Findbusiness.me

Types of Businesses City Country Add Business
Home > Afghanistan > Spin Boldak > Local Business > سپين بولدک ولسوالي Spin Boldak District

سپين بولدک ولسوالي Spin Boldak District

(8 Rate)
Spin Boldak District, Kandahar, Afghanistan
(8 Rate)
Spin Boldak District, Kandahar, Afghanistan

About :

ده سپين بولدک ولسوالۍ باډر دروازې او شاوخوا سيمو ده معلوماتو لاسته راوړلو لپاره له همدغه رسمي صفحې سره په تماس کي شي!

Description:

Spin Boldak Kandahar afghanistan

Contact:

Spin Boldak District, Kandahar, Afghanistan ,2010
31.004698, 66.3979

Opening Hours :

Monday: 09:00AM - 17:00PM
Tuesday: 09:00AM - 17:00PM
Wednesday: 09:00AM - 17:00PM
Thursday: 09:00AM - 17:00PM
Friday: 09:00AM - 17:00PM
Saturday: 09:00AM - 17:00PM
Sunday: 09:00AM - 17:00PM

Other Information

Categories:

Local Business
Inappropriate listing?Request for Deletion
Close request for deletion form

Featured Articles:

2021-10-17

کندهار نو ستا په شتون کي کندهار وو؛nڅه د جم و جوشه ډک ښار وو، څه وختونه وه، څه مېلې مو وکړې، هغه وختونه دي خدای پر ژوند را حساب کي،nد جمعې په شپه مو د بولدک څخه د شپې پر یوولس دوولس بجې موټر کش کئ مخ پر ښار د موري زوئ نه وو چي تر سترګو پورته یې کتلي وای، پر ټوله لار به داسي زړور وو لکه په خپل کور کي چي ګرځو، هلته به مو شپه ووهل، سات به مو تیر سو بیرته به سهار لمنځو ته کور ته راغلو،nنۀ په لار کي د طالب وېره وه، نه غل وو، نه عسکرو په یوه او بل نوم خلک زهیرؤل، نه رشوت اخیستل کېدئ، نه په دولتي ادارو کي فساد دومره زیات وو، نه بد امني وه، نه حوزه، ولسوالي، قرارګاه، کنډک او پوسته خرڅېدل، د ولسوالۍ د سقوط خبري خو پرېږده پوستې په میاشتو ـ میاشتو مقاومت کوئ، نه سقوط کېدل،nستا په شتون کي زابل، روزګان هلمند په امن وو، تا هلته لا د خاوري د دښمن څخه بریت دانه په دانه کښئ،nnتۀ د کندهار واقعي غمخوار وې، یواځینئ کس وې چي خاص الخاص دي د کندهار لپاره کار کوئ، تاته کندهار مهم وو په پوره مېړانه دي د هر کندهاري د حق څخه دفاع کؤل، د کندهار پر وړاندي دي حتا رئیس جمهور ته هم سمه نه کؤل، چي ته وې کندهاریانو د عزت او برم څخه ډک ژوند درلودئ،nnاوس ډېر د خلکو پر زړه یې هر څوک دي آرمان کوي، په تا باندي کندهار څه؛ حتا ستا د سر دښمن چي ستا په مقابله کي په سنګر کي ناست وو هم خوار سو.nnروح دي ښاد، پر قبر دي نور.😭😭nد شهید اتل جانان ددریم (۳) تلین په وياړ😭😭nnسپين بولدک ولسوالۍ مقام

