قدرمنو دوستانو دا مې نوی پېج دی دلته راسره ملګري شئ. nnبِسْمِ ٱللّٰهِ ٱلرَّحْمٰنِ ٱلرَّحِيمnnڅلوېښت لنډ حديثونهnn قدرمنو دوستانو اول باید د حدیثونو په اهمیت پوه شو، پدې اړه، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي:n-مَنْ حَفِظَ عَلی اُمّتِيْ اَرْبَعِیْنَ حَدِیْثاً فِیْ اَمْرِ دِیْنِهاَ بَعَثَهُ اللهُ فَقِیْهاً وَ کُنْتُ لّهُ یَوْمَ الْقِیاَمَةِ شَاهِداً وَ شَهِیْداً ( ترمذی)nژباړه:n-هر څوک چې زما د امت د دیني فاېدې لپاره څلوېښت حدیثونه جمع کړي، الله تبارک وتعالی به هغه سړی د قیامت په ورځ فقیه راپورته کړي، د قیامت په ورځ زه غواړم چې، د ده شفاعت وکړم اوغواړم چې د هغه ګواه او شاهد شم.nپه بل ځای کې د حدیث ژباړه په دې ډول ده:nڅلوېښت حدیثونه یاد کړئ او د جنت له کومې دروازې نه چې جنت ته ننوتل غواړې، ننوزه!nnبِسْمِ ٱللّٰهِ ٱلرَّحْمٰنِ ٱلرَّحِيمnn۱ إِنَّمَا الأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ. (بخاری و مسلم)nد عملونو قبليدل د نیت سره تعلق لري.n۲ اَلدِّیْنُ اَلنَّصِیْحَةُ. (مسلم)nدین د خیر غوښتنې نوم دی.n۳ اَمْلِکْ لِسَانَکَ. (ترمذی)nخپله ژبه وساته.n۴ مَنْ صَمَتَ نَجَا. (ترمذی)nڅوک چې پټه خوله شو، هغه خلاص شو.n۵ اِذَا غَضِبَ اَحَدُکُمْ فَلْیَسْکُتْ. (طبرانی)nله تاسې څخه چې هر څوک په غوسه شو، باید چې پټه خوله شې.n۶ مَنْ غَشَّ فَلَیْسَ مِنَّا (مسلم)nهر چا چې فریب وکړ، هغه له مونږ څخه نه دی.n۷ اَلْحَیَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الاْیْمَانِ (بخاری و مسلم)nحیا د ایمان یوه شعبه ده.n۸ اَلْغَیْبَةُ اَشَدُّ مِنَ الزِّناَ (مشکوة)nغیبت کول تر زنا هم بد تر دی.n۹ زِنَا الْعَیْنِ الَنَّظَرُ (مشکوة)nد سترګو زنا ناروا کتل دي.n۱۰ لاَ یَدْخُلُ الْجَنَّةُ مَنْ لاَّیَأْمَنُ جَارُهُ بَوَائِقَهُ (مسلم)nهغه سړی به جنت ته داخل نشي چې، ګاونډي یې له ضرر څخه محفوظ نه وي.n۱۱ عَذَابُ الْقَبْرِ حَقٌّ (بخاری)nد قبر عذاب حق دی.n۱۲ كُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ (ابوداود)nهر څه چې نشه راولي، حرام دي.n۱۳ مِفْتَاحُ الْجَنَّةِ اَلصَّلاَةِ وَ مِفْتَاحُ الصَّلاَةِ اَلْوُضُوْءُ (ترمذی)nد جنت کیلي لمونځ دی او د لمانځه کیلي اودس دی.n۱۴ اَلسِّوَاكُ مُطَهِّرَةٌ لِلْفَمِّ وَ مَرْضَاةٌ لِّلرَّبِّ (نسائي)nمسواک وهل د خولې د پاکۍ سبب دی او د الله جل جلاله د رضاء سبب ګرځي.n۱۵ أَفْضَلُ الأَعْمَالِ الْحُبُّ فِى اللَّهِ وَالْبُغْضُ فِى اللَّه (ابوداود)nښه د عملو څخه دا دی چې، دوستي هم د الله تعالی لپاره وي او دښمني هم د الله تعالى لپاره وي.n۱۶ أَحَبُّ الْبِلاَدِ إِلَى اللَّهِ مَسَاجِدُهَا وَأَبْغَضُ الْبِلاَدِ إِلَى اللَّهِ أَسْوَاقُهَا (مسلم)nډیر خوښ د ښارو څخه د الله جل جلاله په نزد مسجدونه دي او ناخوښه د ښارو څخه د الله جل جلاله