Findbusiness.me

Types of Businesses City Country Add Business
Home > Afghanistan > Kabul > Government Organization > Office of the Deputy Minister for Culture and Arts د فرهنګ او هنر معینیت

Office of the Deputy Minister for Culture and Arts د فرهنګ او هنر معینیت

(22 Rate)
1st,
(0 Rate)
1st,

About :

Publication

Contact:

1st,

Opening Hours :

Monday: 08:00AM - 16:00PM
Tuesday: 08:00AM - 16:00PM
Wednesday: 08:00AM - 16:00PM
Thursday: 08:00AM - 13:00PM
Saturday: 08:00AM - 16:00PM
Sunday: 08:00AM - 16:00PM

Other Information

Inappropriate listing?Request for Deletion
Close request for deletion form

Featured Articles:

2021-08-12

#دجمهوریت_جامn#جام_جمهوریت

2021-08-05

هنرمندان د هېواد د ارزښتونو د پاللو او پراختيا په برخه کې اغيزناکې څېرې ديnnد هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد قاسم وفایي زاده او فرهنګ او هنر معين هارون حکیمي تېر ماښام د هېواد د هنرمندانو سره ناسته وکړه. n ښاغلي هارون حکيمي د هېواد د درنو سندرغاړو سره، ولس ته د روحيې ورکولو، د ژمنتيا او د ملي ارزښتونو د ملاتړ پر لارو چارو آزاد بحث وکړ. nد فرهنګ او هنر معین وویل، د افراطيت او تراژيديو د مخنيوي او ملت جوړونې پر پياوړتيا د هنر او هنرمند په ونډه خبرې وکړې. په ناسته کې ددې برخې پر لومړيتوبونو د تمرکز ترڅنګ يې د هېواد له هنرمندانو خپل نظرونه واوريدل او د هنرمندانو د لاسنيوي په باب يې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

2021-08-05

د وطن، پوځ او خلکو د مورال لوړلو لپاره اوس وخت کې هنرمند تر هر څه ښه او اغېزناک رول لوبولی شي.

2021-08-03

د فرهنګ او هنر معین په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو له استازي اجمل ګلاب سره پر روانو حالاتو او په افغانستان کې د وطنپالنې د روحیې پر پیاوړتیا خبرې اترې وکړې.nد اسد ۱۲مه، ۱۴۰۰nد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین هارون حکیمي وویل، چې د وطن په آبادۍ او سوکالۍ کې د ټولنې هر قشر ته اړتیا ده او په دې برخه کې موسیقي او هنر تر بل هر څه ښه رول لوبولای شي. nدغه راز حکیمي زیاته کړه، چې په افغانستان کې ډېر داسې هنرمندان وجود لري، چې د موسیقۍ او هنر له لارې د وطنپالنې روحیه پیاوړي کړي او د ولس استازي او متنفذین کولای شي، ددې برخې او د ملي روحیې پیاوړتیا لپاره خلک وهڅوي.nپه دې کتنه کې ښاغلي اجمل ګلاب وویل، چې په روانو حالاتو کې پکار ده، د خلکو مورال لوړ وساتل شي او د هېوادوالو د غږ د یووالي لپاره هلې ځلې وشي.

2021-08-02

د فرهنګ او هنر معین د لغمان د فرهنګي وضعیت راپور واورېدnد اسد ۱۱مه، ۱۴۰۰nد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین، هارون حکیمي، د لغمان د ولایتي رئيس ښاغلي اورنګ صمیم سره د لغمان د فرهنګي وضعیت او وړاندیزونو په هکله بحث وکړ.nپه پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې، د لغمان د کلتوري ودې او تاریخي آبداتو د ساتلو په موخه یو لړ ګامونه واخیستل شي.nn=====================================nnمعین فرهنگ و هنر راپور وضعیت فرهنگی لغمان را استماع کردn۱۱ اسد، ۱۴۰۰nهارون حکیمی، معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات فرهنگ با آقای اورنگ صمیم رئیس ولایتی لغمان در رابطه به پیشنهادها و وضعیت فرهنگی این ولایت بحث کردند. nnقرار است که در آینده ای نزدیک، برای حفظ آبدات تاریخی و رُشد فرهنگ در ولایت لغمان یک سلسله اقدامات صورت گیرد.

