Findbusiness.me

Types of Businesses City Country Add Business
Home > Afghanistan > Jalalabad > Personal Blog > سيدخالد پاچا Sid Khalid

سيدخالد پاچا Sid Khalid

(22 Rate)
+93766116562
(0 Rate)
+93766116562

Contact:

+93766116562

Other Information

Categories:

Personal Blog
Inappropriate listing?Request for Deletion
Close request for deletion form

Featured Articles:

2021-05-05

‏خاین ترین ، مزدور ترین او هېواد پلورنکی شخص هغه دی څوک, چې ملي سرود نه مني

2021-04-14

د تهجد لمونځ طریقه او فضیلت!nnد تهجد معنا (خوب ماتول او پاڅېدل).nله فرضي لمونځ څخه وروسته تر ټولو غوره لمونځ، د شپې د تهجد لمونځ دی.nnد تهجد د لمانځه وخت د ماسختن له لمانځه څخه وروسته تر ریښتيني سبا پورې کيږي؛ خو غوره وخت يې د شپې آخره برخه ده.nد تهجد د لمونځ تر ټولو كم مقدار دوه (۲) متوسط يې څلور (۴) او زيات يې اته (۸) يا دولس (۱۲) ركعتونه دي.nnد تهجد لمونځ فضیلت:nتهجد لمونځ د فرضي لمونځونو څخه وروسته تر ټولو افضل لمونځ دی، لکه څنګه چې رسول الله ﷺ فرمايلي دي:n«وأفضل الصلاة بعد الفريضة صلاة الليل»n(رواه مسلم).nnيعنې:nد فرضي لمانځه وروسته غوره او افضل لمونځ د تهجد لمونځ دی.nnهمدارنګه سلمان فارسي روايت کوي چې، رسول الله ﷺ فرمايلي دي:nد شپې په لمانځه باندې هميشوالی کوئ، بېشکه چې د شپې لمونځ له تاسې څخه مخکې صالحو خلکو عادت ؤ، او تاسې خپل رب ته نږدې کوي او د ګناهونو کفاره ده او د ګناهونو مانع ګرځي او د بدن څخه درد او مرض باسي.n(الترمذي والإمام أحمد وصحيح الجامع)nnيعنې دا لمونځ څو صفتونه لري:n۱-د صالحو خلکو عادت دی.n۲- د ګناهونو کفاره ده.n۳- د ګناهونو د کولو څخه مخنيوی کوي او د بدن د سلامتيا سبب ګرځي.nnهمدارنګه په یوه بل حدیث شریف کې راغلي دي، چې جبريل عليه السلام د جناب رسول الله ﷺ حضور ته تشريف راوړ او هغه ته يې داسې وفرمايل:n«واعلم أن شرف المؤمن قيام الليل وعزه استغناؤه عنالناس»n(رواه الحاكم والبيهقي وحسنه المنذري والألباني)nnژباړه:nپوه شه! چې د مؤمن شرف د شپې په لمانځه (تهجد) کې دی او عزت يې د خلکو څخه په بې نيازه کيدو کې دی.nnپه یوه بل حدیث کي راغلي دي، ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي: زموږ رب د شپې په آخري دریمه برخه کې لاندې او نږدې آسمان ته راښکته کېږي، او وايي: یو څوک دعاء کونکی شته؟ چې دعاء یې قبوله کړم؟ یو څوک غوښتونکی شته؟ چې ور یې کړم؟ یو څوک بخښنه غوښتونکۍ شته؟ چې بخښنه ورته وکړم؟n(بخاري و مسلم)nnسبحان الله!nnالله تعالی مونږ ته آواز کوي، چې څوک دعا غوښتونکی شته، چې دعا یې قبوله کړم! خو بدبختانه چې مونږ په هغه وخت کې په درانه خوب ویده یو، راځئ ګرانو ورونو او خویندو! چې له دې بهترین فرصت څخه ګټه پورته کړو، هیڅ معلومه نده چې مونږ به تر بل کال روژې پورې ژوندي پاتې کېږو او کنه؟nراځئ دا روژه ځان لپاره غنیمت وګڼو، تلاوتونه، نفلي لمونځونه او عبادتونه زیات کړو، د کورنۍ نور غړي، مو هم د تهجد لمانځه ته حتماً وهڅوئ او پر خپله یې هم اداء کړئ.nnپېشنمی د تهجد لمونځ لپاره بهترین فرصت!nnدا څرګنده خبره ده چې، مونږ ټول مسلمانان پېشنمي لپاره راپورته کېږو؛ نو له دې بهترین فرصت څخه نورې ګټې هم ترلاسه کړئ!nکله چې پیشنمي لپاره راویښ شوۍ؛ نو لمړی اودس وکړئ، بیا د تهجد لمونځ اداء کړئ، چې پدې سره به تاسې څو ګټې ترلاسه کړئ.nn-لمړی خو دا یو ستر فضیلت دی، چې الله تعالی چاته د ته تهجد لمونځ اداء کولو توفیق ورکوي.n-دوهم دا چې، پدې سره به ستاسې ګنګسیت او خوب لرې شي، چې د پیشنمي خواړه به هم په استراحت سره وخورئ.n-دریم دا چې د سهار لمانځه لپاره به هم تیار په اوداسه کې یاست.nnګرانو ورونو او خویندو!nدا چې د روژې مبارکه میاشت ده؛ نو هیله ده چې، زمونږ د پاڼې مخکنۍ لیکنې چې د رمضان مبارکې میاشتې په اړه مو نشر کړې دي، هغه هم درسره ولولئ، دا معلومات یوازې خپل ځان سره مه پرېږدئ، خپلو نورو ملګرو سره یې هم شریک کړئ. هر مسلمان چې پرې عمل کوي؛ نو مونږ او تاسې ته به یې هم ثواب رسېږي.nnکه مو پوره لوستلی وې کمینټ کی دومره ولیکئ چې ولوستل شو♥

