Findbusiness.me

Types of Businesses City Country Add Business
Home > Afghanistan > Jalalabad > Veterinarian > Veterinary Daily Diseases

Veterinary Daily Diseases

(22 Rate)
8th steet
+93776420900
(0 Rate)
8th steet
+93776420900

About :

Veterinary Sciences Information in English & Pashto.

Contact:

8th steet
+93776420900

Other Information

Categories:

Veterinarian

Website:

www.vtd.com
Inappropriate listing?Request for Deletion
Close request for deletion form

Featured Articles:

2021-09-16

Haemorrhagic Septicaemian(HS)n- دا د مېښو او غواګانو یوه حاده بکتریایې ناروغي ده چې معمولاً په مونسوني فصلونو کې واقع کیږي .n- د مړینې کچه یې ممکن د ٨٠ سلنې څخه لوړه وي .n- ددې ناروغۍ مکروبونه معمولاً په نمجنو (مرطوبو) شرایطو ، لمده بل او اوبو کې اوږود ژوند کوي .n n n د ناروغۍ نښې نښانېn- لوړه تبه او د شېدو ناڅاپي کموالی .n- د څاروي له پزې څخه لاړې او افرازات جاري کېدل .n- د ستوني په برخه کې شدیده اډیما .n- په ساه اخیستلو کې ستونزه او د څاروي غږ ژړغونی کېدل .n- معمولاً حیوانات چې نښې څرګندوي د ١ څخه تر ٢ اونېو په موده کې مري .n- مېښې ډېرې حساسې دي ددې ناروغې په مقابل کې ، د غوایانو په پرتله .n- هغه څاروي چې کلینیکي نښې څرګندوي په ځانګړي ډول مېښې ددې ناروغۍ څخه رغیدنه یې په ندرت سره ده ( د نشت سره برابره ده ).n- په ناروغۍ اخته سیمو کې ډېره مړینه په ډېر عمر لرونکو ، ځوانو او بالغو خوسکیانو کې لیدل کیږي .n nn مخنیویn- ناروغ څاروي له روغو څخه جدا کول .n- د خواړو ، واښو ، اوبو او د لوښو د ککړولو څخه مخنیوی .n- معمولاً په نمجنو (مرطوبو) فصلونو کې د حیواناتو د راټولولو او بیروبار جوړولو څخه ډډه کول .n- ټولو څارویو ته چې شپږ میاشتې او یا له دې څخه زیات عمر ولري د HS واکسین تطبیق کول خو مخکې له دې چې دا ناروغي ، روغې سیمې ته راورسیږي او یا ډېره سیمه په بر کې ونیسي nn درملنهn- درملنه یې معمولاً غیر مؤثره (بې اغېزې) وي ، پرته له دې چې ډېر ژر یې درملنه وشي او درملنه یې هم د تبې د پیل په وخت کې وي .n- کله چې کلینیکي نښې ښکاره شي نو لږه اندازه څاروي ترې ژوندي پاتې کیږي .n- که چېرې په لومړۍ مرحله کې درملنه ونشي نو مړینه تر سل سلنې پورې رسیږي .

