط و فقط رسنيز شهرت نه دئ، بلکي هڅه يې داده چي د ناوې ولسوالي د حکومت تر بشپړ امنيتي پوښښ لاندي راولي چي ولسونه يې د امن په فضا کي خپل ژوند او کار ته دوام ورکړي.nnد ناوې ولسوالۍ رسنيز دفتر
د ناوې ولسوال په تازه ليدنو کي د هلمند ولايت د ملي امنیت له نوي رئيس ډګروال عبدالصمد مندوزي سره کتلي دي.nn۱۳۹۹- ليندۍ- ۱۹nد ناوې ولسوال تورجان هلمندوال د ناوې ولسوالۍ د حکومتي جغرافيا د پراخوالي په موخه هلمند- لښکرګاه کي له مهمو چارواکو سره د تازه ليدنو په جريان کي د هلمند د تازه ګمارل سوي ملي امنیت له رئیس ډګروال عبدالصمد مندوزي سره کتلي دي.nnولسوال تورجان هلمندوال تر دې ناستي وروسته د ګډ مجلس په تړوا وويل: د ناوې ولسوالۍ د امنيتي ساحې د پراخوالي په اړه مو پر عملياتو بحث وکړ او د ملي امنیت محترم رئیس ښاغلي مندوزي صاحب د خپل رياست لخوا د پوره همکارۍ ژمنه راکړه.nnښاغلی هلمندوال زياتوي چي د مشترکو ځواکونو په مټ به ډير ژر اول د ناوې عمومي شهرا او ورپسې نوري سيمي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکي کړي.nnد ناوې ولسوالۍ رسنيز دفتر
ولسوال د اغامير ودان د شهيد سوي پلار او ورور فاتحه واخيسته.nn۱۳۹۹- ليندۍ- ۱۷nد ناوې ولسوال تورجان هلمندوال د ناوې ولسوالۍ د ملي امنیت د مدير اغامير ودان د شهيد سوی پلار او ورور فاتحه واخیستل.nnد يادوني وړ ده چي موده مخکي د ښاغلي اغامير ودان ورور وسلوالو طالبانو پر لاره راګرځولی او تر پېژندني وروسته يې ويشتلی وو او ۸۵ کلن پلار يې بيا يوه شپه وسلوالو طالبانو په دې خاطر شهيد کړ چي کور يې د طالبانو د سنګر له پاره ور ايله نه کړ.nاناالله وانا اليه راجعونnnد ناوې ولسوالۍ رسنيز دفتر
د ناوې ولسوال تورجان هلمندوال د جنګ د اولي کرښي څخه ليدنه وکړه او پوليسو سره يې هم خبري وکړې.nn۱۳۹۹-ليندۍ -۱۷nد ناوې ولسوال تورجان هلمندوال، د ولسوالۍ د امنيه قوماندان، د محلي پوليسو د قوماندان، د ټولنيزي شورا د غړو، قومي مشرانو او نورو مسولينو په ملتيا د ناوې ولسوالۍ د عينک سيمي د قمربند څخه ليدنه وکړه.nnپه دې ليدنه کي ښاغلي ولسوال د ورسره استازي په ملتيا د پوليسو له جبهو، تجهيزاتو او امکاناتو څخه ليدنه وکړه او امنيه قوماندانۍ سره د ليدني په اساس يې پوليسو ته د نورو اکمالاتو په اړه هم ډاډ ورکړ.nnولسوال ښاغلي هلمندوال زياته چي د ولايت له نوي رهبرۍ سره د ليدني په موخه په شنبه له ناوې ولسوالۍ څخه راغلی او تر هغو چي د ناوې ولسوالۍ عمومي شهرا ايله/ خلاصه نه کړي، بيرته ولسوالۍ ته نه ګرځي.nnد ناوې ولسوالۍ رسنيز دفتر
ناوې ته سلګونه تازه دمي کومانډو ځواکونه رسېدلي دي.n1399 8 2nnد ناوې ولسوال تورجان هلمندوال وايي چي پرون او برايي ماښام ناوې ولسوالۍ ته سلګونه تازه دمي کومانډو او ملي اردو ځواکونه رسېدلي دي.nnدی وايي چي دا ځواکونه به د خپلو خاصو عملياتو په مرسته د ناوې ولسوالۍ ټولي سيمي د دښمن له شتون څخه پاکي کړي.nnد ناوې ولسوالۍ رسنيز دفتر
د ناوې د ولسوال تورجان هلمندوال پيغام: الحمدالله د لوی خدای په فضل د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو په مېړانه او سرښندنه مو د ناوې ولسوالۍ په سطحه د دښمن ريښې ور وايستلې، د پرون راهیسي د خپلو مړو او زخمیانو په ايستلو مصروف دئ.nزموږ قهرمانو او زړورو نظامي ځواکونو د تېرې اوونۍ په څو ورځو کي دښمن په بېلابيلو تاکتيکونو او نظامي پوهي او هوښيارۍ سره په مخامخ جګړه او هوايي بريدونو سره په سلګونو کسان وژلي او زخمي کړي دي.nnد ناوې ولسوالۍ ټولو اوسېدونکو ته په اطمینان سره وايم چي نور دښمن ماته خوړلی او د ناوې ولسوالۍ ټولي سيمي د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو تر ولکې لاندي او پخپلو پوستو او سنګرونو کي ځای پر ځای دي.nnدرنو دوستانو د ناوې ولسوالۍ شهرا د افغان حکومت په لاس کي ده هيڅ امنيتي ګواښ نسته د پرون راهیسي زموږ د امنيتي ځواکونو د انجينرۍ ټيمونه اخته دي چي د نامرد دښمن لخوا په لارو ځای پر ځای سوي ماينونه شنډ او ليري کړي او هم د تخريب سوي ډامبر ټپونه ونيسي.nnدرنو ناوه والو! تاسي سر له اوسه کولای سئ چي خپل عادي ژوند او کاروبار ته ادامه ورکړئ، د امنيت لخوا مو تشويشونه رفع دي.nnپه درنښتnد ناوې ولسوال تورجان هلمندوال