2021-04-02

دروند مشر ننګرهار والي ضياءالحق امرخيل سره څو شېبې مجلس درلوده،ورستيو بريدونو دومره خواشينى کړى و چې درد په څهره،کې له وريه ښکاريده، امرخيل صېب يوښه ځانګړنه دا هم ده،چې يوښه اوريدونکى دى.nوروستي بدلونونه يې دښې حکومتوالۍ ښکارندوي کوي.nZiaulhaq Amarkhil

2021-03-27

په ننګرهار ولایت کې د فساد سره د مبارزې، د ولسونو شکایتونو ته د رسیدګۍ او اصلاحاتو په لړۍ کې سمونمل شفیق الله د ننګرهار ترافیکو نوی مدیر، دویم څآرن محمد هارون د تورخم د کمیسار، دویم څآرن عمران خان د کمیسارۍ مرستیال او دویم څارن فرهاد د کمیسارۍ د ویزې او پاسپورټ د امر په توګه وټاکل شول.nنوموړي ټاکل شوي کسان خپلو دندو او مسولیتونو د ولسمشر د سترسلاکار او ننګرهار والي لخوا متوجې شول، له ټاکل شوو کسانو ته یې سپارښتنه وکړه چې په هره کچه د فساد مخنیوی، د ښار د ترافیکي نظم دتنظیم ، دتورخم د کمیسارۍ او ویزو په سمبالښت او مسافرینو ته د اسانیاوو په رامنځته کولو کې جدي ګامونه پورته کړي.

2021-03-16

په ختیځ کې د ملي ثبات ټولنې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو.n۱۳۹۹/۱۲/۲۶nپه ختیځ کې د ملي ثبات ټولنې له لوري د سرخرود ولسوالۍ په مختلفو لېسو(غوچکو عالي لېسه،شېخ مصري عالي لېسه، سیا سنګ منځنی ښوونځي او عمر قاسم منځني ښوونځي) کې د نیالګیو کېنولو کمپاین تر سره شو، د کمپاین په پرانیستو مراسمو کې په ختیځ کې د ملي ثبات مشر استاد مشتاق احمد همیم وویل: د ملي ثبات ټولنه د تعلیمي، اقتصادي، دیني او صحي خدمتونو تر څنګ د یو پاک او زرغون افغانستان هیله لري چې د همدې احساس له مخې مو د خپلو ژمنو ملګرو په همکارۍ د کمپاین لمړۍ ورځ له سرخرود ولسوالۍ د ښوونځیو څخه پیل کړه.nد ښوونځیو د آمرینو څخه یې هیله څرګنده کړه تر څو د نیالګیو په پاللو کې خپلې دوامداره هڅې وساتي.nورپسې د لېسو آمرینو پخپلو خبرو کې د ثبات د تېرو فعالیتونو تر څنګ د بوټو کېنولو کمپاین ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د بوټو په پاللو کې به دوامداره کوشش کوي.nهمدارنګه د کمپاین په پای شېبو کې د لېسو آمرینو ته د ملي ثبات له لوري د قرآن کریم تفسیرونه ډالۍ شول.