2021-10-14

د سولي او خپلواکۍ ملي اتل قهرمان شهيد ستر جنرال عبدالراق خان اڅکزئ!nده جمعې مبارکه شپه ده شهيد جانان مي په دوعاګانو کي درسره ياد ساتئ؛n nدوې لسيزي وړاندي د کندهار په سپين بولدک کي يو پاک نفسه ، زړور او پر وطن مئين ځوان هوډ وکړ چي د خپل ولس او هيواد لپاره به د سرحدي پوليسو په ليکو کي خدمت کوي؛ nنوموړي شپه او ورځ په رېګو . دښتو او غرونو کي مقاومت وکړ . څو ځله محاصره سو د انفجارونو او ځانمرګو بريدونو ښکار سو . خو بيا ئې هم د خپل دريځ څخه لاس وانخيست تر هر ځلي زخمي کېدو وروسته تر پخوا قوي راګرځېدئ نوموړي د ژوند په اخیره ورځ هم تر خپل دريځ تېر نسو داخلي او خارجي غدارانو ته په يو سر خوږي بدل سوئ وو نو ځکه ئې د مېزان پر ۲۶مه د هيواد دغه زړور او نه ماتېدونکئ قوماندان په يو تروريستي او نامرده بريد کي په شهادت ورسوئ.nنوموړي ته ځکه د خپلواکۍ او ملي دفاع د اتل لقب ورکړل سو چي تر وروستۍ سلګۍ ئې پر خپله پاکه خاوره د ډېورن کرغېړن او تپل سوئ خط ونه منۍ او د پاکستان له لوري د اغزن سيم مخنيوئ ئې وکړ. څو ځله ئې د پاکستاني فوځيانو خولۍ له مغزو ور ډکي کړې او سخت ئې وځپل.nد خپلواکۍ او ملي دفاع اتل قهرمان شهيد ستر جنرال عبدالرازق خان اڅکزئ د هيواد هغه زړور سرباز وو چي نږدې يوه لسيزه ئې لوئ کندهار د امن کور ګرزولئ وو.nnستر رب دي ده جنتونو سردار کړه جانانه؛nډير مي يادېږې ګرانه مشره؛nکاشکي ته ژوندئ وائ؛nچي ته تللئ يې بيامي له ژوند څخه خوند ندئ اخيستئ؛nبې له تا ژوند راته هيڅ معنى نه لري؛nn نه دولت شته نه قدرت شته نه ثروت n‏بس "جانان" دئ چه پر زړونو پادشاهي کړي.nnروح ئې ښاد پر ګور ئې نور او ياد ئې تل پاتهnد دښمن دسترګو خار شهيد حاجي رئیس صاحب❤️🇦🇫nnسپين بولدک ولسوالۍ مقام

2021-10-13

د سولی او خپلواکۍ ملي اتل.nشهيد ستر جنرال عبدالرازق خان اڅکزي د دريم تلين په مناسبت پيغام: nله نن څخه درې کاله وړاندي د میزان د مياشتي په ۲۶مه نيټه د هيواد په ځانګړي ډول د لوی کندهار يو اتل او باتور زمری په يو بريد کي په شهادت ورسول سو nانا الله وانا الیه راجعون. nد شهيد ستر جنرال عبدالرازق خان اڅکزي دريم تلين په داسي حال کې را رسېږي چي هیواد کې ستره سياسي تشه رامنځته سوې جوړ نظام، پرمختللی سېسټم يو پیاوړې او منظمه اردو مو له منځه تللې.nموږ نن د خپل د يو داسي اتل دريم تلين لمانځو، چي د نړيوال او داخلي تروريزم سره يې د مبارزې، د خلکو او هيواد د امن لپاره يې خپل سر نذرانه کړه شهيد ستر جنرال عبدالرزاق خان اڅکزي او د هغه د کورنۍ غړو د هېواد له لوېشت لوېشت خاوري څخه د خپلو سرونو په بیه په میړانه او زړورتیا دفاع وکړه.nهر واقعي افغان پر شهید ستر جنرال عبدالرازق خان اڅکزي او د هغه پر تاریخي کارنامو او اتلوليو ویاړي او په غم کې یې ځان شریک بولي، نوموړی د افغانستان يو زړور، وياړلی او غښتلی پوځي کادر وو دې باتور جنرال نه يوازې د خاورې څخه د دفاع لاره کي د جګړې ښه مهارت او مديريت درلود، بلکې تل د خپلو ولسونو په منځ کي د ولس په ژبه خورا ښه پوهېده تل يې د نظام د پایښت او د وطن د سرلوړۍ لپاره هلې ځلې کولې زموږ لپاره د نوموړي نشتون خورا سخته خبره ده. nپه پای کې د شهيد ستر جنرال عبدالرازق خان اڅکزي پاکي روح ته د لوي خداي ج له درباره فردوس جنت کورنۍ ټولو خواخوږو د هيواد او نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هغه ټولو سپيڅلو لارویانو ته د عظيم صبر غوښتنه کوم روح يې ښاد او پر ګور يې نور! nnسپين بولدک ولسوالي

2021-09-29

ته ددې خاوري ريښتينۍ قهرمان او کامران بچي وې تا د خپلي خاوري او هېواد ساتنه په ميړانه سره وکړه.nته ددې وطن هغه اتل او قهرمان يې څه چي دي په خبرو او څرګندولو کښې ويل هغه دي په عمل کښي ثابته کړه . nځان, مال او خپل خوږ ژوند دي تر همدې سپېڅلي خاوري قربان کړ.nمشره nته ژوندئ يې ته رهبر يې ته د خپل ولس د زړګي سر يې, ته اوس هم د خپل افغان ولس په زړونو کښي بل مشال یې ستا لار، ستا فکر او ستا مرام به ارو مرو د کاميابۍ او کامرانۍ سره مخ کېږي.nزما شهيد جانانه روح دي د جنت په سپېڅلو ګل غوټيو کښې منوره غواړم.nپه ټول ژوند کي مي قسم په الله ج که هېر سې زما جانانه ؛nخو چي کله پر ډېورنډ کرښه ده افغانانوnسره د پنجابي ظلم وه وينم nنو هره صحنه مي سترګو ته وه درېږې ؛nډېر مي يادېږې ګرانه مشره ؛nستر رب دي ده جنتونو سرداره کړه ؛nnسپين بولدک ولسوالۍ مقام