2021-08-01

د ارواښاد نصرالله حافظ د فرهنګي کارونو د تقدیر په موخه د سیمینار کمیسیون غونډه وکړهnد اسد ۸مه، ۱۴۰۰nد غونډې په پیل کې، چې پرون جوړه شوه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین هارون حکیمي، د استاد نصرالله حافظ پر علمي ژوند، فرهنګي خدمتونو او د سیمینار په ډول خبرې وکړې.nهارون حکیمي وړاندیز وکړ، چې دغه سیمینار د ویبنار په ډول جوړ شي، تر څو ډېر خلک یې وکتلای شي.nدغه راز د جمهوري ریاست د فرهنګي چارو مشاور ښاغلي زرین انځور او ددغه سیمینار د کمیسیون نورو غړیو هم د موضوع په اړه خپل نظرونه شریک کړل.nپه پام کې ده، چې د استاد نصرالله حافظ په اړه یاد سیمینار په نږدې راتلونکي کې جوړ شي.

2021-07-31

د هېواد د مطرح شاعر اکاډمېسن سلیمان لایق د لومړي تلین په مناسبت د هغه پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښودل شوې.nد اسد ۹مه، ۱۴۰۰nپه دغو مراسمو کې، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین، د لایق بنسټ مسئولې سهیلا حسرت نظیمي، ځینو شاعرانو او لیکوالانو او دده د کورنۍ غړو حضور درلود، د ارواښاد لایق روح ته دعا وشوه.nدغه راز په دې مراسمو کې د نوموړي د علمي او ادبي خدمتونو ستاینه او د بنسټ د چارو په هکله خبرې اترې وشوې.nارواښاد لایق په پښتو او دری ګڼ شعرونه لیکلي او دده په شعرونو کې وطني مینه تر نور څه ډېره بارزه ده.nد یادولو وړ ده، چې تېر کال همدا مهال د افغانستان دغه ځلانده ستوری د تل لپاره پرېوت.