2021-03-13

سالم قيادتnما د امرخېل صيب وينا په تبلغي مرکز کې په دقيق شکل وا وريده ، وايم کامل" يې د يو ښه عالم،ښه قايد ،ښه مدبر ، ښه مبلغ او ښه مقرر په حيث سامعينو ته په فصيحو او بليغو الفاظودسولې ،امن،اخوت،شفقت،خيرخواهۍ،مينې،محبت،عاطفې او د افغانانو ترمنځ د پخلاينې او اتحاد ستر پيغام له ځان سره لېږدوه او د تبلغي حضراتو څخه يې په تکراري شکل غوښتنه وکړه چې په هېواد کې د امن او پخلاينې لپاره د الله ج د دربار څخه د امن دعاء وغواړي، نوموړي تبليغي حضرات يواځيني هغه خلک و بلل څوک چې د انسانيت او اسلاميت واقعي انځور وړاندې کوي او ياده ډله يې د اسلامي امت مخکښان وبلل .nnد سیدي صیب د وال څخه

2021-03-09

د جلال اباد ښار درې زره کوڅو او ۴۰ زره کورونو ته د ادرس موندنې پروسه پیل شوه، چې دا پروسه په خیر بشپړه؛ نو له نورو سیمو راتلونکو ملګرو ته په واټساپ هم location استول کېږي او نېغ به خپل ادرس ته ځان رسوي.

2021-03-08

زموږ د وطن میندې او خویندې د نړۍ په کچه زړورې او نورو ته د حوصلمندۍ ژوندۍ بېلګې دي.nدوی ناپایه غمونه او دردونه په سړه سینه زغمي او د هر کړاو مقابل کې لکه غرونه ولاړې دي.nهمدغه زغم او شهامت دی چې دلته ژوند روان دی او د روښانه راتلوونکې لپاره خواږه خوبونه لیدل کیږي.nمیرمنې د ټولنې یواځینی قشر دی چې د افغانستان په جګړه او بدبختیو کې ښکیلې ندي، خو تاریخونه به دا هم ولیکي چې تر ټولو زیات یې همدا میرمنې قرباني شوي، دوی بوره شوي، کونډې شوي، یتیمې شوي، بې وروره شوي او تر دې هم زیات دردونه ورکړل شوي دي.nد مارچ ۸مه، دې لومړی همدوی او بیا د نړۍ ټولو میرمنو ته مبارک وي.nد داسې ورځې په هیله چې زموږ د وطن میرمنې هم ارام ژوند ولري او له خپلو فوق العاده وړتیاو د وطن د ابادۍ او بهبود لپاره کار واخلي.nnیو ځل بیا دې د مارچ اتمه ټولو ښځو ته مبارک وي!nZiaulhaq amrkhil

Review

Similar Places:

زه به په ژوند کې له چا سره بد ونه...
Hi. Every one I am MD Doctor when you have Question...
سلامونه ملګرو ښه راغلاست دلته تاسو ته عمومي معلومات شريکوو...
Strong your English knowledge here!
I shall rise and shine
Get up to date cricket news.د کرکټ په اړه تازه...
شیطان و جدال غلاساThe Fiand the Controversy
تاسو دلته هر قسم سندري لکه هندی فارسي اردو او...
د وطن په مینه مست یم لیونی یم که په دار...
Observe and know about Afghan leaders & history. We divulge history...