2021-09-16

د کایناتو د څښتن په نامهnد عامه پوهاوي په پار !nولې سپیان د یوځای کېدو یا جنسې عمل په پایله کې بندک کیږي (بند پاتې کیږي) ؟!nموږ تاسې ډېر ځلې د داسې صحنو شاهدان پاتې شوي یو ، او ممکن ځینې زموږ او تاسو څخه د حیواناتو د جنسي اړیکو د لیدلو سره کومه لیوالتیا ونه لري ، خو چې کله هم څوک سپیان په بند حالت کې په لارو او کوڅو کې وویني په لغتو او لرګي او نورو شیانو په واسطه یې وهي ،،،،nراځﺉ پوه شو چې د حیواناتو (Sex) تر ډېره د انسانو هغه په څېر دی او له داسې یوه سیسټم سره ټوکې کول چې نسل منځ ته راوړي یو نا مناسب کار دی هغه که د هر ډول ژوي وي .nښه نو ولې دوي بند پاتې کیږي ؟!nد سپیانو جنسي عمل معمولاً دوه یا درې مراحل لري ، دویمه مرحله یې چې د د جنسي آلاتو د بند پاتې کېدو مرحله ده نو کله چې په دې مرحله کې د د نارینه سپي له الې څخه مني (sperm) خارجیږي د تناسلي برخې (Bulbus glandis ) یې کلکیږي او په ورته وخت کې د ښځینه سپۍ د تناسلي الې عضلات راټولېږي نو نارینه سپی خپله تناسلې اله نشي خارجولاي تر څو چې د دواړو آلاتو عضلات او حالات عادي شوي نه وي او د نرمښت حالت ته راګرځېدلي نه وي ، په داسې حالت کې د نارینه سپي د آلې څخه مایع خارجیږي او دا مایع د مني یا سپرم د حرکت حالت ته تېزوالی او جریان ورکوي دا موده ممکن د ٥ څخه نیولې تر ٤٥ دقیقو وخت ونیسي تر څو سپرم خپل ځای ته ورسيږي او دسپي د بلبس ګلانډیس برخه نرمه او ورسره د ښځینه سپۍ د تناسلي عضلاتو نرمښت صورت ونیسي .nنو کله چې تاسو دوي د بندک په حالت کې وهﺉ څه پېښيږي ؟!nستاسو په دغه عمل سره کله کله د دوي تناسلي عضلات خپل عادي او د نرمښت حالت ته راځي خو په ډيری مواردو کې عضلات شکیږي او په ځینو مواردو کې ښځینه سپۍ خپله جنسي وړتیا له لاسه ورکوي او ځينې وخت ډېرې نورې ستونزې دوي ته پېښېږي د بېلګې په ډول په نارینه سپیو کې د ګردو (پښتورګو ) فعالیت له لاسه ورکول او نور ....nنو تاسې حق نه لرﺉ چې دوي ته زیان ورسوﺉ !!nمګر که تاسې دوي ونه وهﺉ او ویې نه ځوروﺉ نو دوی له هېڅ ستونزې سره نه مخ کیږي او عادي حالت ته راګرځي نو مهرباني وکړﺉ او په حیواناتو مهربان واوسﺉ !!nنوټ : که څه هم د نارینه سپي د تناسلي آلې په سر کې هډوکی وجود لري چې Oss Penis ورته وایي خو دا هډوکی د د بندېدو یا بندک په عملیه کې کوم رول نه لري .

2021-04-01

Cloudy eyes (اسمانی رنګه سترګه):nډيرئ وخت ليدل کيږي چې دڅارويو په يوه سترګه کې لومړئ دوينو کتلې راپيدا کيږي او که يي درملنه ونشي نو دسترګی قرنيه نیسې او سترګه يي لومړئ خړه بيا شنه اوړی په ساحه کې دغه ډول ډيرئ وخت ددرملنې باوجود هم نه ښه کيږي ځکه داکترصاحب وترنران ياخو کم تجربه وي او يا هم دتشخيص دنه ترسره کيدو په صورت کې .nعوامل : دبهرنيو څيزونو وليدل په سترګه کې n. په سترګه کې داغزی ، کلکو وښو او يا نورو څيزونو لويدل n. دڅارويو ترمنځ دخپل منځی جګړو او ښکر وهلو له وجهی n.ځني څاروي په ايرثی ډول همداسې پيداکيږيn. دميکروب له وجهی لکه pink eyen.دويټامن A دکمبود له وجهی n. په سترګو کې دپرازيټ شتون لکه Thalazianدرملنه: لومړئ ciprofluxacin+Dexamethasone eye drop دسترګو دغه چکک له انسانی درملتون څخه هم ترلاسه کولائ شئ nترتيب - لومړئ لس ورځی دورځی پنځه ځله په هرځل دری الی څلور څاڅکي nکله چې لس ورځی پوره شوي بيا دپنځه نورو ورځو لپاره دورځی دری ځلی په هرځل دری څاڅکی په ناروغه سترګه کې واچوئ n. 0.5% timolol eye dropnپنځه ورځی دورځی دورځی دوه ځله ترڅو په سترګه کې دوينی جمع کيدل او فشار کم کړی nهمدارنګه Sterpto pencilln and Gentamicin دری الی څلور ورځی ورته پيچکاری شي سترګه ورځ کې دوه الی دری ځله په نارمل سلاين پريمنځل شي nيونانی درملنه = 20 ګرام وچ ادرک + 20 ګرام بوره ښه ميده کړئ او بيا يي دغوا په غوړيو کې مخلوط کړئ دورځی دو الی دری ځله دغه ملهم پکې وهئ څلور الی پنځه ورځی nنوټ که په سترګه کې چنجی شتون ولری ايورمکټن ورته هفته کې يوځل ددری هفتو لپاره ورکړئ nدرنښتnکاپي

Review

Similar Places:

Sahilwafa dishsat�
کمپلکس ميډيکل اکيډمي، د طبي زده کړو مينه والو ته...
Qualified Feeds, Day Old Chicks, Table and Fertile egss and...
زه به په ژوند کې له چا سره بد ونه...
Are you sure you like this page
This is a free and independent page, not affiliated with...
To make the flag of Afghanistan up the world.ده افغانستان...
Hi. Every one I am MD Doctor when you have Question...
Our Mission is to Spread Education & Easy to Link...