په نزد بازارونه دي.n۱۷ مَنْ بَنَى مَسْجِدًا لِلَّهِ تَعَالَى بَنَى اللَّهُ لَهُ بَيْتًا فِى الْجَنَّةِ (بخاری و مسلم)nهر چا چې د الله جل جلاله د رضاء لپاره مسجد جوړ کړ، الله جل جلاله به دده لپاره په جنت کې ځای جوړ کړي.n۱۸ إِذَا جَاءَ أَحَدُكُمْ إِلَى الْجُمُعَةِ فَلْيَغْتَسِلْ (بخاری و مسلم)nڅه وخت چې یو ستاسې څخه جمعه پیدا کړي، باید غسل وکړي (یعني د جمعې په ورځ غسل وکړي).n۱۹ اَلصَّلَوَاتُ الْخَمْسِ يَمْحُو اللَّهُ بِهِنَّ الْخَطَايَا (مسلم)nد پنځو لمونځو په کولو سره الله جل جلاله ګناهونه بخښي.n۲۰ صَلُّوْا الصَّلاَةَ لِوَقْتِهَا (مسلم)nلمونځ پر خپل ټاکلي وخت باندې آدا کړئ.n۲۱ إِذَا سَجَدْتَّ فَضَعْ كَفَّيْكَ وَارْفَعْ مِرْفَقَيْكَ (مسلم)nڅه وخت چې تاسې سجده کوئ، خپل ورغوي (لاسونه) پر ځمکه کښيږدئ او خپل بازوګان له ځمکې څخه پور ته کړئ.n۲۲ الَّذِى تَفُوتُهُ صَلاَةُ الْعَصْرِ كَأَنَّمَا وُتِرَ أَهْلَهُ وَمَالَهُ (بخاری و مسلم)nله هر چا څخه چې د مازیګر لمونځ قضا شو؛ نو لکه مال او اولاد چې یې برباد شو.n۲۳ مَا أَسْفَلَ مِنَ الْكَعْبَيْنِ مِنَ الإِزَارِ فَفِي النَّارِ (بخاری و مسلم)nهر چا لنګ یا پایڅې چې تر ښنګرو ښکته وي، هغه حصه د بدن به یې دوزخ ته ولاړه شي.n۲۴ لاَ تَدْخُلُ الْمَلاَئِكَةُ بَيْتًا فِيهِ كَلْبٌ وَلاَ صُورَةٌ (بخاری و مسلم)nملائکې هغه کور او خونې ته نه داخلیږي چې، په هغه کې سپی یا عکسونه وي.n۲۵ إِيَّاكُمْ وَالْحَسَدَ فَإِنَّ الْحَسَدَ يَأْكُلُ الْحَسَنَاتِ كاَمَا تَأْكُلُ النَّارُ الْحَطَبَ (ابوداود)nد حسد او بغض څخه تېښته وکړئ ځکه چې، حسد او بغض نیکي داسې خوري لکه اور چې بوټي خوري.n۲۶ لاَ يَدْخُلُ الْجَنّةَ خِبٌ وَلاَ بَخِيْلٌ وَلاَ مَنَّانٌ (ترمذی)nفريب کاره، بخیل، او هغه څوک چې د خپل احسان پر بل چا اچوي، جنت ته به داخل نه شي.n۲۷ سِبَابُ الْمُسْلِمِ فُسُوْقٌ وَقِتَالُهُ كُفْرٌ (بخاری و مسلم)nمسلمان لره نالائقه وینا لویه ګناه او په ناحقه وژل د کفر سره برابر ده.n۲۸ الْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ (بخاری)nکامل مسلمان هغه څوک دی چې، هغه له ژبې او لاس څخه مسلمانان په امن کې وي.n۲۹ لاَ إِيْمَانَ لِمَنْ لاَ أَمَانَةَ لَهُ وَلاَ دِيْنَ لِمَنْ لاَ عَهْدَ لَهُ (بیهقی)nایمان نشته هغه چا لره چې، امانتداره نه وي او کامل دینداره نه وي، هغه څوک چې پر خپله وعده وفا نه کوي. (له ایمان څخه مراد کامل ایمان دی).n۳۰ آيَةُ الْمُنَافِقِ ثَلاَثٌ إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ، وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ، وَإِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ. (بخاری و مسلم)nد منافق درې علامې دي: څه وخت چې خبرې کوي درواغ وایي او څه وخت چې وعده وکړي، وفا پرې نه کوي (وعده خلافي کوي) او په