2021-07-31

https://moic.gov.af/dr/vacancies

2021-07-30

هارون حکیمي: د افغانستان ملي بیرغ د هېواد د تېر، معاصر او راتلونکي تاریخ د ارزښتونو ښکارندويي کويnnد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین هارون حکیمي د افغانستان د بیرغ د ملي ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې ملي بیرغ، د یووالي، ځواک، قربانۍ، سرښندنو او تراژېدۍ هغه بېلګه ده چې د ساتنې لپاره یې افغانان هره ورځ قرباني ورکوي.nد زمري اوومه چې د افغانستان د بیرغ ملي ورځې ته ځانګړې شوې، د هېواد په ګوټ ګوټ کې په ځانګړو مراسمو نمانځل کېږي.nد اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت هم په کابل او هم په ولایتونو کې پرتمین مراسم رابللی وو. په کابل کې د ملي بیرغ د نمانځنې مراسم په وزیر محمد اکبر خان غونډۍ کې ترسره شول. دا ځای په تصادفی توګه د دغو مراسمو لپاره نه و ټاکل شوی؛ بلکې په دغه ځای کې د ملي بیرغ ورځې د نمانځنې مراسمو تر سره کولو یو ځانګړی سمبولیک ارزښت لاره. وزیر محمد اکبر خان غونډۍ د کابل له مشهورو غونډیو څخه ده او ټول ښار ترې ښکاري. دغه راز دلته یو ستر ملی بیرغ تل هسک او رپاند دی او د افغانانو د لوړ ملي غرور ښکارندویي کوي. د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مشرتابه غوره وګڼله چې دا مراسم همدلته او د دغه ستر ملی بیرغ تر سیوري لاندې جوړ کړي.nپه دغو مراسمو کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین هارون حکیمي، د دغه وزارت رییسانو او سلاکارانو، د اړوندو ادارو استازیو، هنرمندانو، مدني فعالانو او د کوچنیانو، ځوانانو اوسپین ږیریو او همدارنګه ښځو او نارینه وو په ګډون ګڼو کابلیانو ګډون کړی و. د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معین هارون حکیمی دغو مراسمو ته په وینا کې وویل چې هر خپلواک او آزاد هېواد د خپلې پېژندګلوۍ لپاره بېل بیرغ لري. هغه زیاته کړه چې د افغانستان ملي بیرغ د هېواد د تېر، معاصر او راتلونکي تاریخ د ارزښتونو ښکارندویي کوي.nد حکیمي د څرګندونو له مخې؛ ملي بیرغ د افغانستان د لویې امپراتورۍ د تاسیس یوه بېلګه ګڼل کېږي.nپه دغو مراسمو کې د ملي تیاتر هنرمندانو د ملي بیرغ په ویاړ ډېره ښکلې تیاتري ننداره وړاندې کړه. همدارنګه د موسیقۍ ریاست هنرمندانو د ملي بیرغ په ویاړ نوې حماسي سندرې واورولې او یو شمېرشاعرانو په جوړه شوې مشاعره کې د افغانستان ملي بیرغ او د افغان باتور ملت ملي هوډ، برم او پرتم په خپلو شعرونو کې راغبرګ کړ او ویې ستایه. دغه راز ګڼو ځوانانو د ملي بیرغ په ویاړ او درناوي ملي اتڼ وکړ او خپلې ولولې یې څرګندې کړې. هېوادنیو حماسي سندرو، تیاتري نندارو، حماسي شعرونو او د ځوانانو مستو اتڼونو دغو مراسمو ته ځانګړی رنګ او خوند، برم او پرتم وربخښلی و.همدارنګه ګډونوالو پر خپلو مخونو او لاسونو د ملي بیرغ انځور کښلی و او د خوښۍ، ملي غرور او ویاړ ولولې یې څرګندولې.nد دغو مراسمو یو ګډونوال استاد نجیب منلی وویل چې بیرغ د یوه هېواد له تاریخ ، نن او سبا سره تړل شوی دی. ده زیاته کړه چې د افغانستان ملي بیرغ د ټول افغانستان او هر افغان استازیتوب کوي.nپه همدې حال کې د بیرغ د ملي ورځې د مراسمو یو بل ګډونوال ملک اکبر وویل: هیله ده چې د بیرغ ملي ورځ ټول افغانان د ورورګلوۍ په فضا کې ونمانځي او هر افغان د ملي بیرغ تر سیوري لاندې ژوند وکړي. هغه زیاته کړه چې افغانان ولسواک نظام غواړي او د توپ، ټانک او زور له لارې حکومت به هېڅکله ونه مني. nیو بل ګډونوال منیر ځدران وویل چې جنګ د حل لاره نه ده او له تېرو ۴۳ کلونو راهیسې یوازې بې ګناه افغانان وژل کېږي. هغه له افغان دولت او طالبانو وغوښتل چې سوله وکړي.nد یادونې وړ ده چې د ملي بیرغ ورځ په ټول هېواد کې په خورا پرتمینو مراسمو سره ونمانځل شوه.

Review

Similar Places:

پایگاه اطلاع رسانی و حامی تمامی نیرویهای امنیتی توجه: این...
Institute of Diplomacy was established with the guidance of Sardar...
Official page for Directorate of Gender of MoPH صفحه...
Official Page of Kabul Arazi Directorate
Health promotion is the process of enabling people and populations...
The PLACED Project aims to address the challenge of unemployment...
We Are The Afghan Nations First Line Of Defence
د افغانستان د مالیې وزارت رسمي فیسبوک پاڼه. صفحه رسمی فیسبوک...
This page is created to share innovations and Reform in...
Technical Deputy Minister Office duties which are implemented and going...
The Deputy Ministry of Municipalities (DMM) of the Directorate of...