2021-09-23

ده مرحوم عبدالله مقري په اوازکي،n ده سترسالار کمانډر شهيد مسلم خان عصمت خان اڅکزي په ياد کي غزل؛nnسپين بولدک ولسوالۍ مقام

2021-07-11

شهیداتل جانان مي؛n۔ هغه به، چي سهار خپل موټرونه کرار - کرار د ښار په منځ کي تېر کړه، نو ټولو به د آرامۍ ساه واخیسته، له تجاره، تر محصله، له ښځي، تر سپين ږېري، له عسکره تر ځوانه ټولو به لکه د خوښۍ زېری، چي واوري، په مسکا او‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ به یې خپل کار ته دوام ورکاوه.nهغه د نورو غوندي نه وو، چي په ښار کي پوځي نمایشونه کوي، نو بې عسکر په ځان پسې کړه، موټرونه وځغلوه، لاري بندي کړه، ښځي او سپين ږېري په بوتلونو ووله.nد هغه په شتون کي زورواکي، بې عدالتي، ځورونه، وحشت، غلا او فساد ورک سو.nهیچا به د کندهار د حق خوړولو جرئت نه درلود، د اختطافګرو مرګ حتمي وو او د فاحش ځای به محبس وو.nله زنا، نشې، غلا، فساد او ظلم یې بد کېدل، الله ج ته تسلیم انسان وو، لمونځ یې نه قضا کاوه، په ټکنده غرمو یې په عملیاتو کي روژه نه ماتول، که څه هم سرتېري یې له تندي مړه کېدل.nله مرګه یې وېره نه درلودل، تر ټولو خطرناکه ځای ته لومړی ورتلئ، تل به یې ویل، چي مرګ په نېټه دئ، دا نېټه له هغه چا پرته څوک نه سي، بدلولای، چا چي پيدا کړئ یم.nله کندهاره تر هراته، له بدخشانه تر ننګرهاره یې پر هر افغان انسان دومره خوا بدېدل، لکه د کورنۍ غړی، چي یې وو.nد هغه د شهادت ږغ د کندهار د سیاسي سقوط ږغ وو، د کندهار د حق د ږغ د زندۍ کولو ږغ وو، د کندهار واقعي مشر وروستئ نوبت وو او بالاخره د کندهار د ولس د بدبختیو د پيل زنګ وو.nربه! ته پر موږ رحم وکړه؛nرب دي جنتونه نصيب کړه ملي اتل قهرمانه؛nډير مي يادېږې ګرانه مشره؛nکاشکي ته ژوندئ وئ؛nnسپين بولدک ولسوالۍ مقام

2021-07-09

تازه خبر؛nnوسله والو طالبانو د کندهار ښار د اوومي حوزې د میربازار د پوستو له سقوط وروسته کندهار محبس ډنډ څلورلاري ته رسېدلي.nتېره شپه وسله والو د ډنډ ولسوالۍ د ماشور او بلندي کمربند مات کړئ او د ماهي غر له لاري میربازار ته داخل سوي.nامنیتي سرچينې وايي، چي د میربازار ټولو پوستو سقوط کړئ، اوس یوازي د چهل زينو پوسته پاته ده.nویل کیږي، چي وسله والو ځانونه تر محبس پوري رارسولي.nپه جګړه کي د پولیسو او وسله والو ترمنځ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې معلومه نه ده.nnسپين بولدک ولسوالۍ مقام

2021-07-05

ده يوې قوي سرچينې له قوله ممکن سبا محمد نعيم لالئ حميدزئ ده کندهار ده امنيه قوماندان په توګ ده سيد شريف سرطيف پر ځاى وټاکل شي؛nلالئ حميدزئ په ولسي جرګه کي ده کندهار ده خلګو پخوانئ استازۍ او ده سترجنرال شهيد عبدالرازق اڅکزي نژدې ملګرئ او دوست پاته شوئ؛nnسپين بولدک ولسوالۍ مقام

2021-06-20

تازه خبر؛nnد پښتو ژبي مشهور او انقلابي سندرغاړی عبدالله مقري تر یوې سختي ناروغۍ وروسته مړ سو.nهغه په کرونا اخته وو، وړاندي یې د مرګ خبرونه خپاره سوي وه.nnعبدالله مقرئ ده کرونا ناروغئ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړئ،nله دې څخه مخکي هم دوه هملې پر راغلي وې خو هغو کي بچ شوئ وو داځل يې خپل روح خداى تعلى ج ته وسپارئ؛nnسپين بولدک ولسوالۍ مقام

Review