امانت کې خیانت کوي.n۳۱ خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ (بخاری و مسلم)nتاسې څخه ښه سړی هغه څوک دی چې، قرآن زده کړي او نورو ته یې هم ور زده کړي.n۳۲ ارْحَمُوا أَهْلَ الأَرْضِ يَرْحَمْكُمْ مَنْ فِى السَّمَاءِ (ترمذی ابوداود)nتاسې رحم کوئ پر هغه چا چې په ځمکه کې دی، پر تاسې به رحم وکړي هغه (الله “جل جلاله”) چې، په اسمان کې دی.n۳۳ لَقِّنُوا مَوْتَاكُمْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ (مسلم)nخپلو مړو لره (هغه کسانو ته چې د ځنکدن شیبې یې وي) تلقین ورکوئ په کلمه سره د لااله الا الله محمد رسول الله.n۳۴ لاَ تَسُبُّوا الأَمْوَاتَ فَإِنَّهُمْ قَدْ أَفْضَوْا إِلَى مَا قَدَّمُوا (بخاری)nخپلو مړو ته ښکنځل بد ویل مه کوئ ځکه چې، دوی رسیدلي دي هغه ته چې مخکې یې استولي وه (د خپل عمل جزا ته رسیدلي دي).n۳۵ لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَلَدِهِ وَوَالِدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ (بخاری و مسلم)nتاسې څخه هیڅ سړی کامل مؤمن نشي کیدای، تر څو چې ده لره زما محبت تر خپل مور، پلار، اولاد او تر ټولو خلکو ډیر نشي.n۳۶ اَلْمَرْءُ مَعَ مَنْ أَحَبَّ (بخاری)nانسان به د قیامت په ورځ د هغه چا سره ملګری وي چې، په دنیا کې یې د هغه سره محبت درلود.n۳۷ كُنْ فِي الدُّنْيَا كَأَنَّكَ غَرِيبٌ، أَوْ عَابِرُ سَبِيلٍ (بخاری)nپه دنیا کې د مسافر او د لارې تیریدونکي په څېر ګذاره کوه.n۳۸ اَلجَنّةْ تَحْتَ اقْداَمِ الْاُمَّهاَتِ (مسلم)nجنت د میندو تر قدمو لاندې دی.n۳۹ يُسَلِّمُ الصَّغِيرُ عَلَى الْكَبِيرِ وَالْمَارُّ عَلَى الْقَاعِدِ وَالْقَلِيلُ عَلَى الْكَثِيرِ (بخاری)nسلام دې وایي کشر و مشر ته او تلونکی (روان) و ناست ته او لږ کسان و ډیرو ته.n۴۰ إِنَّ اللَّهَ لاَ يَنْظُرُ إِلَى أَجْسَادِكُمْ وَلاَ إِلَى صُوَرِكُمْ وَلَكِنْ يَنْظُرُ إِلَى قُلُوبِكُمْ (مسلم)nالله تبارک و تعالی ستاسې صورتونو او مالونو ته نه ګوري بلکي، الله تعالی ستاسې زړونو او عملونو ته ګوري.
Contact:
Afghanistan Kabul
Other Information
Inappropriate listing?Request for Deletion
Featured Articles:
2020-11-26
2020-11-25
کونړ nnسيدجمال الدین افغان پوهنتون
Review
Similar Places:
This page has been made to discuss about tecnologies,New informations...
د محصلانو چارو معینیت
ما کوشش داریم تا بهترین خدمات را برای شما تقدیم...
whatever comes to my mind I will Post in this...
new face
دانش آموز سیاست و مدیریت
Pls like & follow�
Target 10k
Here we can share information, news, videos and Photos
Useful information, How we can do positive thinking, Different Authors...
this page for artists your can evry art work...
هرگز به آدم ها
حرکتِ بعدیت را نگو
Khalid Azizyar
...